Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزی: کنړ یو علم روزونکی او پرمختګ غوښتونکی ولایت دی

Posted by on Jan 11th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر د رالیړل شوې خبر پاڼې پر اساس، جمهوررئیس حامدکرزي دکنړ ولایت له شمېر مشرانو او په ملي شورا کې د دغه ولایت د خلکو له استازو سره په کتنه کې، هغوی ته په هېوادکې د روانو سیاسي مسلو په اړه معلومات ورکړل او په دې باب یې د هغوی نظرونه وا وریدل.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، سلاکار وزیر وحیدالله سباوون،شجاع الملک جلاله، حاجي روح الله او په ولسي جرګه کې د کنړ ولایت د خلکو استازي صلح محمد صالح د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، د دغه ولایت د پیچ په دره کې د مناګي د برښنا پر بند باندې چې د سروې کارونه یې پای ته رسیدلي دي،په عملي توګه دکار د پیل کیدو غوښتنه وکړه.

دوی، همدا راز له درییمې درجې څخه دویمې درجې ته دکنړ ولایت د لوړیدو او د دولتي ادارو په مناسبو څوکیو کې د دغه ولایت د یو شمېرکادرونو په ځای پرځای کیدلو باندې ټینګار وکړ.

حامدکرزي کنړ یو علم روزونکی او پرمختګ غوښتونکی ولایت وباله، ژمنه یې وکړه چې د هغوی یو شمېرکادرونه به په مناسبو دولتي څوکیوکې په دنده وګماري او د نورو غوښتنو په باب یې هم لازمې کړنې ترسره شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars