Posts | Comments | E-mail /

په بايللو فرصتونو كې يوازينى پاتې فرصت

Posted by on Jan 1st, 2012 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

م. شفيقي

په دې كې هيڅ شك نشته چې پر حكومت او نظام  د ولس باور ډير زيانمن شوى دى، او دغه باور دټنيګيدو پر ځاى اوس هم مخ پر خرابيدو دى. ددې لاملونه زيات دي، په نظام كې دننه داسې څيرې چې ملي ګټې تر خپلو هغو قربانيو، دمصلحت پر بنسټ د كرسيو ويش هغه هم داسې چې دولس پر ځاى يوازې څو څيرو ته باج وركول كيږي.

ددې وضعي لوى لاملونه دي، په دې لړ كې تر ټولو ستر لامل د افغان دولت ا و نړيوالې ټولنې تر منځ د بې باورى په ترينګلي فضا كې د ملګرتيا و ګډو هڅو كاذب بهير دى چې د دولت لاس يې تړلى دى، د غه كاذب بهير بايد په صادقانه ملګرتيا بدل شي او يا پاى ومومي، نړيواله ټولنه په دې برخه كې نه خلوص ته چمتو ده او نه ملګرتيا غوڅولو ته، همدغسې افغان دولت هم نه په زغرده د نړيوالې ټولنې پر خلاف دريداى شي ځكه چې دا توان نه لري او نه د يوې صادقانه ملګرتيا تمه ترې لرلاى شي.

د صادقانه ملګرتيا په لار كې خنډونه د نړيوالې ټولنې او افغان چارواكيو ترمنځ د انګيرنو او موخو توپيرونه دي، نړيوال وايي موږ مرستې دركوو، طبعاً بايد دغه مرستې زموږ په خوښۀ ولګول شي، دهغوى خوښه دا ده چې كوم ارګانونه فعاليږي بايد د امريكا او د هغو د نورو متحدينو او همغږيو هيوادونو دخوښې كړنلارې او څيرې ورته غوره شي، معنا دا چې ظاهراً به اړوند ارګانونه افغاني وي، خو هغه ډول به فعاليت كوي چې امريكا او ناټو غړي هيوادونه يې غواړي.

افغان لورى بيا په دې باور دى چې زموږ ملي خپلواكي، ګټې، ملي حاكميت او هويت بايد خوندي وي، نور له لويديز سره په يوه لاره روان يوو،

دلته څو مثالونه راوړو:

دوه كاله وړاندې د ولسمشرۍ انتخابات په مخ كې وو، د انتخاباتو كميسيون تر يو نيم سل ميليونه ډالرو زياتې بودجې ته اړتيا درلوده، د امريكا او نورو متحدينو زړونه نه ؤ، چې انتخابات تر سره شي ځكه چې ددوى د چارواكيو  نوې طرحه دا وه چې په افغانستان كې دوى د توماس جفرسن ديموكراسي نه غواړي، خو افغان چارواكيو دا درك كړې وه چې كه انتخابات تر سره نشي دولسواكۍ بهير نور ختم دى، حكومت دې ته چمتو شو چې پخپلو امكاناتو به انتخابات ترسره كوي، ځكه بهرنيو لوريو هغه مرستې نه ورسره كولې چې ژمنې يې شوې وې.

څو ورځې وړاندې د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون د غړيو دوهمه پنځه كلنه دوره هم پاى ته ورسيده چې ښاييدله ولسمشر د اصولو له مخې نور كسان پكې وګوماري، نوموړي لومړى د اړوند كميسيون د دريو غړيو پر ځاى د نورو كسانو د معرفي كولو هوډ درلود، خو د مدني ټولنې له اعتراض وروسته په يوه ګډه غونډه كې پر دې پريكړه وشوه چې د بشري حقوقو د اړوند كميسيون غړي بايد ټول نوي شي.

همدغسې څو ورځې وړاندې، د كندهار، پكتيا، او كاپيسا د ولايتونو يوشمير هغو كسانو چې د ناټو او امريكايي ځواكونو په شپې عملياتو او بمباريو كې يې عزيزان شهيدان شوي وو، د حكومت د اطلاعاتو او رسنيو په مركز كې خبرې كنفرانس ته ويناوې و كړې او د بهرنيو ځواكونو له ناكردو يې پرده پورته كړه، سبا ته د امريكا سفارت پر دې مركز خپلې مرستې هم بندې كړي او له هغه نه يې خپل مشاورين هم وايستل.

دا يې يو څو ساري وو، كه پام وشي د ملي پوځ، ملي پوليسو او ملي امنيت په شمول زموږ زياتره ملي ادارې دولس د ظروفو او  شرايطو نه په ډيره لوړه كچه د بهرنيو لوريو لخوا تمويليږي.

له احساساتي دوستانه شعارونو كه تير شو او د وضعې حساسيت ته پام وكړ، په لنډو ټكيو كې ويلاى شو چې زموږ دغه ادارې په د غسې حالت كې هيڅكه هم زموږ نه دي، ځكه چې په كومه ورځ مرستې پرې تړل كيږي، فلج به وي او چارواكي به مجبوريږي چې له سره يې د خپل هيواد د ظروفو او شرايطو سره سمې جوړې كړي.

امريكا د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون ته په مليونونو ډالر هغه مهال وركوي چې دههمدوى په خوښه كسان پكې ګومارل شوي وي، او د همدوى په خوښه فعاليت وكړي، له ولسمشر كرزي سره ددې كميسيون د مالي تړلتوب خبره ياده شوه، چې په همدې دليل دې كميسيون دملكي تلفاتو په اړه غږ اوچت نه كړ، اصلاً د ولسمشر پر ځاى دغه اعتراض بايد همدې كميسيون تر نړيوالو فورمونو رسولاى واى.

د حكومت د رسنيو مركز هم همدغسې، د انتخاباتو خپلواك كميسيون او نورې ادارې ټولې همدغسې درواخله، اوس د نړيوالو له نظره د مخلصانه ملګرتيا تعبير دا دى چې افغان دولت كه ډالري مرستې غواړي نو بيا دې چوپ وي، پر دې غوغا نه جوړيږي، چې ولي مو خلك وژنئ، ولې مو په چارو كې لاسوهنه كوئ! دا د دوى كار نه دى چې زموږ د باور وړكسان! له دندو لرې كړي، بې له كوم تعهد او امتيازه چې موږ په افغانستان كې څومره پوځ تر كومې ساتو، زموږ خوښه ده او تاسو يې بايد په پټو سترګو خير وبولئ.

كه چارواكي دغه ډول ملګرتيا ومني باور مو دي چې فساد به تر دې په زيات زور كې روان وي خو ولسمشر او نژدې ياران به يې د څوكاله پخوا په څير يو ځل بيا د ښې وړتيا، سليقي، زغم، تدبير… او په نامه پرلپسې مډالونه او جايزې اخلي خو د عام ولس وينې به بهيږي او افغانستان به ګام په ګام د برباديو په لور روان وي.

دوهم حال دا كيداي شي چې همدغه وضع دولسمشر كرزي د ولسمشرۍ د پاتي مودې تر پايه همدغسې روانه وي، همدغه دناندريو بهير، د بې باوريو او دولس پر سر د وحشتونو، د ولسمشر او چارواكيو لخوا پر نړيوالو د نيوكو او اعتراضونو او بيا وخت پر وخت د وضعې د لږ را قابو كولو لپاره د ليدنو كتنو نوى بهير، د ژمنو تكرار، پر وحشتونو پښيماني او د يوې ډرامې بيا بيا تكرار.

بايد صادقانه اعتراف وكړو چې د وضعې د بشپړ سمون فرصتونه له لا سه وتلي دي خو يو لړ جدي اقدامات كيداى شي تر څه حده په ولس كې د نظام حيثيت اعاده كړي، دغه اقدامات پوخ هوډ او لويه زړورتيا غواړي، د ساري په توګه لاندې ګامونه واخيستل شي:

۱- كومې ادارې چې زموږ دولس او آن د حكومت دمالي كچې او اقتصادي ظرفيت نه ډيرې او چتې د پرديو په ډالري لګښتونو ولاړې دي په يوډول ميراثي او مافيايي جوړښتونو بدليږي، هغه دې په رسمي تشكيلاتو كې ځاى پر ځاى شي او ډالري امتيازات دې يې ټول بيرته دولس كچې ته را ټيټ كړاى شي، په دې به رښتيني خدمتګاران او د ډالرو نوكران هم سره بيل شي، باور مودى چې زياتره ياران چې آرګاه بارګاه يې د مغلي امپراتورانو په څير ده  د همدې لپاره دلته پراته دي، هغوى ته وطن هيڅ معنا نه لري بيا ولې هغه لوړ امتيازات واخلي چې د احسان بوج يې زموږ په مظلوم ولس پروت دى.

د هيواد د اقتصادي سويې سره سم ادارې به مو ادارې شي هم به د ډالرو له بنديدو سره د بهرنيانو د نفوذ د اعمال مخه ونيول شي او هم به دغه ادارې سقوط نه كوي.

۲- په حكومتي تشكيلاتو كې هم د كابينې له غړيو تر نورو چارواكيو پورې، د ډيرو لوكسو موټرونو او د ابتذال تر بريده تشريفاتي او مادي تظاهر را كم كړاى شي چې له دې سره به دمليونونو ډالرو د بيځايه لګښت مخنيوي وشي.

۳- حكومت دې له دې انقلابي!! بدمرغو لسيزو نه د پخواني حالت په څير د بهرنيو مرستو پر ځاى پر ولس تكيه وكړي او له ولس نه دې مرسته وغواړي. زه منم چې زموږ اوسنى نظام د مبلايل خور ماشين په څير اوس «ډالر خور» شوى، خو دغه نظام بدليداى شي، دغه خبرې ډيرو ته هسې احساساتي شعارونه ښكاره شي، خو كه په پاخه عزم اقدام وشي عملاً  په ولس كې دخودۍ او خپلواكې روحيه را ژوندۍ كړاى شي، د ابتذال مخه نيول كيداى شي؛  پرخپلو پښو د دريد و جوګه كيداى شو يوازې خواخوږې رهبري او يو مخلص ټيم ته اړتيا ده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى
    • مصر
    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد