Posts | Comments | E-mail /

چونټه دولت : طنز

Posted by on Jan 19th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محمود نظری

په هر  فن د یو چا جیب خالي کول غلا ده

څه په پټه څه په ښکاره خوله لګول هم غلا ده

په پټه د وټونو په کتابچو  سندوکونه ډکول

د واک لپاره دبل ډول ته نڅیدل هم غلا ده

له ناپوهې ددولت بودیجه  په وخت نه لګول

ناهله  داهلو تنخواه جیب ته اچول هم غلا ده

په بډو د میرمني  اواولادونو خیټه پړسول

د جنایتونو په باج قصرونه   جوړول   هم غلا ده

د نفاق لپاره دڅټ مخو ملا ټینګه تړل

په کار کې کامي غروړی درلودل هم غلا ده

دازاد باراز په نامه دسدرۍ جیبونه غټول

دبې کیفیتو شیانو واردول هم غلا ده

 دبزرګانو په هره اړي لاس پر خوله اېښوول

پښه پر پښه اړول څه نه کول   هم غلا ده

ناهله د شپشتو پر ښاخ بې زینې خیژول

دچکه چور او غدار سیله کول  هم غلا ده

په کمیسیونو او جرګو لوټه ايښول اوتیریدل

په هغو د بیت المال د پیسو لګول هم غلا ده

د بل  په مټه ځان ساتل اوپه مرغټانه یې ځړیدل

دخان له  ګمشو ویلو ګټه پورته کول هم غلا ده

 له ولس څخه   په توروښیښوموټرانو کي پټیدل

 د خلکو د ویرې د عامه لارو بندول هم غلا ده

دلویو جانیانو نه محاکمه کول او خوله خوندیدل

خوله  په غلطه د هغو په ګټه ښورول هم غلا ده

  دپردو او لاس پوڅوپه ټولو  خرېړیو تله تیرول

د هغولمن په سر نه  وراړول هم غلا ده

دا ښوول چي زه یم زمری له ما اتل  نسته

چورلنډان په دولت کې راټولول هم غلا ده

غوړي غوړي وعدې او د اوښ نڅاه کول

هره ورځ زاړه رکارتونه ږغول هم غلا ده

دحاجیانو د قربانی خوشمړی وړل

د ایران سره دبندو قرارداد کول هم غلا ده

د وطن په لسټونی کي ماران او لړمان ساتل

 دنفاق د اور لمن وهونکی ته څه نه ویل  هم غلا ده

دخدایي قانون په اساس ټوله دولت چونټه دی

 د ازمایلو بزرګانو بیا  بیا ازمایل  هم غلا ده

 د دې لمن ککړ دولت په مړینه مه کوه اړنګ بړنګ

په ژوند ورته دسقاط کڅوڼه ګرځول هم غلا ده

***

په ګوته شوی ( مشهور)،د اوښ نڅاه( هغه څوک چی په نڅاه نه پو هیږی)،په زړه کې غروړی درلودل( کرکه) ،پښه پر پښه اړول( بی پروا)،لاس پر خوله اېښوول( چپه  خوله)،د شپشتو پر ښاخ خیژول( ختا ایستل) ، اړنګ بړنک ( شک)، خوله لګول ( رشوت)،خرېړی ( خرابول) خوله په غلطه ښورول( درواغ ) خوله خوندیدل( جرات)،

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars