کابل:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، نن د سه شنبې په ورځ د فغانستان لپاره دملګروملتودسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش کابل ته راورسيد.
ده دکابل په نړيوال هوايي ډګرکې خبريالانو ته وويل چې دملګروملتو سازمان به افغانستان يوازي پري نږدي .
خبر زیاتوی ، دملګروملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون دسلواکيا له جمهوريت څخه يان کوبيش د ٢٠١١ ميلادي کال دنوامبر دمياشتي په ٢٣ نيټه په افغانستان کې دځان دخاص استازي اودملګروملتو دسازمان دمعاونيت دهيئت ( يوناما ) درييس په توګه وټاکه .
يان کوبيش مخکې له دي چې په کابل کې په خپلي اوسني دندي پيل وکړي داروپا لپاره دملګروملتو دسازمان داقتصادي کميسيون داجرائيوي معين په توګه کارکاوه .
ده کابل ته له رسيدو وروسته دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې لنډي خبري وکړي او ويې ويل چې افغانستان دپرمختګ په حال کې دي اودملګروملتو سازمان به تل دافغانستان دخلکو ترڅنګ وي .
کوبيش دديپلوماسي ، پاليسي اودنړيوالو اقتصادي اړيکو په برخو کې څه دپاسه درې لسيزي تجربه لري .
کوبيش له ٢٠٠٦ تر ٢٠٠٩ ميلادي کال پوري دخپل متبوع هيواد دبهرنيو چارو دوزير په توګه دنده ترسره کړې ده او داروپا د کميټي دوزيرانو دشورا او داروپادامنيت اوهمکاري دسازمان دسرمنشي مشرتوب يې په غاړه درلود.
کوبيش پخوا د ١٩٩٠ ميلادي کال په وروستيو وختو کې دتاجکستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي داستازي په توګه اوپه همدي هيواد کې دملګروملتودسازمان دڅيړونکي هيئت دماموريت درييس په توګه ترسره کړې ده . ښاغلي کوبيش دمسکو دنړيوالو اړيکو له دولتي انستيتوت څخه له فراغت وروسته له ١٩٧٦ تر ١٩٩٢ کال پوري اوهم په ١٠٠٣ کال کي دپخواني چک سلواکيا دبهرنيو چارو په وزارت کې خدمت کړي دي .
دي له سلواکي ، انګليسي ، روسي ، چکي او فرانسوي ژبو سره پوره بلدتيالري .
ښاغلي کوبيش واده کړي دي اويوه لور لري چې په ١٩٥٢ کال کې په براتيسلاواکي زيږيدلي دي .