Posts | Comments | E-mail /

آيا د ضيا مسعود منطق پر ځاى دى؟

Posted by on Jan 13th, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

پرون د ملي جبهې په نامه هغه ډله كابل ته راستنه شوه چې د امريكا او جرمني د څو تنو په بلنه په افغانستان كې د نويو بدمرغيو راوستلو په موخه المان ته تللي وو. كه څه هم په هيواد كې پر دغه سفر د رسنيو او سياسي او ټولنيزو كړيو توند او پراخ غبرګون دوى هم له خپلې اجندا شاته كړي وو او د فدرالي نظام له داعيې تير وو خو احمد ضيا مسعود له رسنيو سره په خبرو كې ډيره عجيبه خبره وكړه، ويې ويل چې موږ دهغو با تجربه امريكايي كانګرس مينانو په بلنه برلين ته تللي وو چې د افغانستان په مسايلو كې ډير معلومات اوتجربه لري، او د افغانستان ډير مخلص دوستان دي. راناروراباكر او د هغه همنظره درې تنه نور څوك دي؟

په لنډو ټكيو كې هغوى د خپلې هغې طرحې په رڼا كې پيژندلاى شو چې دوى د خپل هيواد كانګرس ته وړاندې كړې چې حكومت يې بايد عملي كړي.

په هغو كې ډير روښانه ټكي دا دي چې امريكا بايد خپل طبيعي متحدين و پالي، د هغوى په لاس محلي مليشې جوړې كړي، او د مركزي نظام پر ځاى فدرالي نظام راولي چې همدغه د امريكا طبيعي متحدين پكې واكمن وي، د روراباكر طبيعي متحدين همدغه د مليشو قوماندان او ددوى په اصطلاح جنګسالاران دي چې دا څوم ځل دى په برلين كې غونډې كوي.

اوس كه د افغانستان د تجزيې او په افغانستان كې د حكومت او نظام پر ځاى د افرادو او ډلو سره د خپلو اهدافو لپاره ملاتړ كوونكي بهرنيان د احمد ضيا مسعود په وينا د افغانستان خواخوږي او دوستان وي، بيا خو افغانستان هسي برباد او لوټه لوټه شو، په دې تعريف كې تر داناروراباكر بريژنف، اندروپوف او ګروموف ښه دوستان وو ځكه چې هغوى افغانستان شموله ډلې پاللې، جنرال حميد ګل، مشرف اونور تر روراباكر ډير د دوستۍ! په تعريف برابر خيژي. اصلاً كه د ضيا مسعود همدغه تعريف د افغانستان د دوستۍ لپاره ومنو چې دى يې د خپل پالونكي روراباكر په اړه كوي بيا خو افغانستان هيڅ دښمن نه لري، بيا پوښتنه دا ده چې زموږ وطن ولې كنډواله شو او ولې اوس هم موږ د ثبات لورته نه ځو؟

واقعيت دا دى چې د برلين غونډه د افغانستان د ملي يووالي او سرلوړى د دښمنانو له خوا جوړه شوې وه او افغان ولس هم دومره ساده نه دى چې پردې جريان ونه پوهيږي.

كه څه هم د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه كې د برلين غونډه وغندله د امريكا د بهرنيو چارو وزارت هم دا د يادو كانګرس مينانو له خوا شخصي حركت وباله خو حكومت بايد هم د نړيوالې ټولنې ددغه منافقانه دريځ په اړه جدي غبرګون وښيي، او هم د هغو جنګي پهلوانانو او د پرديو په ځيره روږديو جنګسالارانو كلكه مخه ونيسي چې تل په هيواد كې د سولې او سوكالۍ پر ځاى د پرديو اجندا ته څڼې غورځوي.

افغانستان د ټولو افغانانو شريك كور دى، وياړ او وير يې شريك دى، خو هيڅ ډله، تر هيڅ نامه لاندې پر شريك كور د معاملې حق نه لري.

نور بايد دغه شرمناك بهير پاى ومومي چې څوك له «جانتن اډيما» سره شخصي زندانونه جوړوي، څوك له ايساف سره د هيواد د ځمكې او فضا شرمناك تعهد كوي او څوك په برلين كې له «روراباكر» سره  د ملي يووالي د ريښه ريښه كولو سرونه خوځوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بانک روسیه 'حسابهای کارمندان سفارت ایران را مسدود می کند

    March 2nd, 2012

    مسکو:- سفیر ایران در روسیه گفته است که بانک محل نگهداری �[...]

    په خوست کې شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي اېښودل کېږي

    March 2nd, 2012

    خوست ښار : د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا پنځه �[...]

    دملي دفاع وزیردتیښتې نوښت دناټودمشرانو هم خوښ شو

    March 2nd, 2012

    لیکوال: ابراهیم نعیمی زمادلاندې لیکنې ددوهمې برخې بڼه [...]

    ته ولې خفه يې؟!

    March 2nd, 2012

    لنډه کيسه           رفيع الله روشن نن يې دخبرو پيل په �[...]

    اسير شوى قلم

    March 2nd, 2012

    ادبي ټوټه::::رفيع الله روشن دورځې نهه بجې وې چې دڅلورو د�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars