د پنجشنبې په ورځ د مدني ټولنې د استازيو په نامه ځينو كسانو په كابل كې يوه خبري كنفرانس ته په وينا كې د بشر د حقوقو د خپلواك كمسيون د پخوانيو غړيو په اړه څرګندونې وكړې چې ګواكې د (درېيو تنو) پر ځاى يې نور كسان له مدني ټولنې سره په مشوره غوره كړاى شي. په داسې حال كې چې ځينې همدغه كسان د تيرې سه شنبې په ماښام په ارګ كې د مدني ټولنې د استازيو په هغه ډله كې شامل وو چې له ولسمشر كرزي سره يې په اړونده مساله مشوره درلوده، له ولسمشر سره له ګډې غونډې او آزادانه خبرو وروسته چې كومې پريكړې وشوې په دې اړه د بل خبري كنفرانس او غونډې اړتيا منتفى كوي.
د سه شنبې په ورځ د همدې مدني بنسټونو په شمول تر اتيا تنو زياتو په ګډه دغه غوښتنه وكړه چې د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون دغو غړيو دوې دورې چې لس كاله كيږي كار كړى دى د درېيم ځل لپاره بايد يوازې څو تنه نه بلكې ټول غړي نوي اونور كسان وټاكل شي. د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون او يا نور دولتي ارګانونه چې د خدمت او كار موده پكې محدوده شوي وي بايد په شخصي او ميراثي حقامونو بدل نشي او نه د يوې ډلې او ګروپ په انحصار كې ولويږي.
د مدني ټولنې د غړيو له مشورې وروسته ولسمشر كرزي له ډاكتر سپنتا نه په لوړ غږ وپوښتل:
آقاى سپنتاَ! مدت سه نفر پوره شده و يا از همه اعضاى كميسيون؟
ډاكتر سپنتا ځواب وركړ چې ( از همه اعضاى كميسيون ) ښاغلي ولسمشر بيا دا خبره تائيد كړه چې لس كاله ډېره موده ده اونور به د ټول كميسيون لپاره نوي غړي ټاكل كيږي نوموړي دا هم وويل چې دا زما صلاحيت او واك دى خو له تاسو سره پرې مشوره كوم.
په هر صورت د بشر د حقوقو د خپلواك كميسيون د نويو غړيو په اړه اوس د مدني ټولنې مسووليت دى چې فعال، وطندوست، بې پرې په اسلامي او افغاني ارزښتونو پابند داسې كسان ولسمشر ته ورمعرفي كړى چې دغه ملي ارګان په ريښتينې معنا زموږ د ځپل شوي ولس د حقوقو د دفاع دنده تر سره كړاى شي.
كميسيون لكه چې نوم يې دى په همدې مفهوم پاتې شي او د ډالرو ټولولو انجي او او د پرديو د دفاع مورچل نشي.
د مدني ټولنې د استازيو يوه غوښتنه له ولسمشر څخه دا هم وه چې په تيرو لسو كلونو كې د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون څه وكړي، لګښتونه او بودجه يې بايد وارزول شي همدغسې نور دغه كميسيون ته بايد حكومت بودجه وركړي چې د بهرنيانو له مرستو څخه خپلواك شي، تر څو په پريكړه كې هم د افغان مظلوم ولس له حقوقو دفاع وكړاى شي او د چا ډالر يې پر ضمير پردې وانه چوي.
د مدني ټولنې په سلګونو بنسټونه د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې او نورو چترونو تر نامه لاندې له ولسمشر څخه د هماغې پريكړې او مشورې د عملي كولو غوښتنه كوي.
جرګه ژمنه كوي چې له هماغو پريكړو څخه به په كلكه دفاع كوي او نور به هيچا ته دا اجازه ورنكړي چې نومونه او مفاهيم انحصار كړي.