Posts | Comments | E-mail /

خوست والي:په ښارکې دملي دفاع وزارت ځمکودښاري پراختيامخه نيولې

Posted by on Dec 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 خوست ښار:- د خوست په مرکزاوولسواليوکې دملي دفاع وزرات هغه ځمکې چې دښاري سترايتژيکي پرمختيايي پلان په چوکاټ کې راغلې دښاردپراختيا لپاره به دښاروالۍ رياست  په واک کې ورکړل شي،دغه څرګندونې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دملي دفاع وزارت څخه راغلي لوړرتبه پلاوي دشنبې ورځې په سهار، دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره دولايت مقام په دفترکې ديوې ګډې ناستې پرمهال په ډاګه کړې .دناستې په پيل کې دپلازمېنې څخه راغلي لوړ رتبه پلاوي سره خوست والي  په دې ولايت کې دشوي پرمختګ ،پراختيا اويوشميرنورو ممهو اړتياووترڅنګ دښاري پراختياپه وړاندې دپرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې ،نوموړي وويل :خوست  يوسرحدي اوستراتيژيک موقعيت لرونکى ولايت دى ،چې زمونږ دهېواد لپاره ديوې لويې اقتصادي دراوزې اهميت لري ،اوس په دغه ولايت کې په بېلابېلو اقتصادي ،سوداګريزو ،ټولنيزو ،پوهنيزو اونظامي برخو کې زيات پرمختګ رامنځته شوى دى .په ټولو ادارو کې داړتياپربنسټ نظم ،سمون اوبدلون رامنځته شوى همدا راز دغصب په وړاندې چې يوه لويه ننګونه او ستونزه ده ،چې په وړاندې يې ډيرپه جديت اوقاطعيت سره مبارزه ترسره کيږي ،چې تراوسه پورې په دې برخه کې په زرګونو جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو څخه خلاصه اودولت ته سپارل شوې ده ،نوموړې دبېلګې په توګه دازادۍ مينې ،ملکي هوايي ډګر ،ګمرک او يوشميرنورو مهمو پروژو يادونه وکړه ،چې ځمکې يې دغصب څخه خلاصې شوې او دا مهال په کې دبيارغونې په لويو پروژو باندې عملي کار روان دى ،ښاغلي نعيمي زياتوله چې ديادو بنسټيزو پروژوپه پلي کيدو سره له يوې خواپه زرګونو کسانوته دکارزمينه مساعده شوې اوله بلې خوا مسحقينوته خپل حقوق ورکړل شوي دي .ده وويل :داچې خوست ولايت ستراييژيک موقعيت اوزيات نفوس لري ،اوله دې لارې  افغان سوداګر له ګاونډي هېواد څخه خپل سوداګريز توکي پايتخت کابل اونورو ولايتونو ته ليږدوي ،نوددغه اقتصادي اوسواګريزو فعاليتونو پراختياته په کتوسره بايد دخوست ښار دښاري ستراتيژيک پراختيايي پلان له مخې په کې دخلکو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شي .نوموړي دې   ته هم اشاره وکړه چې ددغه ښاردپراختيالپاره  اړتيا ده چې دښارپه داخل کې په دفاع وزارت اوځينو نورو ارګانونوپورې اړوندې ځمکې چې دپراختيايي پلان په وړاندې خنډ شوې دي ،بايد ترڅيړنې اوتثبيت وروسته دښاروالۍ رياست په واک کې ورکړل شي ،ترڅوپه اسانۍ سره ولايتي اداره په دې بريالۍ شي چې دښارپراختياته په منظمه توګه ادامه ورکړي .وروسته دملي دفاع وزارت څخه دراغلي پلاوي مشراودځمکنيوځواکونورئيس ارکان تورن جنرال محمدهاشم دموضوع په تړاو خبرې وکړې .ده وويل :ټولې هغه ځمکې چې په خوست ښارکې دملي دفاع وزارت دضرورت څخه زياتي دي ،ترڅيړنې ،اوتثبيت وروسته به دولايتي ادارې دغوښتنې اوتفاهم سره سم دښاري پرمختګ لپاره دښاروالۍ رياست ته وسپاري ،ترڅو دښاري پراختيا وزارت لخوا جوړشوي پلان سره سم په کې انکشافي پروژې پلې شي .اودخوست خلک وکړاى شي په اسانۍ سره په دغه ښارکې خپلې ورځني چارې اوسوداګريز کارونه پرمخ يوسي .دغونډې په وروستۍ برخه کې پريکړه وشوه چې يوکډکميسيون به ددغه ځمکو،دتثبيت  ،موقعيت اوحدودو دمعلومولو لپاره وټاکل شي ،ترڅو دښارپه داخل کې دملي دفاع وزارت پورې اړوندې ځمکې معلومې اودياد ارګان په موافقه يې دښاروالۍ رياست ته وسپاري .ديادولو وړ ده چې دخوست ښاردپراختياپه موخه ،ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،مدني ټولنو دملي دفاع وزارت ته وړانديز اوغوښتنه کړې وه ترڅو په خوست کې هغه ځمکې چې دښاري پراختيايي پلان په وړاندې خنډ شويدي دښاروالۍ رياست په واک کې ورکړي .نوپه همدې خاطردپلازمينې کابل څخه راغلى شپږکسيزپلاوى به ديادې ستونزې دهواري په لپاره عملي اقدامات ترسره کړي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک