Posts | Comments | E-mail /

ځینی کړی او اشخاص غواړي چې دسولې روانی هڅې سبوتاژ کړې

Posted by on Jan 17th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

\سلام خان

شاوخوا یوه میاشت کیږي چې په قطر کې طالبانو ته د یوه دفتر د پرانستلو خبرې تودې شوي اوطلبانو هم په دې اړه موافقه ښودلې ده،د خبرو، روغې جوړې او سولې د بهیر له ګړندی کیدو سره دخلګو  هیلی دسولی سره نسبت بل هر وخت ته زیاتی شوی دې او دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو د متوسطو قومندانانو یوه لویه برخه د افغانستان د دولت چارواکو او امنیتي مسوولینو ته مراجعه کوي او د سولې او روغې جوړې له بهیر سره هره ورځ یو ځای کیږي،د افغانستان د استخباراتو او یا د ملي ملي امنیت عمومي ریاست دراپورونو پربنیاد، له طالبانو سره د خبرو تودیدل د دې سبب شوی، چې د دې ډلې د منځنۍ کچې یو شمېر قومندانان د سولې له پروسې سره یو ځای کیدو ته زړه ښه کړې په دی هکله دافغانستان،د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشعل د تیری دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ چې په تیرې یوې میاشت کې په بیلابیلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو اته ډلې چی تعداد یی نژدی سل تنه کیږې په قندهار ،هرات،لغمان،بادغیس،او کنړ ولایتونو کی له خپلو قومندانانو سره  له دولت سره یو ځای شوي دې،خو طالبانو تر دې مخکې د ملي امنیت د ادارې هغه راپور رد کړی و، چې ګنې د دې بهیر له پیلیدو سره یو شمېر طالبانو له جګړې لاس اخیستی دی،دوی په خپلې یوې مطبوعاتي اعلامیې کې دا د ملي امنیت د ادارې تش تبلیغات بللي وو او د مذاکراتو ترڅنګ یې د جګړې په دوام هم ټینګار کړی و،دغه راز وسلوالو طالبانو هغه خبره رد کړه، چې ګوندې د دوى مشر ملا عمر د يوه فرمان په وسيله له خپلو وسلوالو غوښتي، چې د سولې د روانو خبرو اترو تر پايلو پورې دې جنګ بند کړي،د وسلوالو طالبانو د مشر ملا محمد عمر دغه فرمان په يوه اخباري کاغذ په پښتو ژبه ليکل شوى او  د جدی په ٢٦مه، له غرمې وروسته په کابل کې  د ځينو رسنيو دفترونو ته ورکړل شوى دى،په دې فرمان کې د ملا عمر له خوا د اوربند کولو او د مذاکراتو لپاره د ځانګړو کسانو د ټاکلو په اړه خبرې شوې دي..

خوبیاهم د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، دغه فرمان او راپورونه په کلکه رد کړي او خپور شوى فرمان يې جعلي بللى دى،د طالبانو د مشر ملا عمر ياد شوي فرمان پاڼه کې راغلي دي: ((په افغانستان کۍ د اوسني وضعيت په پام کې نيولو سره او په نړيواله کچه د اسلامي تحريک د موقف د لاپياوړتيا په خاطر اوس په کار دي، چې د تېرې لس کلنې دورې، تېروتنې او اشتباهات په پام کې ونيسو او له دغې وضعې څخه د اسلامي تحريک د موقف د لاټينګښت په خاطر پوره پوره ګټه واخلو))په دې فرمان پاڼه کې امريکا سره د طالبانو د خبرو اترو او د قطر د دفتر په اړه مثبتې څرګندونې شوې او د ملا عمر له خولې ليکل شوي دي: ((زه به هېڅکله داسې تاريخ پرېنږدم، چې زما مشرتوب او اسلامي تحريک ته څوک ګوته ونيسي، دا چې نن امريکا موږ سره مذاکرې ته چمتو شوې، دا زموږ بريا او د تحريک لوړ موقف بيانوي))په دې فرمان کې ملا عمر ويلي، چې امريکا سره مذاکرې لپاره دوى څو ځانګړي کسان ګومارلي، له دوى پرته بل څوک د تحريک استازيتوب نه شي کولى؛ خو په دې فرمان کې دغه کسان نه دي په ګوته شوي،دغه راز په دې فرمان کې ملا عمر ټولو طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې د مذاکراتو د پايلې تر روښانه کېدو پورې دې په خپلو عملياتو کې نرمي راولي او د ولسي خلکو په منځ کې له عملياتو کولو ډډه وکړي،د فرمان په درېيمه ماده کې راغلي دي: ((زموږ مرام له افغانستان څخه د بهرنيانو وتل او د يوه اسلامي نظام رامنځ ته کېدل دي، که زموږ ټولې غوښتنې ومنل شي، نو مذاکرات، دې مرام ته د رسېدو يوه لاره ګڼو او په دې لاره کې خنډ پيدا کوونکي زموږ دوستان نه شي کېداى))

د دې فرمان په پاى کې د ملا محمد عمر نوم او د دوى ټاپه لګېدلې او د روان هجري کال د صفر المظفر لومړۍ نېټه، چې د مرغومي له شپږمې سره سمون لري، ليکل شوې ده،د دې فرمان له وېشل کېدو څو دقيقې وروسته، د وسله والو طالبانو د يوه ويندوى ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته د برېښناليک له لارې دا فرمان رد کړى شو.

مجاهد په دې برېښناليک کې ليکلي دي: ((د افغانستان اسلامي امارت په عنوان يوه جعلي اعلاميه په  يوه کاغذي پاکټ  کې د ځينو رسنيو دفترونو ته وروړل شوې ده، چې د ځينو نويو مسايلو په اړه په کې څرګندونې شوې دي او دا هم په کې ويلی شوي، چې طالبان بايد خپل بريدونه کم کړي))د سياسي چارو شنونکى بیا وايي، چې دا کار په سيمه کې د کورنيو او بهرنيو استخباراتي کړيو له خوا شوى دى،چې له دا ډول کارونو څخه هدف دادی، چې استخباراتي کړۍ غواړي د طالبانو په منځ کې بې باوري پيدا کړي او غواړي دې کار سره طالبان کمزوري کړي ،اوغواړی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې اترې سبوتاژ او د دوى ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړی.دیوه تازه را پور له مخی، طالبانو د فدرالي نظام  په اړه په برلېن کې جوړه شوې غونډه دیوی ځانګړی اعلامیی په طرځ کی په کلکه  غندلې او دا يې د هېواد د تجزيې يوه هڅۀ بللې ده. د طالبانو له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په برلېن کې جوړه شوې غونډه د امريکايانو له لوري تمويل شوې اورابلل شوی وه او امريکا غواړي په افغانستان کې د يو شمېر جنګسلارانو په واسطه فدرالي نظام رامنځته کړي،د طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي، دوى د افغانستان پر ملي يوالي د ټينګار په ترڅ کې هر هغه چا ته د دوښمن په سترګه ګوري، چې د فدرالي نظام له لارې د هېواد د وېش هڅه کوي،طالبانو د جرمني له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جګړې د تودولو او د دوى په وينا د نوو غمېزو په رامنځته کولو کې د سازش برخه و نه ګرځي.

د افغانستان د اسلامي حزب د ګوند مشر ګلبدين حکمتيار، دتیری يکشنبې په ورځ له افغان اسلامي آژانس سره په يوه مرکه کي ويلي دي چي هغه په افغانستان کي د جگړې د پای ته رسېدلو له پاره د سولي خبرو ته چمتو دئ،هغه

 ويلي دي چي د هغه حزب لا پخوا د کابل او واشنګټن له دولتونو سره خبري کړي دي.حکمتيارداهم ويلي دي چي په افغانستان د سولي پرسر هره موافقه بايد له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د دغه هيواد خپلواکي تضمين کړي،حکمتيار په داسي حال کي سولي ته خپل چمتوالی اعلانوي چي په روانه مياشت کي طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي له امريکا سره په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرنيستلو په اړه لومړنۍ موافقې ته رسيدلي دي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars