عبدالباري جهاني
د روان عیسوي کال د جنوري پر اتمه، د یکشنبې په ورځ د المان د برلین په ښار کی د اسپین په انستیوت کی د عبدالله، ضیأمسعود، رشید دوستم، محقق، یونس قانوني، امرالله صالح په نوم څو تنو اوباشانو، چی لاسونه یی تر اوسه د افغانستان د بېګناه خلکو په وینو سره دي او د افغانستان د ټولو وروستیو تباهیو مسولین دي، د ګران افغانستان د تجزیه کولو د پاره یوه غونډه درلوده. په دې غونډه کی د امریکا د کانګریس ځینو بې مسولیتو وکیلانو، چی د افغانستان د بدمرغیو او اوږدې غمیزي په کلونو کی يی یو تعمیری ګام نه دی پورته کړی، هم برخه درلوده. دا مسله ښایی نور د یوې تبصرې قدر ارزښت هم ونه لري، خو د هغې په مقابل کی د ویښو او پر وطن مینو افغانانو چټک عکس العمل هم په ستاینه او هم د خوښۍ په څرګندولو ارزي. ما په ډیرو لږو موضوعاتو کی د افغانانو د ټولو اولسونو د منورینو دونه پراخ، جدي، له قانوني قهر او غوسې څخه ډک او دونه چټک عکس العمل لیدلی دی. او دا چی هیڅ افغان د دې قاتلانو وطن پلورونکو د دې کرغېړن اقدام دفاع ونه کړه، نو دا د شکر ځای دی. بارک الله! افغانستان نه یوازي بې مالکه نه دی بلکه د افغانستان منورین ټول ویښ او، په حساسو ملی مسایلو کی، ټول په یوه زړه او یوه خوله دي.
دا چي د برلین د غونډي د مشرانو اصلي هدف به څه وو، په زړونو کی به یې څه وه او پټ به یی یوه بل ته څه سره ویلي وي، موږ څه نه سو ویلای خو په ښکاره یی د فیدرالیزم ناره پورته کړه. هوښیار افغانان یی په هدف پوهیدل او ټولو په یوه سلا وویل چی د دوی هدف د ګران او زخمي افغانستان تجزیه کول او، نور هم، بد مرغه کول دي. که له چا سره د فیډرال افغانستان د جوړولو مفکوره ورسره وي، دا د عقیدې خبره ده. هیڅوک د چا د فکر کولو او عقیدې درلودلو مخه نه سي نیولای او نه له چا سره دا توان او صلاحیت ورسره دی. خو خبره په دې کی ده چی د فیډرال افغانستان هوادارانو ولي اوس او ولي په دونه تلوار اقدام وکړ. د دې خبری دلیل تر یوه ځایه څرګند دی او هغه په قطر کی له طالبانو سره د امریکا د مقاماتو د روغي جوړي، راتلونکي، خبري دي، چی تر اوسه یی لا سم درک هم معلوم نه دی. او لا څوک په دې هم نه پوهیږی چی دا خبري به ځای ته رسیږي او نتیجه به ورکوي کنه.
د شمال ایتلاف، چی د ژوند په اوږدو کی یی د افغانستان لپاره یو ګټور کار هم نه دی کړی او له هیڅ ډول جنایت او تباه کاری څخه یی مخ نه دی اړولی، په هیواد کی د سولي او کراری لوی دښمنان دي، ځکه یی نو د سولي په لاره کی هر ډول وړوکی اقدام او هر ډول مقدماتی ګام او عمل وارخطا کوي، او چی هر څه یی په وس وي هغه کوي. البته دا د هغوی خپل کار او عمل دی. موږ له دوی څخه د ښه کار تمه نه سو درلودلای. دوی ظالمان دي او حق تعالی جل وعلی شانه په خپل کلام کی فرمایلي دي چی الله پاک ظالمانو ته هدایت نه کوي.( والله لا یهدی قوم الظالمین) نو په دې توګه موږ دوی ته د هدایت دعا هم نه سو کولای.
سوال دا دی چی ایا د افغانستان د ټولو بدمرغیو اصلي عامل، ګواکي، مرکزي حکومت دی؟ چی د برلین اوباشان د فیدرالي سسټم غوښتنه کوي او د خپلو فریادونو د اورولو لپاره امریکایی سیاستمداران هم وربولي. که په افغانستان کی بې امنیتي او پراخ او بې سابقې اداري فساد، چي ټوله اداره له سره تر نوکه پکښي غوټه ده، د افغانستان او د هغه هیواد د اولسونو تر ټولو لویی ستونزي وبولو نو د افغانستان په پوځ، پولیسو، امنیت او استخباراتو کی خو تر هر چا د شمال د ایتلاف سړي ډیر دي. کابل بانک خو، زیاتره، د شمال ایتلاف چور کړ. نن ورځ خو په افغانستان کی د غیر قانونی عایداتو دولتي مقامونه او چوکۍ زیاتره د شمال د ایتلاف په لاسونو کی دي. نو دوی ته، په دې صورت کي، څرنګه یو ناڅاپه د فیډرالی سسټم د جوړولو اشتها پیدا سوه. او دا ورته څرګنده سوه چی که مرکزي حکومت ړنګ او یا کمزوری سي نو د افغانستان ډیري ستونزي به ګویا حل سي. دوی له امریکایانو او نورو غربي قدرتونو سره ولي په دې تیرو لسو کالو کی پر فیډرالی سسټم باندي خبري نه کولې. او لا لویه خبره دا ده چی دوی له خپلو اولسونو څخه پوښتنه وکړه چی غواړي پر دونه لویه ملي او حیاتي مسله باندي له خارجیانو سره په برلین کی خبري کوي. ځکه زه یقین لرم چی، د برلین له اوباشانو پرته، زموږ هزاره، تاجک او اوزبک اولسونه هیڅ وخت د افغانستان تجزیه کیدل نه غواړي. د افغانستان د ټولو اولسونو بقا اونیکمرغي د افغانستان په وجود کې ده. او په دې خبري زموږ ټول اولسونه پوهیږی، ځکه چی د یوه بل تر څنګ په سوله کی د ګډ ژوند کولو مزه یی لیدلې او د داخلي جنګونو او دښمنیو ترخي یې څکلي دي.
په افغانستان کی ستونزه یوازي تاجکو، اوزبکو او هزاره ته پیښه نه ده ، چی د هغوی لپاره د فیدرال سیسټم د جوړلو په پلمه د افغانستان د تجزیه کیدلو او د قاتلانو او داړه مارانو لپاره د کوچنیو او مستقلو پاچهیو د جوړېدلو لپاره اقدام وسي. شتر در خواب بیند پنبه دانه! په افغانستان کی له اوسني فاسد نظام او روانو بې امنیتیو څخه، تر هر چا زیات، پښتانه کړیږی، او که د چا کوم لوی ملي خیانت ته خیال نه وي نو باید چی، تر هر څه مخکي، له پښتنو سره خبري وکړي. د پښتنو ډیر زیات حکومتي او سیاسي مشران د نورو اولسونو د مشرانو او حکومتی مقاماتو په څېر د خپل پښتون اولس او نورو اولسونو په لوټلو لګیا دي، د نورو داړه مارانو او جنګ سالارانو په څیر د خپل اولس په جنګ ورغلي دي، پر غلجي او دراني یی وېشي او کلونه کیږی چی ټولو اولسونو ته یی مځکه سره تبۍ کړې ده. هغسي چی د برلین اوباشان په افغانستان کی د سولي، کراری او نیکمرغی مخالف دي په هغه اندازه د پښتنو حکومتي مشرانو هم د سولي سره مخالفت کړی دی. د امنیت د ټینګیدلو په مخ کی یی خنډونه اچولي دلي، او په لوی لاس یی د امنیت د خرابولو لپاره دسیسې کړي دي. د افغانستان د خلکو د نیکمرغی او کراری دښمنان یوازي د برلین اوباشان نه بلکه ټول فاسد نظام دی. دا فاسد عناصر که فیډرالي سسټم جوړ کړي، که جمهوری سسټم ولري، که پارلماني سسټم ته مخه کړي او که بیرته شاهی سسټم جوړ کړي، په هر صورت کی به د خپلو اولسونو په جنګ ورغلي وي او څوک به د کراری مخه ونه ویني.
زموږ بې وسه اولسونه د کلونو راهیسی د بې امنیتیو، اداري فساد او پر سر، مال او ناموس باندي د جګړه مارانو، جنرالانو او عالي رتبه حکومتی مقاماتو د تیریو له لاسه کړیدل. خلکو صبر کړی وو چی یوه ورځ به ګوندي رڼا سي. خو دا حساب یی لکه چی نه وو کړی چی یو وخت به داسي شرایط راسي او دا خاوره به داسي ناخلفه زامن وزیږوي چی شاه شجاع او ببرک به دواړه له خلکو هیر سي.
د افغانستان په اوسني فاسد نظام کي تقریبا هیڅوک د سولي او په افغانستان کی د امنیت له ټینګېدلو سره د زړه له کومي علاقه نه لري. د جمهوریس کرزي سره د خپل قدرت غم دی. هغه خپله ټوله توجه د قدرت ساتلو خواته اړولې ده. سیاسی مبصرین داسي اټکل کوي چی ښاغلی کرزی به کوښښ وکړي چی، د روسیې د جمهوریس پوتين په ډول، یوه دوره د قدرت په څنګ کی پاته سي او بلي دورې ته بیا ځان کاندید او جمهوریس کړي. د قدرت سره د هغه لېونۍ میني له نورو ټولو کارونو څخه پاته کړی او یوازي د قدرت ساتلو په دسیسو یی لګیا کړی دی. په قطر کی یی، په لومړي سر کي، د امریکایانو او طالبانو د سولي له مذاکراتو سره ځکه مخالفت وښود چی امریکا له ده سره د سلا مشورې پرته له طالبانو سره د مستقیمو خبرو فیصله وکړه. له کرزي سره دا اندېښنه پیدا سوه چی هسي نه امریکایان یی نور هم له نظره ونه غورځوي او له طالبانو سره داسي روغي جوړي ته ونه رسیږی چی د ده خپل قدرت ته صدمه ورسوي. که له جمهوریس کرزي سره دا اندېښنه وي نو هغه ځکه پر ځای ده چی دی نه د خپلو خلکو په اراده راغلی او نه د خلکو په اراده قدرت ساتلای سي. دا چي امریکا به له طالبانو سره په خبرو کی څه نتیجې ته رسیږی او د کرزي د سرنوشت او قدرت په باب څرنګه فیصله کیږی دا په وروستیو انکشافاتو پوري اړه لري. خو اوس حاضر داسي ښکاري چی کرزی وضع د خپل ځان په ګټه نه بولي.
د شمال ایتلاف، چي په خپلو منځونو کی ټول بې اعتماده دي، او لکه لیوان مخ په مخ ویدیږی، د قطر د خبرو د نور انکشاف په صورت کی، پر همدغه اوسني حال نه سي پاته کیدلای. هغوی داسي حساب نه وو کړی چی یو وخت به امریکا له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته کښېني او دوی ته به خبر قدر هم نه ورکوي. د شمال د ایتلاف په حساب، دوی د امریکایانو ډیر خدمتونه کړي دي او امریکا هم باید چی تر قیامته د دوی تر څنګ درېدلې وای. دوی ګومان کوي چی امریکا خیانت ورسره کړی دی. البته دوی په دې نه پوهیږی چی په سیاست کی دایمی دوست او دایمی دښمن نسته. د سیاست یارانه تر هدفه پوري ده.
که وضع په همدغه شکل دوام او انکشاف وکړي، او طبیعی خبره ده چی ایران، پاکستان او روسیه به هم بیغرضه پاته نه سي، نو احتمال لري چی امنیتی وضع په ډیره نیژدې اینده، او یا لږترلږه د راتلونکي هجري شمسي کال د پسرلي او اوړي په موسمونو کی، چی معمولا د جنګ موسمونه بلل کیږی، ډیره سخته خرابه سي.
د پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چی د افغانستان خارجه وزارت د برلین غونډه غندلې او ویلي یې دي چی په دغه موضوع کی د خارجیانو رول د افغانستان په داخلي چارو کی څرګنده مداخله ده. البته په کابل کی د امریکا سفارت هم وویل چی متحده ایالات، د افغانستان د اساسی قانون په اساس، یو موټي افغانستان ملاتړ کړي، او په دغه مسله کی بله هر ډول ادعا بې اساسه ده. که دا دواړي خبري، یا اعلامیې، جدی ونیسو نو له یوې خوا ګواکي د کرزي حکومت د شمال د ایتلاف سره په جدي توګه مقابلې ته درېدلی او له بلي خوا یی امریکا ته هم، غیر مستقیم، ګواښ کړی دی. که څه هم چی د متحده ایالاتو حکومت سمسدتي وویل چی د امریکا د کانګریس هغه غړي چي د شمال د ایتلاف سره یی د برلین په غونډه کی برخه اخیستې وه، د امریکا د حکومت نمایندګې نه کوي بلکه دا د هغوی خپل ایتکار او خپل مستقل نظر دی. دغه راز په کابل کی د امریکا د سفارت اعلامیه هم، تر ډیر ځایه، د شمال د ایتلاف د برلین د غونډي د غندلو معنی لري او د شمال د ایتلاف او امریکا ترمنځ فاصله ورڅخه څرګندیږی او داسي ښکاري چی د امریکا په غیږه کی د شمال د ایتلاف د ناز ورځی شپې مخ په ختمیدلو دي. په هرصورت، له طالبانو سره خبري، د انتظار په خلاف، ښایی ډیري داسي ستونزي منځته راوړي چی چایې ښایی چنداني پیش بینی نه وي کړې. د شمال ایتلاف په حکومت، پوځ، پولیسو، امنیت او پارلمان کی ډیر زیات عالی رتبه او ټیټ رتبه مقامات لري او هرډول تشنج ایجادولای سي. هغوی د افغانستان د تجزیه کولو تر سرحد پوري هر ډول خیانت کولو ته تیار دي.
په داسي حال کی چی تر اوسه پوري لا له طالبانو سره خبري پیل سوي نه دي او د خبرو د پیل کیدلو او حتی ځای په باب لا قاطع فیصله سوې نه ده، د شمال د ایتلاف جګړه مارانو خپل عکس العمل وښود. د امریکا خارجه وزیري هیلري کلینټن د چارشنبې په ورځ وویل چی د افغانستان د حکومت او طالبانو اعلامیې ښیی چی په قطر کی د طالبانو د دفتر د پرانیستل کیدلو سره ملاتړ موجود دی، مګر په دې برخه کی تر اوسه پوري هیڅ فیصله نه ده سوې. میرمني کلینټن د قطر له خارجه وزیر سره په یوه ګډ خبری کنفرانس کی وویل موږ تر اوسه پوري په دغه موضوع کی امتحاني ګامونه اخلو او ګورو چی دا به نتیجه ورکړي او کنه. البته طالبانو تیره هفته د وخته ویلی دي چی دوی په نظر کی لري چی په قطر کی خپل سیاسی دفتر پرانیزي.
داسي ښکاري چی په روان عیسوي کال کي به ډیري داسي مهمي پېښي وسي چی موږ به یی ښایی فکر نه وي کړی. زما د افغان منورینو څخه یو ځل بیا دا غوښتنه ده چی د هیواد پیښو ته لاس تر زني منتظر پاته نه سي. وخت په چټکۍ سره تیریږی او که موږ پخپله په حوادثو کی رول ونه لرو نو سبا به ارمان او پښېماني هیڅ ګټه نه کوي. د افغانستان د نجات او ژغورني دپاره زموږ چیغه د اولس اراده تمثیلوي او د اولسونو د ارادې په مقابل کی داخلي او خارجی لیوان ټینګیدلای نه سي. که موږ همداسي لاس تر زني کښینو نو سبا به ګورو چی، خدای مه کړه، افغانستان به ، د یوګوسلایی په څیر، شپږ اوه ټوټې پروت وي، او په هره ټوټه به یی لیوانو داړي ښخي کړي وي.
یاره لکه چی تاته هم تنها خبری پا تي دی او عمل دې ډیر کم ده، لکه شعرونه چی دی خواږه دې لیکنی دی هم خوږي وې، داچه نه ته عمل ورباندی کوی او نه هم ځوک غوږ ور ته نیسې نو ځه باید وکړو؟