واشنګټن:- د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا خبره رد نه کړه، چې ګواکې دافغانستان لپاره ځانګړى استازى به سيمې ته د سفر پر مهال دطالبانو له استازيو سره هم وګوري.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى مارک ګروسمن د اسيايي هېوادونو پر سفر روان شوى او ټاکل شوې، چې په روانه اونۍ کې کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره د سولې د خبرو اترو او په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړي.
ويل کېږي، چې نوموړى به سيمې ته د سفر پر مهال قطر او ترکيې هېوادونو ته هم لاړ شي او دا اوازه هم خپره شوې، چې نوموړى به د طالبانو له استازيو سره هم وګوري.
خو کله چې تېره ورځ په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له وياند مارک ټونر څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، نو هغه دا موضوع نه رد او نه يې تاييد کړه.
ټونر په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((نه غواړم چې دا رد يا تاييد کړم، نه پوهېږم، چې ايا زموږ حکومت د دې موضوع په اړه بحثونه کړى که نه.))
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په ډاګه کړه، چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هرې پروسې ملاتړ کوي.
مارک ټونر وويل، چې د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن تېره اونۍ په دې اړه څرګندې خبرې کړي او دى اړينه نه بولي، چې د ګروسمان د ليدنو کتنو په اړه معلومات ورکړي.
هغه زياته کړه، چې مارک ګروسمان د دوشنبې په ورځ له ترکي چارواکو، سه شنبې په رياض کې د سعودي له چارواکو او نن (چهارشنبې) به په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له مسوولينو سره خبرې وکړي.
د ټونر په وينا، د دوى استازي د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير او نورو چارواکو سره د ليدنې پر مهال له دغه هېواد څخه مننه وکړه، چې له نړيوالې ټولنې سره اوږه پر اوږه په افغانستان کې د بيارغونې او امنيت په چارو کې مرسته کوي.
دغه راز ګروسمن د ترکيې له دغه اقدام څخه ستاينه وکړه، چې تېر کال يې په استانبول کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه.
د امريکادبهرنيو چارو وزارت د وياند د معلوماتو له مخې، مارک ګروسمن د دغې ليدنې پر مهال له دغو چارواکو سره د افغانانو پر مشرۍ د سولې د پروسې پر مخ وړلو ټينګار وکړ.
مارک ټونر د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ځانګړي استازي د پاکستان د حکومت په غوښتنه دغه هېواد ته خپل سفر ځنډولى دى.