Posts | Comments | E-mail /

په قطر کی دطالبانوددفتر پرانيستل د تسليمېدوپه معنا نه دې

Posted by on Jan 15th, 2012 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

له څو مياشتو راهيسې د امريکا د متحدو ايالتونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه راپورونه خپرېږي، خو د سولې په اړه وروسته له هغه د خلکو هيلې زياتې شوې، چې څو ورځې مخکې طالبانو په قطر کې د سولې دخبرو لپاره خپل رسمي چمتووالى وښود،که څه هم وسلوالو طالبانو ويلي، چې په افغانستان کې د قوي موجوديت ترڅنګ غواړي په قطر کې دفتر ولري، خو په کاپيسا ولايت کې يو شمېر چارواکي او خلک د تېر کال په پرتله د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي حالت هيله من کړي او وايي، چې اوس هلته د تېر په څېر امنيتي ستونزې نشته،د سيمې طالبان او چارواکي وايي، چې د کاپيسا په يو شمېر ولسواليو کې د سولې د روانو خبرو اترو له امله وسلوالو طالبانو له جګړې لاس اخيستى او په سيمه کې امن ټينګ شوى، د اله ساى د سکين د سيمې اوسېدونکي د شفيع الله په نامه ورسنیو ته ویلی دی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې له وسلوالو طالبانو سره په ليکو کې و، خو اوس يې له جګړې لاس اخيستى دى،نوموړي زياته کړه: موږ اوس حيران يو، چې څه وکړو!؟ يو خوا وطن بهرنيانو نيولى، له بلې خوا د سولې خبرې روانې دي، خو ما په خپله اوس پرېکړه کړې، چې تر هغې به جنګ نه کوم، تر څو دا موضوع روښانه شوې نه وي، چې په کوم ډول سوله کېږي،خو د وسلوالو طالبان وياند ذبیح اله محاهد دا ادعا ردوي او ویلی یی دی، چې په کاپيسا کې د واورو داورښت له امله په غرنيو سيمو ګرځېدل سخت شوي، چې ښايي د دوى پر فعاليتونو يې اغېز کړى وي،د هغه په وينا، ترڅو چې بهرني ځواکونه په هېواد کې موجود وي، تر هغې به د دوى ملګري له جګړې لاس وانه خلي،نوموړي دغه خبرې، چې ګواکې په کاپيسا کې د وسلوالو طالبانو فعاليتونه کم شوي، د افغان حکومت تبليغات وبلل. طالبانودتیری پنج شنبې په ورځ اعلان وکړ چي په قطر کي د دفتر پرانيستل ددې معنا نه لري چي د افغانستان اساسي قانون مني او د کابل له حکومت سره د جګړې څخه لاس اخلي،د طالبانو په خبره، په قطر کي ئې ځکه د دفتر له پرانيستلو سره موافقه کړې ده چي غواړي د دې لاري له نړيوالي ټولني سره تفاهم ته ورسيږي او د افغانستان روان کړکېچ پای ته ورسوي،طالبانو پخپله ويبپاڼه کي ليکلي دي چي په قطر کي د دفتر تر پرانيستلو وروسته به هم د ناټو او افغان حکومت په وړاندي له تاوتريخوالي څخه لاس وا نه خلي او خپل د جهاد سياست ته به دوام ورکړي،طالبانو پخپله وروستۍ بيانيه کي ويلي دي چي په قطر کي د دفتر پرانيستل د دې معنا نه لري چي طالبان دي له جهاد څخه لاس واخلي او تسليم دي شي،او ددفتر پرانیستل دافغانستان داساسی قانون له منلو سره هیڅ تړاو نه لرې

په روانه مياشت کي طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي په قطر کي له متحده ايالاتو سره د يوه دفتر پر پرانيستلو باندي يوې لومړۍ موافقې ته رسېدلي دي. طالبانو دغه راز له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو بنديانو د آزاديدلو غوښتنه هم کړې وه چی دطالبانو دغه اعلان په کور دننه او دباندی دمختلفو عکس العملونو سره مخامخ شو تردی وروسته ،ولسمشر کرزي په افغانستان کې د سولې او د مذاکراتو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو سره موافقه کړې ده،حامد کرزي مخکی ویلی دی چې د افغانستان د خلکو د کورونو د امن او په ډاډمنه فضا کې د دوی د ژوند او په هېواد کې د جګړې د پلمې د ورکولو لپاره په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانیستلو سره موافق دی، همدارازد افغانستان د علماوو شورا دتیری جمعه په ورځ دیوی اعلامیی په طرځ  کی ویلی دې  چې د سولې خبرې باید د افغانستان له دولت او ملت سره وشي او نړیوال باید د افغانستان د سولې په خبرو کې یوازې د ملاتړ کوونکو رول ولري،د افغانستان د دیني عالمانو شورا دا خبره وروسته له دې وکړه چې وسله والو طالبانو ویلی ول چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي او د دې تر څنګ چې له امریکایانو سره خبرو ته دوام ورکوي جګړه نه بس کوي،دعلماووشورا  د سولې پروسه یو ملي بهیر بللی دی، او ویلی یی دی چې دا بهیر د افغانستان په ملت او دولت پورې اړه لري او د عالمانو د سرتاسري شورا له نظره په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل یوازې کولای شي د طالبانو لپاره د یوه آدرس په توګه وپېژندل شي او د افغانستان د خلکو پر وړاندې له جګړې وروسته باید د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او سولې عالي شورا تر څارنې لاندې وي،په وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې کی د ولسمشر بارک اوباما د حکومت د جګپوړو مامورینو له قوله ویل شوی دې  چې امریکایان به په را تلوونکی اوونۍ کی له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړي،وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه سیمې ته د امریکا د خاص استازي کېدونکی سفر د افغانستان له ولسمشره د هوکې اخیستلو لپاره بللی او ویلي یې دي که ولسمشر کرزی موافقه وکړي امریکايي مقامات به په قطر کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي،دراپورونو په اساس د قطر د خبرو افغاني کول اوس د متحده ایالاتو پر یو مجبوریت بدل شوی دی، چې امریکا د افغان دولت د نه خوښۍ او د پاکستان د شیطاني رول له اړخه د قطر په بهیر کې د خنډونو نښې لیدلي دي او له همدې کبله غواړي، خپله لار بدله کړي او افغان دولت ته یو نمایشي رول قایله شي،د قطر په خبرو کې د افغان دولت د ښکیلولو لپاره د امریکا یو بل مجبوریت دا هم بلل کیږی، چې امریکا دا کار د خپلو نړیوالو متحدینو په غوښتنه اوزیات فشار له وجه کوي

د افغانستان د حکومت یو شمېر سیاسي مخالفانو، چې په افغانستان کی په مختلفو ایتلافونو  پوري تړلي دي، په کابل کی ورسنیو ته ویلی دی  چې له وسله والو طالبانو سره د امریکا په منځګړتوب د سولې د احتمالي خبرو ملاتړ کوي، خو دوی غواړي چې په خبرو کې برخه ولري،د دغو ايتلافونو ځینو مشرانو، د جرمني په برلین کې د امریکا د کانګریس له څو غړیو سره له غونډې څخه خپل هیواد ته تر راستنېدو وروسته ویلی دی چې دوی د سولې د پروسې ملاتړ کوي خو باید په دې پروسه کې اقلیتونه هم برخه ولري،اسوشیتید پریس خبري اژانس له قوله چی وايي، د سولې له خبرو سره د اقلیتونو ملاتړ خورا مهم دی ځکه چې د پخوانۍ شمال ټلوالې اکثره مشران اوس په افغانستان کې ډېر قدرت او نفوذ لري او که دوی له خپلو پخوانیو دښمنانو سره له جوړجاړي سره موافقه ونه کړي د کورنۍ شخړې امکانات زیاتېږي

د ملي جبهې په نوم د دې نوي سیاسي ایتلاف رییس احمد ضیا مسعود هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې دوی په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتونکي دي او ویې ویل چې دا مهال د هیواد شرایط دا رنګه نظام ته برابر نه دي،دوی،دوی په هیواد کې له قانوني لارو چارو د پارلماني نظام غوښتونکي دي او د برلین په غونډه کې هم په همدې مسالې بحث شوی،نوموړي ویلی دی، چې د برلین د غونډې هدف دا و، چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان لاسته راوړنې وساتل شي،د ملي جبهې د ایتلاف یو بل غړی محمد محقق په دې بهیر انتقاد وکړ، چې د ده په وینا د جګړې اصلي لوری په کې نه دی پوښتل شوی،هغه ټینګار کړی دی چی دوی دافغانستان دجګړی یو لوری و او دې، محقق د سولې په اړه د طالبانو پر نیت شک څرګند کړی دی، خو دا یې هم په ډاګه کړی ده، چې که طالبانو سوله وغواړي نو دوی هم د دوستۍ او سولې لاس ور غځولای شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د اپوزیسیون د ډلو له یو شمیر مشرانو سره د څو تنو امریکايي سناتورانو دغه غونډه د ملي یووالي پرخلاف او د افغانستان په چارو کې د بهرنیو لاسوهنه بللې وه،خو د دې ایتلاف غړو دا له هغو غونډو سره ورته وبلله چې په وینا یې افغان چارواکي یې هر وخت له بهرنیانو سره نیسي په عین حال کې یوشمېر افغان کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې اوس یو قانوني دولت رامنځ ته شوی او لازمه نه ده، چې د سولې خبرې دې د بیلابیلو ډلو له خوا پر مخ ولاړې شي او،یوازې حکومت کولای شي، چې د اساسي قانون پر اساس د هر ډول سیاسي مذاکراتو یو لوری و اوسي، په داسې حال کې چې اوس په افغانستان کې ملک الطوایفي نظام نه دی، اوس د اویایمې لسیزې حالت نه دی، چې د مختلو قومندانانو په لاس کې دې و اوسي.پای

سلام خان

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک