Posts | Comments | E-mail /

لا تر اوسه په قطر کې هر څه مبهم دي

Posted by on Jan 16th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

رحمت اله روان


په داسي حال کي  چي دافغانستان دکشالی دحل په باب اوس ټول دې نتيجې ته رسېدلي دي چي په دغه هیواد کي سوله د خبرو له لاري راتلای سي نه د جنگ، ونوموړی هدف ته درسیدو پخاطرد امریکايي مقاماتو او طالبانو خبرې، چې له نژدې یو کال راهیسي د جرمني او قطر په مرسته دوام درلودی  په نتجه کی،طالبانو په قطر کې د خپل دفتر د پرانيستلو او په دغه دفتر کې د خپلو استازو  د موجوديت خبر ورکړی دی. د رېپوټونو له مخې، طالبانو د يوه خبرپاڼې په خپرولو سره  دا هم ويلي، چې دوی د افغانستان د حکومت اساسي قانونو نه مني، خو د جګړې د پای لپاره د خبرو اترو پلوي کوي اودا خبری دتسلم یدو په معنا نه دې.

له هغه وروسته چي طالبانو تيره اونۍ په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چي له متحده ايالاتو سره په قطر کي د يوه دفتر د پرانيستلو په اړه يوې موافقې ته رسېدلي دي، د افغانستان په دننه او د باندي کي ئې بېلابېل غبرګونونه را وپارول، سم دستی د مختلفو عکس العملونو او شخړو سره مخامخ شو ی، داچی دافغانستان حکومت دمذاکراتو له پروسی ځخه شاته پاتی شوی وو کله چې په قطر کې د سولې مقدماتې خبرو ځخه معلومات تر لاسه کړل په لومړی اقدام کی یی دافغانستان سفیر له هغه هیواده ځخه را وغوښت،وروسته له هغه جمهور رییس حامد کرزي خپلو امریکایي ملګرو ته ضرب الاجل صادر کړ،امریکایان یی له یوه سخت حالت سره مخامخ کړل او ورڅخه یې وغوښتل چې د باګرام یا پروان زندان په ګډون، په هېواد کې د امریکایي ځواکونو ترواک لاندې د ټولو زندانونو چارې دې د دېرش ورځو په مودې کې افغان حکومت ته وسپاري او د دغه کار د عملي کیدو پخاطر جمهور رییس کرزي له نیوز ویک مجلې سره په مرکې کې له امریکایانو څخه دوې غوښتنې وکړې: یوه دا چې، امریکایي ځواکونه باید سمدستي د شپې یرغلونه او حملې بندې کړې او په دوهم قدم کې باید د پروان زندان چارې افغان حکومت ته وسپارې او ویلی یی دی چی،دا دوې مسالې زموږ له حاکمیت څخه سرغړونه ده او موږ غواړو، چې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون له لاسلیک مخکې باید دا دوې مسالې حل شي،ډيلي بیسټ ورځپاڼی دحامد دکرزی دڅرګندونو اودافغان حکومت دعجلی په باب په یوه تبصیره کی لیکلی دې چی، امریکایي چارواکي پوهیدل، چې افغان حکومت غواړي په زندانونو واک حاصل کړي، خو فکر یې نه کاوه، چې افغان حکومت به په دومره عجلې او یا کم وخت کې د زندانونو د چارو د انتقال غوښتنه وکړي،ورځپاڼه زیاتوي، له کومې ورځې چې جمهور رییس کرزی پوه شوی، چې د ده په غیاب کې د امریکا، اروپا او طالبانو تر منځ پټې خبرې روانې دې او په قطر کې طالبانو ته د دفتر په پرانستلو توافق شوی، معلومه خبره ده، چې په قهر او غوسه شوی دی.دا چې ولې افغان حکومت په دې کار کې عجله وکړه؟ ارګ په دې اړه څه نه وایي، خو د طالبانو یوه پخواني جګ پوړي چارواکې چې دا مهال په کابل کې اوسیږي، ورځپاڼو ته ویلی دی چی ده حامد کرزی، په دې غوښتنو کې یو منطق شته او هغه دا چې، کله چې افغان حکومت د طالبانو په بندیانو واک ولري، په هغه صورت کې له طالبانو سره ښې چنې وهلای شي،جګ پوړو طالب مشرانو ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته ویلي، په روان وخت کې یعنې د خبرو په مقدماتي پړاو کې دوی له ګوانټانامو زندان څخه د خپلو جک پوړو او مهمو مشرانو د خلاصولو غوښتنه کړې او د هغوی د خوشي کولو هلې ځلې کوي.خو دافغانستان  جمهور رییس کرزی غواړي، چې دا معامله باید د ده له خوا تر سره شي

په همدې ترڅ کي د افغانستان د شمالي ایتلافونو يو شمير مشران دتیری دوشنبې په ورځ د آلمان په پلازمېنه برلين کي د څلورو امريکايي سناتورانو سره يوځای د افغانستان د سولي د بهير په وړاندي خپل مخالفت اعلان کړ،د برلین دا غونډه د ځینو امریکایي کانګرس مینانو په بلنه د تیری دوشنبې په ورځ جوړه شوه، چې په کې د افغان ولسمشر پخوانې مرستیال احمد ضیاء مسعود، محمد محقق، د استخباراتو پخوانې مشر امراله صالح او جنرال دوستم ګډون کړې دی،که څه هم د غونډې د اجنډا په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د محمد محقق له قوله د راه فردا راډیو ټلویزیون په یوه اعلامیه کې ویل شوی دی، چې په غونډه کې د بدلون خبرې شوي او له وسله والو طالبانو سره د خبرو په روان بهیر انتقاد شوې دی،د اعلامیی له مخې په غونډه کې په افغانستان کې په یو غیر متمرکز نظام، چې له ولسمشر نه ځینې واکونه اخلي ټینګار شوې، د هېواد د اساسي قانون په ځینو موادو کې د بدلون او د پارلماني نظام سپارښتنه شوې ده،د ملي جبهې په نوم د دې نوي سیاسي ایتلاف رییس احمد ضیا مسعود هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې دوی په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتونکي دي او ویې ویل چې دا مهال د هیواد شرایط دا رنګه نظام ته برابر نه دي، مسعود ویلی دی، چې دوی په هیواد کې له قانوني لارو چارو د پارلماني نظام غوښتونکي دي او د برلین په غونډه کې هم په همدې مسالې بحث شوی

له يو شمېر افغانانو سره دا انديښنې را پيدا سوي چي گويا اوس يوار بيا هغو کسانو ته واک ور کول کيږي، چي د ډيرو بشري حقونو د سازمانونو له خوا په جنگي جنايتونو او ډله ييزو وژونو تورن سوي دي،کارپوهان وايي، چي دغه ډول خبري اتري د افغانستان ستونزه نه سي حلولای،افغان کتونکي خبردارې ورکوي، چې په اوس وخت کې د هېواد په سیاسي نظام کې هر ډول بدلون به افغانستان د ویش له ګواښ سره مخ کړي،دغه کتونکي، چې دتیری سې شنبې په ورځ د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز په نوښت راټول شوي وو، په قطر او برلین کې روانې غونډې مبهمې وبللې او ویي ویل، چې دغو هڅو د هېواد د روانو حالاتو په اړه ځینې اندیښنې زیږولي دي،د دې مرکز مشر غفور لیوال د برلین ناسته، چې په کې د افغانستان لپاره د فدرالي نظام نعره پورته شوې، هم د اکاډمک او هم د اجرایوي پلوه تر پوښتنې لاندې راوستله، هغه ویلی دی که د برلین ناستې  یوه علمي او څیړنیزه غونډه ده ولې یو شمېر پوځي قومندانان وربلل کیږي؟، که دا د اجرایوي سیاست یوه ناسته ده چې هلته به د افغانستان د سیاستونو په اړه بحث کیږي ولې د یوې سیمي او ولې د یوه خاص جهت سیاسي نظريي پلویان په هغه کې ګډون کوي؟،خو بل افغان کتونکې عبدالحمید مبارز، چې د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز په بحث کې یي ګډون کړې وو په اوس مهال کې د فدرالي نظام پلې کول د هېواد د ویش یوه هڅه وبلله اوویلی یی دی هغه څه، چې اوس مهال موږ ته حساسیت او خطر رامنځ ته کړې هغه دا، چې زه د برلین د غونډې، چې د فدرالیزم په اړه خبرې کوي او د امریکا دا پروژه، چې غواړي د هېواد نهه ولایتونه طالبانو ته وسپاري، څو هلته طالباني نظام حاکم شي ترمنځ  یو ډول ارګانیک اړیکه وینم ،له دی سره به افغانستان په شمال او جنوب وویشلی شې او وایی چی همدا دهیواد دویش پیل دې

د افغانستان د چارو کار پوه آلمانۍ پروفيسر يوخن هيپلر وايي چي طالبان اوس يوازي د دې له پاره سولي ته چمتوالی ښوولی چي ښکاره کړي چي د دوی مقاومت اوس د نړيوالو له خوا په رسميت پيژندل شوی دئ،د هيپلر په خبره آلمان غواړي د افغانستان د سولي په بهير کي ښه نقش ولوبوي او له همدې کبله که له يوې خوا له طالبانو سره په قطر کي د دفتر د پرانيستلو په اړه مرسته کوي له بلي خوا په برلين کي د دغي طرحي مخاليفيونو ته هم د نظر د ورکولو موقع ورکوي،نوموړی ویلی دی چی المان غواړی دسولی په بهیر کی دټولو نظرونه را واخلې،پروفيسر يوخن هيپلر په دې اند دئ چي په افغانستان کي يوازي هغه وخت سوله راتلای شي چي په دغه هيواد کي يو مستقل او له خلګو څخه جوړ حکومت جوړسي،په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیی په خپرولو سره ویلي، چې د اساسي قانون پر بنسټ له یو موټي افغانستان نه ملاتړ کوي او د دې خلاف هره وینا بې بنسټه ده،په اعلامیه کې ویل شوي، چې رورا باکر او د هغه همکاران د امریکا د کانګرس مینانو په توګه په برلین کې دي او دوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د اجراییه قوې د کومې بلې څانګې استازیتوب نه کوي

دجرمنی غونډې ته د ډاکټر عبداله په ګډون د افغان حکومت ځینې نور سیاسي مخالفین هم وربلل شوي وو، خو په کابل کې ددوی استازي وایی، چې دوی  د برلین په غونډه کې  د دې لپاره ګډون ونه کړ چې د هغې د جوړوونکو له نیته خبر نه ول او له بلې خوا په دې کنفرانس کې د افغانستان د فدرالي کېدو پر مسلې بحث کېده چې دا د ملي ايتلاف په تګلاره کې شامله موضوع نه ده،ملي ایتلاف د مرکزي حکومت د اختیاراتو د کمېدو ملاتړ کوي او وايي چې والیان دې انتخابي وي او ریاستي سیستم دې په صدراتي بدل شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د اسپن انستیتیوت له خوا د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د څو غړیو او د افغانستان د شمال د څو تنظیمي مشرانو ترمنځ له جوړې شوې غونډې سره بې تعلقي وښوده ددغه وزارت په یوی ځانګړی اعلامیه کی ویل شوی دې،چی دا وزارت په دې خبر دی چې د اسپن انستیتیوت په بلنه د امریکا د کانګرس د غړو او د ځینو افغان سیاسي شخصیتونو ترمنځ خبرې شوي دي. خو د دغو خبرو لپاره د تیاري او د غونډې د ترسره کولو مسؤولیت د اسپن انستیتیوت په غاړه و. د جرمني د فدرالی حکومت استازو په دغه غونډه کې برخه نه درلوده،د جرمني اتحادي جمهوریت له هر ډول هغو غوښتنو سره همنظره نه دی چې له نړیوال تفاهم سره په تضاد کې وي،د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم  په یوه اعلامیه کې د برلین غونډه غندلی ده او ويلی یی دی چی ،دافغانستان اسلامی جمهوری دولت هره هغه هڅه په کلکه غندي چې په هیواد کې ملي یووالي ته زیان رسوي،دبهرنیو چارو وزارت د برلین غونډه، چې یو شمیر افغانان وربلل شوي وو، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه بللې او غوښتنه یې کړې، چې په راتلونکي کې باید دا ډول کړنې تکرار نه شي،د افغانستان حکومت لا مخکی ویلي و چې دوی د قطر د خبرو او هلته د طالبانو د دفتر د پرانستلو مخالفت نه کوي خو ملاتړ یې هم نه کوي،راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت په قطر کې له طالبانو سره پر پیل شوې پروسې راضي نه دی

لا تر اوسه په قطر کې هر څه مبهم دي ځکه ،چې امریکایان دخپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه څه نه وايي په قطر کی دطالبانو ددفتر دپرا نستلو په باب دځینو را پورونو پر اساس دطالبانو په لیکو کی هم در ځونه تر سترګو شوی دی، د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو یو قوماندان وایي، زیات شمېر طالب وسله وال د قطر د خبرو په اړه حیران او په اصطلاح ګنګس دي،اویوشمیر طالب وسله وال یا جنګیالې داسې انګېري، چې مشرانو یې له دوی سره ناځواني یا خیانت وکړ او یو ناڅاپه یې د سولې خبرو ته لیوالتیا وښودله،طالبانو تل له خبرو مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کوله، خو دا مهال د طالبانو مشرتابه، د قوماندانانو له خبرولو پرته خپل دریځ بدل کړ.  د طالبانو دی قوماندان ویلی دی چی، د مشرانو دا عمل مذهبې انتحار یا ځان وژنه ده،پاکستان هځه کوی چی دامریکا او ملا محمد عمر دواړوپر ضد دطلبانوبله ډله را منځ ته کړې چی ددغی ډلی مشری به  دملا اغاجان معتصم پر غاړه وې نوموړی مخکی دملا محمد عمر سیاسی مرستیال و چی وروسته یی خپله لاره دملا محمد عمر ځخه جلا کړی ده، په ځینورسنیو کی د وحید مژده  له قوله داهم ویل شوی دی چی په ملا محمد عمر باندی په پاکستان کی دقتل سوء‌ قصد شوی و ولی نومړی ته کوم ضرر نه دی رسیدلی او وروسته له هغه دپاکستان ځخه وتلی دې او هغه کس چی دملا محمد عمر دوژلو قصد یی در لود زخمی شوی دی اووحید مژده په خپلو ځر ګندونو کی ورادیویی ازادی ته ویلی دی  چی هغه کس اوس په افغانستان کی تر درملنی لاندی دې. پاکستان او افغانستان غواړي ،چې په ترکیه کې د طالبانو دفتر پرانیستل شي ځکه دا دواړه هېوادونه په قطر کې دطالبانو ددفتر مخالف دي ،دطالبانو خوځښت پر دوو برخو ویشل شوی دی، یو یې د پاکستاني طالبانو برخه ده او بله هغه یې له امریکا سره دخبرو اترو برخه ده چی مشری یی دملا محمد عمر په غاړه ده چی خپلو ټولو پلویانو ته یی امر کړی دی چی قطر ته سفر وکړې..

 داچی اوس ټولی خواوی دی نتجی ته رسیدلی دی چی  په افغانستان کی سوله دخبرو له لاری راتلی شې نه دجنګ او زور له لاری  باید نړيواله ټولنه اوهم افغان حکومت  د تيرولسو کلونو لاس ته راوړني د ګواښ سره مخامخ نه کړي،  امريکايي سناتورانو بايد د افغانستان له اصلي ټولو استازو سره د هغه هيواد په دننه کي ووینی   امريکا اومتحدین یی په مجموع کی باید د افغانستان په وړاندي يو مشخص  دريځ و لري. د افغانستان په سياسي صحنه کي بايد ټولي ډلي مساوی ګډون ولري، دولت مخالفين هم بايد د سولي له پاره داسي شرطونه چي عملي نه وي تعين نه کړي او د يوه معقول اپوزيسيون په توګه بايد د خبرو اترو مېزته کښېني.پای

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars