Posts | Comments | E-mail /

د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ ولسوال ووژل شو

Posted by on Jan 12th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس د كندهار د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال او د كندهار قومي مشر او مخور شخصيت سيدفضل الدين چي نن مازيګر د پنجوايي ولسوالۍ څخه د خپل كور په لوري روان وو د اوومي امنتي حوزې اړوند د كوبي په سيمه كې د يوه ځانمرګي بريد ښكار او په شهادت ورسيد .
خبر زیاتوی چې په دې  پېښه كې د  سيدفضل الدين اغا دوه زامن او دوه ساتونكي هم وژل شوي او نهه ساتونكي او يو ملكي كس ټپيان دي .

د كندهار امنيه قومان جنرال عبدالرازق رسنيو ته د ټیليفون پر ليكه د پيښي د منلو ترڅنگ ويلي چي د دي چاودني له امله پنځه تنه شهيدان سوي او لس تنه نور پوليس او ملكي وكړي زخميان سوي دي .

سيد فضل الدين آغا د ولسوال تر څنگ روحاني شخصيت، قومي مشر  او د سولي د ولايتي شورا فعال غړي وو  چي د سولي په روان بهير كښي يې كړندي هڅي كړي وي او د وسلوالو مخالفينو څو ډلي د ده په هڅو سره دسولي دپروسي سره هم يو ځاي سوي دي.

پاته دي نه وي چي په تيرو لسو ورځو كښي د كندهار ښار دچوڼۍ سردار مدد خان څلور لاري امنيه قومانۍ كښي دننه چاودنه او ننۍ چاودني دلويو چاودنو څخه شميرل كيږي په يادو چاوديونو كښي زيات تلفات ملكي وكړو ته رسيدلي دي .

خو بلخوا دكندهار امنيتي چارواكي د دي ولايت  اوسيدونكو ته ډاډ وركوي چي  خپلي هڅي يې نوري هم گړندي كړي او په ښار كښي يې د دښمن لخوا د نور بريدونو د شنډولو په هڅه كښي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    No thumbnail available

    د میدان وردګو ولایت عامې روغتیا ریاست سره دشپږو مجهزو امبولانسونو مرسته وشوه

    April 18th, 2012

    میدان ښار :-دغه په پرمخ تللو وسایلو سمبال امبلانسونه د ا[...]

    جايزه 100 دالری، قوماندان طالبان را وادار به تسليم شدن كرد

    April 18th, 2012

    کابل:- محمد ایشان، يك قوماندان رده متوسط طالبان در  ول�[...]

    متن کامل سخنرانی حامد کرزی در سیمینار بین المللی به مناسبت یکصد و پنجاهمین سالگرد تولد علامه محمود طرزی

    April 18th, 2012

    -    بسم الله الرحمن و الرحیم الحمد الله رب العالمین و �[...]

    زموږ انتقادي اخلاق

    April 18th, 2012

    غفور لیوال  همدا چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او د بی[...]

    سبقت جوئی امریکا برای دستیابی به کسپین:قسمت دوازدهم

    April 18th, 2012

    غوث جانباز «سبقت جوئی امریکا برای دستیابی به کسپین» (م[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars