Posts | Comments | E-mail /

پښتوستونزه نده بلکې پښتو او پښتنو ته سپکاوی ستونزې رازېږوي

Posted by on Jan 17th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حبيب الله غمخور

دپښتوسره دښمنۍ ته ملاتړل دلېونوکاردی

پښتوستونزه نده بلکې پښتواوپښتنوته سپکاوی ستونزي رازېږوي .

پدې بڼه اوله دې تاکتيک نه په استفادې سره  فرهنگی مرسته  اوگډکارزموږلپاره ناخوالي پېښوي ،دتاجکستان اوايرانی چارواکوپه کلکه غوښتنه لروچي دافغانستان په وړاندي خپلوخبرواواصطلاحاتوته متوجه اوسي  .

نوی له بهرنی سفرنه راغلم، ستړۍ هلاک،دشپې ډوډۍ مې لانه وه خوړلې چي کمپيوټر مي روښانه کړ ، ترڅوپوه سم دکمپيوټر په نړۍ که څه حال دی ،کله چي نوبت دتاندويب پاڼې ته ورسېد هلته مې سترگې پردې خبرولگېدې چي عنوان ئي وو : ((تاجک چارواکي وايي پښتو ژبه د فارسي ژبو هیوادونود تلویزون خنډ شوې .))هک پک پاته سوم چي دوي ولي له  پښتنوسره دښمنۍ ته ملاوتړل ؟ داولي دومره ليونی سول چي دپښتنواوددوي له ژبې سره دښمنی کوي ؟

زه ټولوژبواودهغوي ويونکوته  درناوی لرم خودهغونه نفرت لرم چي ځان پر بل تپي اوياپربل لوړبولي . زمالپاره ژبه دافهام اوتفهيم اودبلي خواديوه ملت دهويت څرگندولواوپېژندلوروښانه وسله ده .يعني هغه ملت چي خپله ژبه نلري هغه ملت مړدی . دژبې اوژبنيواړېکو په برکت ديوه ولس تاريخ اوتاريخي وړياړونه پېژندل کيداسي .

راځم دې ته چي موږ ډير پخواددې خبرې په هکله احتجاج کړی اودې نوم ته چي افغانستان فارسي ژبۍ هيوادبولي  دنفرت په سترگه کتلې.افغانستان فارسي ژبۍ هيوادنه دی دلته غوڅ اکثريت پښتانه اوترهرچائي زياته قرباني ورکړې اوددې وطن دتيراوراتلونکي په هکله ترهرچازيات مسوليت لري .دپښتنوتر څنگ زموږ سره تاجک،هزاره ،ازبک ،ترکمن، پشه يي،نورستاني،چارايماق،هندوان ،گوجراونورواړه قومونه دهيوادپه مختلفوسيمو کښي گډ ژوند لري ،چي بېله تاجکودانورټول ځانته خپله ژبه لري اوپه خپله ژبه خبري کوي چي نوم ئي دتاجک چارواکودپوهېدولپاره فارس نه دی بلکه دبېلگې په توگه ازبک په ازبکي ،ترکمن په ترکمني اوهمدا نوروهريوپه خپله مورنۍ ژبه خبري کوي  چي دهمدې ژبې دنوم په نامه ئې قوم هم يادېږي .ځکه دانوم ورته بېگانه اودايراني اخوندانولخواپر تپل سوی ښکاري .

موږ ټول دافغانانواوهيوادمو دلوي احمدشاه بابادوخت نه چي دلومړني مرکزی دولت خښته ئي په تاريخي کندهارکي کښېښودل  سوې ترنن اوڅوچي ژوندي يودافغانستان په نوم يادېږي .داچي په افغانستان کي دری ژبه دولتي گرځېدلې داددولتي حاکمانوهغه تاريخي خيانت وواودی ، کوم چي تر نن پوري ئي ددې ملک لوي اکثريت ژبې (پښتو)سره کړی اوهغې ته ئي په سپکه سترگه کتلي .که څوک خفه نسي همدا دپښتنو سره ددښمنۍ دليل دی چي ديوه چارواکي پښې هم  په دولتي واک کي گيرسوی نه دي .تاريخ ثابته کړې پښتنواوپښتو ته سپکاوی دسپکاوی کوونکودبربادي لامل گرځېدلی اوپدې کارسره دوي په خپل لاس قبرځانته کېندلئ دی .

داچي پښتانه لوي قوم دی لوي مسوليتونه اوپراخه حوسله لري،ځکه ئي په هيوادکي دمېشتوقومونوژبې زده دي .

 په همدې مسوليتوباندي په پوهېدوسره دوي دټولووړوقومونوسره دورور په بڼه ژوندکړی اوددوي ژبي،مذهب ،عنعناتواونوروکلتوري توکو ته چي له نېکه مرغه اوس ترډيره بريده يواوبل ته سره نږدې سوی يايوشان دي درناوی کړی ،داپروسه به تر څويوپښتون ژوندی وي همدا ډول  دوام ولري .  دا چي زموږ دهيواد هويت ته يوبېگانه په خپله خوښه تغير ورکوي، موږ ورته حيران پاته سو .پوهيږم يوپښتون دښمنه به سم دواره ووايي چي ښاغلی کرزی هم دامني چي افغانستان فارسي ژبۍ هيواد دی ،خوپه ځواب کي دابايد ورته ووايم چي دادکرزی خپل نظردی،متاسفانه کرزی ونسوه کولاي دخپل حاکميت په دوران کي دملت استازيتوب وکړي اويادملي افتخاراتواوگټونه دفاع وکړي .

پدې وروستيوڅولسيزوکښي دپښتنوکورنيواوبهرنيودښمنانوډير تلاښ وکړچي پښتانه کم کړی خوله نېکه مرغه  لږ نسول اولږ به هم نسي . همدا اوس زموږ گاونډيان داسلام دسپېڅلې دين له نامه څخه دبهرنيانوپر خلاف جگړې په نامه متاسفانه ديوشمير خرڅ سوواونوروبهرنيونوکرانو پوسيله دپښتنوله منځه وړلوته ملاتړلې،په يوه اوبل نامه((څوک ئي په واسکټ اوڅوک ئي په راکټ ))  وژنی ،هديرې په ډکې سوې خو وطن تري خالي نسو .

دادی وارترتاجستاني دوستانوپوري ورسېد چي ترډره بريده دايراني اخوندانوتر تاثيرلاندي خبري کوي اوداچي ولي په دليل ئي هم پوهيږم ،خوددوي پټ اوښکاره مجبوريتونه اودولتي حاکميت کي پاته کېدل نه بايد دوي ته داحق  ورکړي چي زموږ دهيواد غوڅ اکثريت اودهغه ژبې ته په سپکه سترگه وگوري اويازيان ورسوي .

که زموږ گاونډيان غواړي زموږسره په رشتيا بې غرضه فرهنگي روابط ولري نودپښتنوڅخه دي ډار نلري،پښتانه پدې پوهېږي چي ددې ملک اکثريت دوي جوړوي ،پدې هم پوهېږي چي ددې ملک دلږکيوپه هکله هم ملي مسوليت لري،خو پدي کچه نه چي دملک نوم اونښان ته زيان ورسېږې  .

داخبره پدې معنا نده چي دژبو اوتوکمونوسوداگر ووايي،ودې ليدل ؟ دوي څه وايي؟داپدې معناده چي که دافغانستان هر چارواکی ديوهيواد سره دفرهنگي اړېکو په برخه کي تړون اويالوز کوي نودې ټکې ته بايد جدي پام وکړي چي پدې ملک کي ډيره کی څوک دي . که زموږ نالوستی سياستوال دې ټکې ته پام نه کوي اوځان پر نړيوالوپلوري نونړيوال رانيونکې دي دې ټکي ته جدي پام ولري چي دپښتنوپرخلاف اودهغوي دسپکاوي اوياله نظره غورځولوپه حالت کي هره وعده چي دافغان چارواکوپه نوم دکوم بهرنی هيوادسره کيږي هغه دپلې کېدو وړنده اونه ئې هم دپلې کېدولپاره څوک موافق اومرسته کولاي سي .

داځکه چي زموږ په اساسي قانون کښي دوي ژبې (پښتو اودري ) ملي اودانوري مچلي ژبي دي خوداپدې معنانده چي له نظره وغورځول سي ددوي ژوبوته درناوی اودهغوي دپياوړتيالپاره دولت قانوني مسوليت لري .

که دافغانستان سره ټولې اړېکي دوينودښارگونودپرېکولوله لاري وي،نو ويني به بهيږي،خودغه اوياهغه بې بنياده او افغان دښمنه لوزنامه به دپلې کېدو امکان ونلري .

مادايران ددې ماهرانه تلاښونوپه وړاندي ډيرپخوايوليکنه کړې وه چي ((افغانستان فارسی ژبی هيواد ندی ))اوس هم هغه خبره کوم چي افغانستان فارسی ژبی هيواد ندی اودافغانستان سره هرډول کلتوري معامله او،مناسبات زموږ دټولې دعينی واقيعتونوپر بنياد بايد مطرح وي نه دايران پلوودانقلابي اوپرتوم طراقه اصطلاحاتو .

که له تاجکستان څخه ددريوهيوادولخواگډتلوېزيوني چينل خپرونې کوي نودافغانستان لپاره اويادافغانستان په برخه کښي بايد ډيره ونډه پښتو،بيادري ،ازبکي،ترکمنی،هزارگي اونوروژبوته هم ورکړه سي،داځکه چي دافغانستان ،ايران اوتاجکستان ترمنځ قومی اوټولنيزجوړښت کاملأ توپيرلري ،په ايران کي په ټولوفارسی وايي اوپه تاجکستان کي اوسنی چارواکي کوښښ کوي دروسي طلاتم نه دنجات مندلوپه خاطر په ټولوفارسی زده کړي .دتاجکي چارواکودغه تلاښ دايراني اخوندانوله سيمه ايزسياست نه سرچينه اخستې .ايراني چارواکي ډير تلاښ کوي هلته دژبې اومذهب له لاري خپل نفوذ پراخ کړي .هلته هم دکرزی پشان چارواکوته پيسې لېږي اوسياسي رشوتونه ورکوي .

ولي افغان چارواکي په افغانستان کي دپخوانيواو اوسنی اساسي قانون له مخې داډول واک نلري اونه هم پښتنوکله دنړۍ نورلوي قومونه داغوښتی چي دافغانستان ټول اوسېدونکی دي يوازي په يوه ژبه )پښتو)خبري وکړي،لکه په المان کښي په جرمني ،په روسيه کښي په روسي،په فرانسه کي په فرانسوي،ايټالياکي ايټالوي اونور .

په حقيقت کښي دپښتنودغه پراخ نظر اووړقومونوته درناوی درلودل پښتانه په ټوله نړۍ کښي له نورولويوقومونونه جلاکړي دي؛خودغه پراخه حوصله اولوينه ددې لامل نشی کېداي چي نورپرې ملنډي ووهی.

راسئ په سوله،دوستۍ،تفاهم اويوبل ته ددرناوی په روحيه دښوگاونډيانوپه توگه ژوندوکړو،دنوروپه سپکاوی کښي دخپل عزت نه موندل کيږي .

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars