Posts | Comments | E-mail /

ترڅه وخته ورانول اوچاړنیزعملیات

Posted by on Dec 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 لیکوال: ابراهیم نعیمی

تردیرش کاله ډیره موده تیره شول چې دافغانستان اونړۍ جمعي رسنۍ هره ورځ په ګران افغانستان کې دوژنو، ورانیو، سوځلواوچاړنیزوعملیاتوخبرونه خپروي .

دمازدیګرڅلوربجې وې چې د ۳۰۲ قادري بس څخه کوزشوم ، سفرددی لپاره وه چې نوې دندې ته ولاړشم . دبس څخه دکښته کیدوپروخت مې لومړي خبرداسې واوریدچې دولایت ډیرکارکوونکي دهغه ولسوال دښخولولپاره تللي دي کوم چې دهغه ولسوالۍ دیوخان په واسطه نیول شوي اوپه ډیره بې رحمۍ وژل شوی دي.
داد۱۳۷۸ زکال دجولای میاشت وروستۍ ورځې وي. دانیټه مې کټ مټ په یادپاته ده. په خواشینۍ سره بایدووایم چې دهغې نیټې څخه دغه ډول خواشینونکې خبرونه په کرار، کرارورځ تربلي مخ پرزیاتیدوشول . کله چې د۱۹۷۸ زکال د ډسمبرپر ۲۷ ماښام د پخواني شوروي اتحاددلښکرودیرغل تندره زموږپرویاړلي هیوادنازله شوه ، نوجګړې زورواخیست . دغې جګړې دافغانستان دولسونوپه منځ کې دوه مخالف قوتونه وزیږول چې یوپربل یې ناوړه نومونه کښیښودله . یوه ډله چې ځانونه یې مجاهدین دهیواد داسقلال ګټونکې معرفي کول دوخت واکمن حکومت ورباندې د«اشرارو» نوم کښیښود. مجاهدینوخپل مخالفین چې دشوروي پوځ په ملاتړیې واک چلاوه ، ورباندې د«روس ګوډاګیان» نوم کښیښود.
دخواشینۍ ځای خوداو، چې ډیرځل داسې ولیدل شول چې ددغوډووډلوپه یوه لوري کې به دوه وروڼه ، یویوې لورې ته اوبل په بل لوري کې ول چې یودبل دوینوتږي به ول .
کله چې دولسونواوان دوروڼوترمنځ بې اتفاقي په دومره لوړه کچه وه ، نوبهرنۍ څارګرواداروته ښه موقع په لاس ورغلل چې خپل غچ دافغانانوپه قربانۍ دافغانستان اوخپل نورورښمنانوڅخه واخلې . ددي ادعادوې روښانه بیلګې پاکستان اوامریکا یادولای شو.
۱ ـ پاکستان د ډیورنډدمنحوسې کرښې په اساس دپاکستان دجوړیدو ۱۹۴۷ زکال راوروسته داسلامي ورورولۍ اوګاونډیتوب ټول نورمونه ترپښولاندې کړل ، په مختلفوبرخوکې دافغانانولپاره ستونزې رامنځته کړي دي .
دشوروي تربریدنه مخکې هم د(جوانان مسلمان) فراري مشران په اصطلاح د سولې دعالي شوراپخوانې مشربرهان الدین رباني ، ګلبدین حکمتیاراونوروته په خپل غیږ کې ځای ورکړاودافغانستان پرضدیې لمسول . دغه ادعاترلمرروښانه ده ، ځکه د سردارداودخان دجمهوریت په وخت کې دافغانستان په اصطلاح اتل (احمدشاه مسعود) ، برهان الدین رباني اوګلبدین ترمشری لاندې دپاکستان په لمسونه بغاوت وکړ، چې ناکام شول . په هغه زمان کې داشغال موضوع هم نه وه . کله چې په ۱۹۷۹ زکال کې هیواداشغال شو، دضیاالحق پوځي حکومت چې دبهرنیانوترقهراو غضب لاندې و، وډګرته راووت. پوځي حکومت ته یې نوی نفس ورکړاودافغانانو بچیان یې دشوروي ښامارخولې ته دجهادپه نامه ټیل وهل. خپل هیوادیې دښوونځي څخه ترروغتون اوعامه درایې پورې په وران اوتالان کړ.
۲ ـ دلویدیزوهیوادونو، عربي هیوادونوپه ګډون دامریکاترمشري لاندې وحشتناکه وسلې دافغاني بچیانودوژلولپاره دبحرپه شان راوبهیدلي . هرهیوادخپل ګټه لټول .
مخکې ترنن هم پریمانه اسنادموجودول چې ولې افغانان دسونګ دموادوپه توګه د جهادپه نامه وکارول شول . دادي اوس دامریکادبهرنیوچارووزیره په خوله اعتراف کوي چې القاعده اوطالبان دوی زیږولي دي . دمجاهدینوپه اړوندخوددې پوښتنې ځواب پخواهم روښانه وه . پام وکړي د nahimi.dk/pashto ویبپاڼه کې دسلام خان دلیکنې یوې برخې ته . خوتاسې کولای شي چې په ویبپاڼه کې دمیرمن کلنټن ویډیویي کلیپ چې اعتراف کوي، واورئ او ووینئ :


« بخش هایی از سخنان هیلاری کلینتون، وزیر امور خارجه آمریکا در یکی از جلسات کنگره در اینترنت پخش شد که در آن به صراحت به نقش آمریکا در ایجاد سازمان تروریستی القاعده اعتراف شده است،گزارشات حاکی از آن است که کلینتون در این سخنان گفته است ما گذشته مشترکی با سازمان القاعده داریم.کسانی را که امروز با آنها در افغانستان و پاکستان می جنگیم 20 سال پیش خودمان به وجود آوردیم زیرا در جنگ علیه شوروی سابق از آنها استفاده می کردیم،وی افزود، ما القاعده را به وجود آوردیم زیرا نمی خواستیم شوروی سابق بر آسیای مرکزی چیره شود و ریگان رئیس جمهور وقت آمریکا با مشارکت کنگره به زعامت دموکرات ها از طرح ایجاد القاعده جهت مقابله با اتحاد جماهیر شوروی استقبال کرد
کلینتون در ادامه تصریح کرد، دموکرات ها از این ایده حمایت و تاکید کردند ما با دستگاه استخباراتی پاکستان و عوامل پاکستانی وارد عمل می شویم تا مجاهدانی را از عربستان و سایر کشورها استخدام کنند.در همین موقع بود که وهابیت وارد اسلام شد، ما توانستیم بر شوروی سابق در سایه عملیات این افراد پیروز شویم »
دمیرمن کلنټن دمرکې په ترځ کې پورته ادعاوي په څرګندډول اثبات شوي .
۳ ـ زموږګاونډی ایران هم اوبه خړي کړي اوخپل ماهیان په کښې نیول اواوس یې هم دوام ورکړي دي .
زموږپه ګران هیوادکې مختلف قومونودسلګونوکلونو په اوږدوکې په یووالې اوورورولۍ سره ژوندکاوه. دجګړې په دوران کې دنوروورانیوترڅنګ ایران افغانان دشالخواپه خنجرووهل ، په دې ماناچې دوړونوقومونواو شیعه ، سنې ترمنځ یې اختلافونه ژوندې اودپیسوپه مرسته یې دومره ژورکړل چه تراوسه دافغان ملت په دغه اورکې سوځي .
۴ ـ لوی ښامار، پخوانۍ شوروی اتحاد: دغه لوی طاقت دخپلونړیوالوسیالیواوګټودپوره کولو لپاره « دنړۍ کارګرانوسره یوشئ» ترشعارلاندې زموږهیواددورانۍ کندې ته ټیل واهه. په هیوادکې دیوشمیرروڼ اندوپه مرسته دخپلووحشتناکووسلوپه واسطه په زرګونواولکونوافغاني زلمیان ووژل . کله چې خپل په مرام کې بریالي نه شول ، هرڅه یې پریښودل ، اوتیښتې ته یې ترجیح ورکړل .
بیادمجاهدینووحشي دوره پیل شول ، ددې دورې په پای ته رسیدوسره دطالبانوتورشپه دهیوادپه هرګوټ کې خپره شوه.
حالاتوپه ۲۰۰۱ زکال بدلون ومونداونوې هیلې وپاریدلې ، چې پایله یې اوسنۍ حالت دی چې بیان ته یې اړتیانه وینم .
ددې لیکنې څخه زمااصلي موخه داوه چې :
څه دپاسه دیرش کاله دوخت دحکومتونوڅخه داسې ارویدل کیږي :
ـ په فلانۍ ولسوالۍ کې مودغومره ددولت مخالفین وټکول اودغومروتنومخالفینوخپلې وسلې پر مځکه کښیښولې اوددولت سره یوځای شول . که په دغه دیرش کاله تسلیم شوي کسان حساب شي داسې معلومیږي چې دمجاهدینوپه وخت کې به لږکسان پاته ول چې ددولت سره یې اړیکې نه درلودې
اوس بیاهغه لړۍ روانه ده ، پخوانې ورانونکې دنن جوړوونکې دي . ددوی دسنګرانډیوالان ورانوونکې شول ، دتیرې ورځې دعلم ، ښوونځي اوپرمختګ دښمنان پرهیوادمین او پرهیزګاران شول ، ددوي دسنګرانډیوالان دهیواددښمنان شول .
دپرون ورځې دروس ګوډاګیان په اپوزیشن کې سوله امیزه مبارزه کوي ، خودتیرې ورځې مجاهدین دتیروورځوپه نرخ«اشرار» پرهیوادمین شول . خوددوی بهرنې انډیوالان اشغالګرنه دي ، دسولې سپینې کوترې دي ځکه دوی یې واک ته رسولې دي . کله چې واک ته ورسیدل ، ښوونځۍ ، روغتونونه بایدوران نه شي خومخکې دافغاني بچیانودتربیې مرکزونودورانۍ لیاقت درلود. نژدې ده چې دتیرې ورځې په نرخ تورتیاره ، القاعده ، طالب او… بیاپه دسولې قاصدان شي . دانونه ده معلومه چې دوی به څوک مرتداوڅوک شهیدوګڼي .
ای زماربه ! داڅه لوبه روانه ده چې افغان ولس یې ګنګس اودمرګ کندې ته درولۍ دي . پای

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک