Posts | Comments | E-mail /

د کندهار ولایت په ځانمرګي برید کې ١٥ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

Posted by on Jan 19th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار:- د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې پر اساس، د کندهار ښار او سپين بولدک پر لويه لاره نن ماپښين مهال  یو ځانمرګى برید شوى چي  په ترڅ کې یی ٧ تنه ملکي وګړي شهيدان شوي او ٨ تنه نور زخميان دي.

په شهيدانو کي پنځه تنه لويان او دوه تنه ماشومان دي او همدا ډول په زخميانو  کې ٥ تنه نارينه لويان، دوه تنه کوچنيان او يوه تنه ښځه شامل دې چي د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ د لويي لاري د مسافرينو له ډلي څخه دي.

خبر زیاتوی چې یو ځانمرګى بريدکوونکى چي خپل سپين رنګه کرولا موټر يې له چاودېدونکو توکو ډک کړى و نن غرمه څه کم  دوې بجې يې خپل موټر له کندهار ښاره سپين بولدک ولسوالۍ تر پر غځېدلې لاره د کندهارهوايي ډګر له لومړۍ دروازې سره په ٢٠٠ متري کي چاودنه ورکړه  چي په پايله کي يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته سوه.

د ننۍ موټر بم چاودني له امله د ولسي خلکو ٦ عرادې  موټرونه سوځېدلي هم دي او لسګونه کسانو ته د ځاني زيان تر څنګ مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د افغانستان د سولي او پرمختګ دښمنانو په نني بريد سره يو ځل بيا دا روښانه کړه چي دوى د هر افغان که ملکي وي که نظامي دښمنان دي او هر ځاى چي يې په هر چا وس رسيږي وژني يې.

نني ځانمرګي بريد چي پر ګڼه لاره تر سره سو او لوى شمېر بې ګناه ملکي کندهاريان پکښي شهيدان او زخميان سول ددې څرګندويي کوي چي وسلوالو له ټولو سره دښمني راخستې او داچي د ملي امنيتي ځواکونو پر وړاندي يې د مقاومت توان له لاسه ورکړى اوس کوښښ کوي چي ملکيان ووژني او په دې ډول خپل شتون ثابت کړي.

کندهار ولايت مقام په پېښه سخت خواشينى دى، شهيدانو ته د جميل صبر، زخميانو ته د شفا او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.

خبر پاڼه زیاتوی دغه ډول غير اسلامي او غير افغاني بريدونه په هيڅ ډول په کندهار کي د محلي ادارې، دولتي استازو، ولسي خلکو او هيڅ يوه افغان او مسلمان ته د منلو وړ نه ده او عاملين به يې ضرور د قانون منګولو ته سپارل کيږي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars