Posts | Comments | E-mail /

افغانستان بې وارٍثه نه دی چې كوم كاوباى يې د برخليك پريكړه وكړي

Posted by on Jan 9th, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د بن د كنفرانس په درشل كې د احمد ضيا مسعود، محمد محقق او جنرال دوستم تر منځ جوړ شوى ائتلاف دا دى اوس په جرمني كې له خپلو دوستانو او بهرنيو ملګريو سره د افغانستان لپاره پر فدرالي نظام خبرې كوي.

دغه مساله څو اړخونه لري، لومړى دا چې د افغانستان لپاره چې كوم نظام غوره كيږي، د هغو ميكانيزم معلوم دى،له بهرنيانو سره پر داسې مسايلو شخوند وهل له توطيې پرته بل مفهوم نه لري.

د اساسي قانون په لويه جرګه كې د افغانستان لپاره متمركز رياستي نظام غوره شو، د افغان ولس لپاره د باور او مشروعيت تر ټولو ستره مرجع همدغه وه چې پريكړه يې اعلان شوه. خو دا نه وايو چې هغه پريكړې د آسماني احكامو په څير دي چې هيڅ بدلون پكې رانشي. كه په طبيعي ډول په يوه هيواد كې هر ډول نظام راشي پايلې به يې ډيرې مثبتې وي، خو كه د توطيې په بڼه تپل كيږي دا نو له ولس سره شعوري خيانت دى.

ولې پر داسې مهال په جرمني كې د امريكايي كانګرس مين لخوا د فدرالي نظام لپاره غونډې جوړيږي، چې همدې جرمني او امريكا په دې وروستيو كې له طالبانو سره د خبرو اترو بهير تود كړى  او په قطر كې ددوى لپاره دفتر جوړوي؟

انديښنه دا ده چې آيا دا تصادفي كيداى شي چې دغه دواړه  هيوادونه دې هم طالبان پر شا وټپوي او هم د فدراليزم پلويان؟

آيا دا د افغانستان لپاره د يوې خطرناكې توطيې كړۍ نه دي؟

تر اوسه پورې چې له طالبانو سره د خبرو او تفاهم كوم معلومات ليك شوي دي په هغو كې يو دا دى چې طالبانو  د ۹ يا زياتو ولايتونو د سپارلو خبره شوې ده، همدغسې د فدرالي طرحې د پلويانو استدلال همدغه دى چې موږ له قاتلانو سره نشو چليداى غوره دا ده چې فدرالي نظام وي او هر څوك په خپل خپل ځاى كې د واك خاوند وي.

دلته مساله دا ده  چې نه طالب د يوه سمت او قوم استازى دى او نه د فدراليزم هغه ډنډورچيان چې تل د پرديو پر دسترخوان ناست وي او پر غلامۍ وياړي. افغان ولس اوس حكومت او نظام لري، دا سې ميراث نه دى چې كوم، كاوباى او امريكايي كانګريس مين يې د نظام پريكړه كوي، د خلكو په رايه جوړ شوي، ملي او دولتي ارګانونه  لري، كه هرڅومره كمزوري دي، هرڅومره له ستونزو سره لاس اوګريوان دي ان شاء الله د پرديو توطيو په وړاندې به په يوه دريځ ولاړ وي، له حكومت او چارواكيو مو هيله دا ده چې ددغسې توطيو په اړه توند غبرګون وښيي او د ملي ځواكونو، شخصيتونو او مشرانو په ملاتړ له نړيوالې ټولنې او مغرضو لوريو سره سپينې خبرې وكړي.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “افغانستان بې وارٍثه نه دی چې كوم كاوباى يې د برخليك پريكړه وكړي”

  1. Vote -1 Vote +1mariam says:

    سلامونه
    کوږ بار هبڅ کله منزل ته نه ده رسیدلی
    خدای دی افغانانو ته بو والی در په برخه ددغو دسیسه چیانو مخ به تور شی انشالا

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars