(كابل : د پاكستان لوړ تيراژه جنګ ورځپاڼې په پخپله پرونۍ ګڼه كې ليكلي د امريكا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې بريالۍ روانې دي، تر اوسه پورې د امريكا مرستيال ولسمشر جوبايډن ويلي چې طالبان د امريكا دښمن نه دي القاعده ډله ده، همدغسې دا ډول خبرونه هم خپاره شول چې امريكايي استخباراتي ادارو د ملا محمد عمر نوم له تور لست څخه لرې كړى دى، كه د امريكا او طالبانو جوړ جاړى وشي نو پاكستان ته به القاعده ته ورپاتې شي او دا به يې د غاړې زيندۍ شي.
جنګ زياتوي چې له طالبانو سره د امريكا د تفاهم يو شرط دا ؤ چې هغوى به له القاعده نه خپله لاره بېلوي، په دې صورت كې به القاعده د پاكستان لپاره سر خوږى وي نه د افغانستان لپاره جنګ ليكي چې بيا به د امريكا او نورو هېوادونو فشارونه پر پاكستان زيات شي او اقتصادي او سياسي بحران به د پاكستان شتون او خپلواك هويت له پوښتنې سره مخامخ كړي.
جنګ ليكي چې د سلاله پر امنيتي پوسته بريد ددې نښه ښكاري چې دا پاكستان ته يو پيغام ؤ چې نور مو سياسي اتحاد ختم دى، يوازې كاري معاملې په ګډه كيداى شي او بس.