کابل : حامد کرزي د امريکا د مرستيال ولسمشر پر هغو څرګندونو خوښي وښوده، چې ويلي يې دي طالبان د امريکا دښمنان نه دي او هيله يې څرګنده کړه، چې دا کار د افغانستان لپاره د سولې پيغام واوسي.
افغان ولسمشر حامد کرزي ، چې نن يې په کابل کې د عبدالصمد خان اڅکزي د څلوېښتم تلين په اړه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې ، وويل : ((موږ په دې خبره خوشحاله يو چې د افغانستان د خلکو د ازار او درد پلمه ورکه سي ، افغانستان ارام سي ، په کرار سي او دا انشاالله زموږ لپاره د سولې او کرارۍ يو پېغام واوسي .))
د امريکا د متحده ايالتونو مرستيال ولسمشر جوبايډن د ليندۍ په ورستيو کې وويل چې د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتبمر له پېښې مخکې د کابل واکمنان ( طالبان ) د امريکا دښمنان نه دي.
خو يوه ورځ وروسته د امريکا د دفاع وزارت وويل هر هغه څوک چې پر امريکايي سرتېرو بريدونه کوي ،امريکا يې خپل دښمن ګڼي.
د سولې د خبرو لپاره په دې وروستيو کې هڅې ډيرې شوې دي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، د روان کال د ليندۍ د مياشتې په نيمايي کې امريکا، قطر او جرمني په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانېستو هوکړه وکړه او ويل کيږي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي.
ياد شوى دفتر تر اوسه نه دى پرانېستل شوى ، خو د راپورونو له مخې، امريکا منلې، چې پنځه تنه پخواني لوړپوړي طالبان د ګوانتانامو له زندان څخه خوشې او په قطر کې نظربند شي.
د افغانستان دولت ويلي چې ياد شوي طالب مشران بايد دوى ته وسپارل شي.
دغه راز د سولې د عالي شورا يو چارواکي ويلي چې ځينې طالب مشران د سولې د خبرو لپاره قطر ته تللي دي .
که څه هم د افغانستان حکومت مخکې ويلي و ، چې د طالبانو لپاره دې دفتر په سعودي عربستان او يا ترکيه کې جوړ شي ، خو وروسته يې په قطر کې هم د طالبانو د دفتر له جوړېدو سره موافقه وښوده.
د افغانستان دولت ټينګار کوي، چې د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ پر مخ يووړل شي.
د يادونې ده ، چې طالبانو تر اوسه په قطر کې د دفتر د پرانېستو په اړه په داسې حال کې څه نه دي ويلي ، چې پخوا به يې د دا ډول مسايلو په اړه ډېر ژر غبرګون ښوده او تل به يې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کاوه.