کابل:- د جمهوری ریاست د یوې خبر پاڼې پر اساس، د افغانستان حکومت د هغه خپاره شوي خبر له مخې چې دوه بریتانیایي سرتېرو دوه افغان ماشومان هڅولي دي چې د جامو پر سر د دغو سرتېرو بدنونه لمس کړي، په ژوره توګه خواشینی شوی دی.
د رپوټونو له مخې دوه بریتانیایي سرتیرو یو لس کلن هلک او یوه لس کلنه نجلۍ ناوړه جنسي اړیکو ته هڅولې دي او بیا یې د هغوی ویدیو نورو عسکرو ته ښودلې ده.
د افغانستان حکومت د بریتانیایي سرتېرو دغه عمل غندي او هغه له اخلاقو او انسانیت څخه لرې عمل بولي.
د افغانستان حکومت د بهرنیو عسکرو لخوا د دا ډول مواردو له ډیریدو څخه په ژوره توګه اندیښنه لري، وایي که د دا ډول اعـمالو مخه ونه نیول شي، په بهرنیو عســکرو سره باندې به د افغانستان د خـلکـو باور کم او له هغوی سره به یې همکاري کمزورې شي.
له دې امله دافغانستان حکومت د بریتانیا له حکومت څخه په ټینګار سره غواړي چې په دې اړه عاجلې او جدي څېړنې وکړي او دغه دوه سرتیري دې مجازات کړي.