Posts | Comments | E-mail /

د تور وحشت تر سيوري لاندې د سره وحشت كليزه

Posted by on Dec 28th, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

نن د مرغومي شپږمه ده، پر هيواد د پخواني شوروي اتحاد د سره وحشت د ناتار ۳۲مه كليزه ، زموږ ولس د پخواني شوروي د سره وحشت د بدنام يرغل كليزه داسې مهال غندي چې د تور وحشت شوم سيورى موپر هيواد غوړيدلى دى، زموږ پر كليو او كورونو اوس هم د بهرنيو پوځونو يرغلونه كيږي، زموږ مظلوم ولس اوس هم له بهرنيو پوځونو نه په فرياد دى خو د تهذيب، تمدن، د بشر د حقوقو د پالنې دعوه داره نړۍ يې نه اوري.

زموږ د نن او پرون ترمنځ يوازينۍ توپير دا دى چې د پروني يرغل پر خلاف افغان ولس دريدلى ؤ، نړۍ يې د بر حق پاڅون ملاتړ وكړ، خو نن افغانستان ته د مرستې او ملاتړ په نامه راغلي بهرني پوځونه هم زموږ د ولس پر وژلو او ځپلو بوخت دي.

نن د پخواني شوروي د يرغل ۳۲مه كليزه  افغان ولس په داسې مهال غندي چې لا مو پر كلي او ښار د ماتم ټغر غوړيدلى دى، زموږ پر ولس يوه مرموزه جګړه تپل شوې  چې يوه لوري مو په شپو چاپو پر ولس عذابونه نازل كړي او بل لوري په ځانمرګيو وحشتونو.

او

نن زموږ ولس د سره وحشت د يرغل كليزه د تور وحشت تر سيوري لاندې غندي، ځكه چې نه موږ دسره وحشت له شرميدلي پاى نه عبرت واخيست او نه د هغوى پر پله روانو نورو اړخونو، رښتيا چې زموږ ولس ډير مظلوم دى، چې نه يې د «اسلام» د سپيڅلي دين تر شعار لاندې څوك پر مرګونو صرفه كوي، او نه د ديموكراسۍ او بشر د حقوقو علمبرداران دوى ته دژوند حق وركوي.

خو پر دې بايد اعتراف وكړو چې د اوسني تور وحشت لامل هم د ۱۳۵۸ كال د مرغومي د شپږمې بدنام يرغل او آن تر دې وړاندې په ۱۳۵۷ لمريز  دغويي د اوومې كودتا وه چې زموږ د هيواد «حريم» ته د پرديو لاسونو راوغځيدل او زموږ په ګلالي هيواد كې د پرديو لښكرو او استخباراتي ادارو بدمرغې لوبې پيل شوې.

زموږ ولس له تيرو ۳۴ كلونو راهيسې مظلوم دى، ځكه چې د پرديو غوبل او غومبر پكې روان دى، خو په دې مظلوميت كې پخپله د ولس لاس هم دى، وينې او سرونه وركوي، يرغلګر مات كړي، خو بيا په كوم ذليل او پردي پال پسې اقتدا وكړي. چې دغه د ماتو او برياؤ، مرګونو او برباديو لوبه ورسره تكراريږي.

دريغه افغان ولس دې ټكي ته پام كړى واى، نور يې په داسې ذليلو څيرو پسې زنده باد نارې نه اوچتولاى چې هغوى يې لاس او پښې تړلي د پرديو رحم او كرم ته پريږدي.

دريغه موږ نن د تور وحشت تر سيوري لاندې د سره وحشت د يرغل له كليزې همدغه درس واخلو.

دريغه!

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars