کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهور رئیس حامد کرزي د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د اصلاحي شورا په غړی حاجی محمدنعیم باندې تروریستي برید په کلکه وغانده .
د افغانستان د خلکو د ښمنانو تېره ورځ سهار د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د اصلاحي شورا غړی او قومي مشر حاجی محمدنعیم چې په اغا ماما مشهور و، د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د ګچ خانو په سیمه کې په داسې حال کې په شهادت ورساوه، چې په جومات کې د سهار په لمانځه ولاړ و.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي برید په کلکه وغانده، وې ویل: د افغانستان د خلکو دښمنان اوس دومره ذلیل شوي دي چې مسلمانان عبادت ته هم نه پرېږدي او پر هغوی دخدای په کورکې تروریستي بریدونه کوي او په شهادت یې رسوي.
د هېواد جمهور رئیس د حاجی محمدنعیم پر وژل کېدو په ژوره توګه خواشینی شوی، د هغه کورنۍ او دکندهار خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ارواښاد ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت هیله کوي.