Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزي د کندهار ولایت خونړۍ پيښه په سختو ټکو سره وغندله

Posted by on Jan 19th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د یوې خبر پاڼې پر اساس،  جمهوررئیس حامدکرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې  د کندهار د هوايي ډګر دروازې ته څېرمه د کندهارـ بولدک په سړک کې زموږ د یو شمېر بیګناه خلکو د مرګ ژوبلې سبب شو.

د کندهار د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، یو ځان مرګي تروریست چې په یو کرولا موټرکې یې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړي و، نن غرمه د کندهار د هوايي ډګر دروازې ته څېرمه د کندهارـ بولدک په سړک کې وچول چې له امله یې د دوه ماشومانو په شمول زموږ ۷ تنه هېوادوال شهیدان او د یوې ښځې او دوه ماشومانو په شمول اته تنه نور ټپیان شول.

د هېواد جمهوررئیس د ښځو او ماشومانو وژل ستره بې رحمي، د افغاني او اسلامي فرهنګ پرخلاف یو ډارن عمل وباله او یو ځل بیا یې له طالبانو په ټینګار سره وغوښتل چې د ښځو، ماشومانو او نورو بیګناه خلکو له وژلو څخه لاس واخلي.

د هېواد جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars