Posts | Comments | E-mail /

خوشحاله يو چې د افغانستان د خلکو د ازار او درد پلمه ورکه سي

Posted by on Dec 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

حامد کرزي د امريکا د مرستيال ولسمشر پر هغو څرګندونو خوښي وښوده، چې ويلي يې دي طالبان د امريکا دښمنان نه دي او هيله يې څرګنده کړه، چې دا کار د افغانستان لپاره د سولې پيغام واوسي،افغان ولسمشر حامد کرزي وويل : ((موږ  په دې خبره خوشحاله يو چې د افغانستان د خلکو د ازار او درد پلمه ورکه سيافغانستان ارام سي ، په کرار سي او دا انشاالله زموږ لپاره د سولې او کرارۍ يو پېغام واوسي)).

  ولسمشر خامد کرزی  پورته ځرګندونی  په کابل کی د مرغومي  په۱۰مه نیټه  په هغه غونډی  کی چی  د سیمې د نومیالي مبارز، سیاسي- فرهنګي شخصیت خان عبدالصمدخان اڅکزي د شهادت د څلوېښتم تلین په اړه جوړه شوې وو وکړې  نوموړی په یاده یاد غونډه کې وویل: د خان شهید د مبارزو او هڅو لاره د انسان جوړونې، د ټولنې د اصلاح، آزادۍ او ترقۍ غوښتنې لاره ده،په دغه غونډه کې چې  د علومو اکاډمۍ د سیمه اییزو مطالعاتو د مرکز له خوا د ملي راډیو ټلویزون په تالار کې جوړه شوې وه، د ډیورنډ له پولې هاخوا او هندوستان څخه یو شمېر عالمانو او د خان عبدالصمد خان پر خواخوږو سربېره د افغانستان د دولت یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی ؤ،جمهور رئیس د شهید عبدالصمدخان اڅکزي مبارزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: په داسې حالاتو کې چې حاکم نظام د انګریزانو تر مستقیم اغېز لاندې ؤ او پر سیمه باندې یې د هند حکومت او سلطه غوښتله، نو خان شهید نه یوازې د پرمختګ لپاره هلې ځلې کولې، بلکې تر ټولو ستره موخه یې د خپل ولس آزادي وه،حامد کرزي زیاته کړه: په داسې حال کې چې انسانان د واکمنو له خوا د ښوونځي په جوړولو او د زده کړې په ترلاسه کولو بندیان کېدل، نو د آزادۍ او ترقۍ لپاره غوښتنه ډېره ستونزمنه خبره وه خو په دې برخه کې شهید عبدالصمدخان د خپل ولس لپاره حتی له خپل ژوند څخه هم تېر ؤ،جمهور رئیس هیله وکړه چې د خان عبدالصمدخان په څېر د سترو انسانانو د کوښښونو او آرزوګانو له رویه دې خدای تعالی دې سیمې او افغانستان ته سوله، ترقي او امن ور په برخه کړي،دغه راز حامدکرزي د امریکا د متحده ایالاتو د هغه اعلان په اړه چې ویلي یې دي، طالبان ددوی دښمنان نه دي وویل: موږ ډېر خوشحاله یو چې د امریکا حکومت اعلان وکړ چې طالبان ددوی دښمنان نه دي، او خوشحاله یو چې د افغانستان د خلکو د آزار، درد او وژنو پلمه او بهانه ورکه شي او زموږ لپاره د سولې او امن ښه پیغام شي،د امريکا د متحده ايالتونو مرستيال ولسمشر جوبايډن د ليندۍ په ورستيو کې ویلی وو چې د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتبمر له پېښې مخکې د کابل واکمنان ( طالبان ) د امريکا دښمنان نه دي ،خو يوه ورځ وروسته د امريکا د دفاع وزارت وويل هر هغه څوک چې پر امريکايي سرتېرو بريدونه کوي ،امريکا يې خپل د ښمن ګڼې د سولې د خبرو لپاره په دې وروستيو کې هڅې ډيرې شوې دي ،د خپرو شويو راپورونو له مخې، د روان کال د ليندۍ د مياشتې په نيمايي کې  امريکا، قطر او جرمني په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانېستو هوکړه وکړه او ويل کيږي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي ، که ځه هم ياد شوى دفتر  تر اوسه نه دى پرانېستل شوى ، خو  د راپورونو له مخې، امريکا منلې، چې  پنځه تنه پخواني لوړپوړي طالبان د ګوانتانامو له زندان څخه خوشې  او په قطر کې نظربند شي ،ددغو پنځو طالب مشرانو کورنۍ قطر هېواد ته استول شوي او کېدای شي په نږدې ورځو کې دوی هم دوحې ته ورسیږي. په خوشي کېدونکو طالب مشرانو کې د طالبانو لوی درستیز ملا فاضل د طالبانو دشمال زون تنظیمه رییس نورالله نوري دطالبانو دملي امنیت  مرستیال عبدالحق وثیق د طالبانو مالي مرستیال حاجي محمد ولي خوستی او دطالبانو دهرات پخوانی والي  ملا خیر الله خیر خواه  . دسرچینې دمعلوماتو له مخې  ملا فاضل په ګونتنامو کې  مریض دی  قطر ته له رسیدو سره سم به  روغتون کې بستري شي ،

دغه راز د سولې د عالي شورا يو چارواکي ويلي چې ځينې طالب مشران د سولې د خبرو لپاره قطر ته تللی دی که څه هم د افغانستان حکومت مخکې ويلي و ، چې د طالبانو لپاره  دې دفتر په سعودي عربستان او يا ترکيه کې جوړ شي ، خو وروسته يې په قطر کې هم د طالبانو  د دفتر له جوړېدو سره موافقه وښوده ،د يادونې ده ، چې طالبانو تر اوسه په قطر کې د دفتر د پرانېستو په اړه په داسې حال کې څه نه دي ويلي ، چې پخوا به يې د دا ډول مسايلو په اړه ډېر ژر غبرګون ښوده او تل به يې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کاوه

یوې  باوري سرچینې رسنیو  ته وویل، چې د طالبانو د قطر دفتر ته ۱۰۰ میلیونه ډالره بودجه ورکړل شوې او امریکا او جرمني د نورو مرستو ژمنه هم ورسره کړې ده .د یادونې ده ، چې مولوي عزیز الرحمن  په اماراتو او شهاب الدین دلاور په پاکستان کې دطالبانو پخواني سفیرانو ترڅنګ  د ملا محمد عمر سکرتر سید طیب اغا له لسو میاشتې راهسې  ددې خبرو یوه برخه وه ځینې استخباراتي راپورونه دا هم وايي ، چې دملا عبدالسلام ضعیف  او طیب اغاپه قطر کې دامریکايي ځواکونو دالعدید په  اډه کې څو ځل لیدلي دي.پای

سلام خان

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور