م. خبريال
پرون د طلوع تلويزيون په «كنكاش» پروګرام كې د وحدت اسلامي ګوند يوې ډلې مشرحاجي محقق مركه درلوده. له نوموړي سره مركه د برلين د وروستۍ غوندې په اړه وه، چې په ولس او رسنيو كې يې پراخ منفي غبرګون درلود.
د ښاغلي محقق خر هم په دې مركه كې په خټو كې نښتى ؤ، سره له دې چې نوموړي هڅه كوله د ژورنالست ګړنديو پوښتنو ته ځواب وركړي، خو ځوابونه يې نه د طلوع د ژورنالست د قناعت وړ وو او نه د عام اوريدونكي.
ښاغلي محقق د جرمني د يوې موسسې په بلنه برلين ته تګ او د يو شمير ا مريكايي كانګرس مينانو سره د نظام د بدلون پر سر مشورې ډيره عادي خبره بلله، ويل يې د همدغه حكومت بنسټ په بن كې كيښودل شو، حكومتي چارواكي هر وخت له بهرنيانو سره غونډې او كنفرانسونه كوي، موږ هم همدغه كار كړى دى.
نه پوهيږو چې محقق پخپله دومره ناتوانه دى چې د لس كاله پخواني او اوسني افغانستان وضعه سره يو شان ګڼي، او دا چې د اوسني نظام بنسټ د جرمني په بن كې ايښودل شوى دا په كوم منطق ددې جواز كيداى شي چې نور افغان، هره ډله او ګروپ له هر بهرني سره په هر ډول اجندا ناستې ولاړې كولاى شي. دا چې حكومت هر وخت له بهرنيانو سره غونډې لري نوهر څوك حق لري چې دغسې غونډې ولري، كه د ښاغلي محقق استدلال رښتيا وي، بيا حكومت ته څه اړتيا ده؟ په حكومتي نظام كې هم له بهرنيو لوريو سره د بهرنيو چارو وزارت، دپلوماتيك آداب او اصول او يو لړ پابندۍ ولې د اصولو په توګه منل شوي دي؟
محقق په دې مركه كې له حكومت او نظام سره د پټ پټوني پر لوبه زيات تر بوج لاندې راغى ځكه چې دا رښتيا هم يوازې د ا فغاني خيراتي ډيموكراسۍ ځانګړتيا ده چې يو څوك هم د واك امتياز خوري او هم د اپوزيسيون، او دا بيا د ښاغلي محقق يو بيخي ځانګړى امتياز دى چې په تيرو لسو كلونو كې د ارګ د نوازشونو باران هم پرې اوريدلى او د روراباكرخيلو د رحمت سيورى هم پرې پروت دى، پردې سربيره د تركتبارانو داعيه هم پالي، همدغسې ښاغلى محقق د سولې عالي شورا غړى هم دى، په هره مشوره كې شريك هم، خو بيا هم له بهرنيانو سره ځان دمحرومينو! علمبردار بولي.
د طلوع د ژورنالست څو پوښتنې پر همدې مساله وې چې كه له حكومتي بهير سره مخالف يې بيا استعفى ولې نه وركوې؟
محقق دا چيرته ويلاى شواى چې دده موخه په يوه ټكټ دوې مزې دي.
واقعيت دا دى چې زموږ په دغه برګه خيراتي تپل شوې ديموكراسۍ كې ډير څه د «شپې چاپو» په څير پر افغان ولس او نظام تپل شوي دي. داسې چې نه په لويديزه ديموكراسۍ كې د هغو نمونه شته او نه امريكا او اروپا دخپلو ولسونو لپاره دغه تپل شوي اصول غواړي.
هلته حكومتونه او د مدني ټولنې او سياسي ډلو په شمول ټول لوري د يوه هدف لپاره استخدام دي. د امريكا له ولسمشره تر ګالبرايت او روراباكر او نورو پورې ټول په همدغه يوه اجندا كار كوي چې څنګه د نورو هيوادونو خلك،سياسي ډلې، حكومتونه او وګړي د امريكا د ګټو لپاره وګوماري، زموږ بدمرغۍ هم همدغه دي چې د محقق او ضيا مسعود په څير څيرې مو فكر كوي چې څومره مو حكومت له بهرنيانو سره هر ډول معاملې او اړيكې درلوداى شي همدومره هر يو دغه حق لري، دغه ذهنيت كه په هر سبب وي زموږ د بدمرغۍ نښه ده، كه پر ولس د بې شعورۍ په ګومان وې او كه دخپلې بې شعورۍ زيږنده.
ښاغلي محقق او دده ائتلافي ملګري د هغه كليوال په څېر دي چې كله به يې له كوم كليوال سره په څه خبره د خولې خوند خراب شو بيا به راغى له مشرانو به يې غوښتل چې ده ته په جومات كې خپله برخه وربيله كړي، ويل به يې چې زه مې په د ې خپله برخه كې لمونځ نه كوم ډول پكې وهم.
محقق او ملګرو ته يې اوس دا څوك ووايي چې جومات نه ويشل كيږي او نه ډول پكې وهل كيږي.