Posts | Comments | E-mail /

آيا د پاكستان له لاسه طلايي مرغۍ الوزي؟

Posted by on Jan 3rd, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په قطر كې د طالبانو د دفتر پرانيستل كيدل نور له آوازو وتلې خبر ده، باوري سرچينې دا تاييدوي چې په لسګونو طالب مشران له  خپلو كورنيو سره قطر ته رسيدلي دي او سل مليونه ډالره امريكا له دې دفتر سره لومړى ځل مرسته هم كړې ده.

پر دې هم زياتې خبرې شوې چې كه په دغه پروسه كې افغان حكومت ورګډ وي او رول پكې ولري نو دا د هيواد لپاره دسولې او ثبات يو نوى پړاو كيداى شي، اوس راځو دې ته چې پاكستان له دې جريان څخه څه ترلاسه كوي او څه له لاسه وركوي؟

آيا پاكستان به هغه طلايي مرغۍ له لاسه وركړي چې په سيمه كې يې زيات امتيازات پرې ترلاسه كولاى شواى؟

همدغسې آيا له پاكستان سره له تفاهم پرته د قطر دفتر طالبان د يوه داسې ځواك په توګه مطرح كولاى شي چې تر اوسه حساب پرې شوى ؤ؟ ځكه چې قطر نه د وزيرستان او كوټې په څير د افغانستان پرپوله پروت دى او نه دا ممكنه ده چې طالبان خپل ټول ځواك له پاكستان نه هلته واستولاى شي.

دغه مساله له دوو اړخونو ارزولاى شو،لومړى دا چې كه په قطر كې د طالبانو دفتر پرانيستل هغوى ته په سياسي پروسه كې د ورشريكدو او په ټوله كې په افغانستان او سيمه كې دسولې او ثبات د راتلو په موخه وي بيا خو پاكستان په دې اړه هيڅ نشي كولاى، دغه هيواد به مجبوريږي چې له نوي حالت سره ځان جوړ كړي او د حالاتو جبر ته غاړه كيږدي، ځكه دسولې په وړاندې چې نړيوال او افغان لوري سره يوه خوله شي پاكستان له داسې حالت سره مخ كيږي چې مخالفت ورته ګران دى.

دوهم دا چې كه د قطر دفتر پرانيستل يوه لوبه وي، د بحران ددوام او د بحران دبڼې د بدليدو يوه هڅه وي، بيا خو پاكستان ته په داسې لوبوكې ورشامليدل د كيڼ لاس خبره ده.

دا چې مساله په كوم لوري روانه ده سمدستي پرې څه ويل له وخته مخكې دي، راتلونكې ورځې به دا ښه روښانه كړي چې د قطر لوبه په كوم اړخ  روانه ده. يو څه چې ډير روښانه دي هغه دا چې اوس هم پاكستان ته په دې مساله كې تر ټولو مناسبه لاره همدغه ده چې له افغان حكومت سره په خلوص لاس وركړي په تيرو وختونو كې دې هيواد ډبل لوبه كولاى شواى، ځكه چې يومهم ځواك يې په اصطلاح «بلا شركت غير» په لاس كې ؤ، اوس دغه ځواك ددوى له لاسه وزي، له دوى سره هم ډبل لوبه وشوه، ځكه خو اوس پاكستان ته د خير لاره همدغه ده چې له ډبل او درې اړخيزولوبو لاس واخلي، د سيمې د بحران د حل په اړه خپله تګلاره بدله كړي.

څو ورځې وړاندې جنګ ورځپاڼې ليكلي وو چې كه د طالبانو دفتر په قطر كې جوړ او له امريكا سره جوړجاړي ته ورسيږي نو القاعده به د پاكستان غاړې ته ولويږي او بيا به د نړۍ فشارونه زيات شي، دغه خبره رښتيا ده ، پاكستان له همدغسې حالت سره لاس او ګريوان كيدونكى دى، له دې حالت نه ددوى د ژغورنې يوازېنۍ لاره د خپلو سياستونو بدلول دي او بس.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “آيا د پاكستان له لاسه طلايي مرغۍ الوزي؟”

  1. Vote -1 Vote +1Alokozai says:

    Deer sha wrora par qalam di barakat sa…

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بانک روسیه 'حسابهای کارمندان سفارت ایران را مسدود می کند

    March 2nd, 2012

    مسکو:- سفیر ایران در روسیه گفته است که بانک محل نگهداری �[...]

    په خوست کې شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي اېښودل کېږي

    March 2nd, 2012

    خوست ښار : د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا پنځه �[...]

    دملي دفاع وزیردتیښتې نوښت دناټودمشرانو هم خوښ شو

    March 2nd, 2012

    لیکوال: ابراهیم نعیمی زمادلاندې لیکنې ددوهمې برخې بڼه [...]

    ته ولې خفه يې؟!

    March 2nd, 2012

    لنډه کيسه           رفيع الله روشن نن يې دخبرو پيل په �[...]

    اسير شوى قلم

    March 2nd, 2012

    ادبي ټوټه::::رفيع الله روشن دورځې نهه بجې وې چې دڅلورو د�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars