Posts | Comments | E-mail /

خوست دځوانانودسالموسياليوپه ډګربدل شوى

Posted by on Dec 21st, 2011 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

واکمن

خوست چې يو سرحدي ولايت دى ،دسترايتژيک موقعيت له مخې دافغانستان لپاره له هره اړخه ځانګړى اهميت لري ،ځکه چې ددغه ولايت ټول حالات په مرکزي حکومت باندې په نيغه توګه سره اغيزکولى شي .څه کم دوه کال کيږي چې په دغه ولايت کې په بېلابېلو اقتصادي ،ټولنيزو،فرهنګي ،پوهنيزو ،سوداګريزو،نظامي اودبيارغونې په ډګرونوکې دپام وړمثبت بدلونونه اوپرمختګونه رامنځته شوي دي .چې ترډيره بريده يې دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده .دټولو بدلونونو ترڅنګ ،دځوانانو لپاره دزده کړو اوسياليوښه زمينه مساعده شوې  ،چې يوه ښه اوڅرګنده بېلګه يې په دې وروستيوکې دسويل ختيځ زون په کچه دفوټبال سيالۍ وي.

 په خوست کې دغه سيالۍ په نوي جوړ شوي لوبغالي کې چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په زياتو هڅو اوکوښښونوسره جوړشو، په لومړي ځل تر سره شوې ،چې په کې دخوست ، غزني ، لوګر او پکتيا لوبډلو ګډون درلود  . دخوست لوبډله په دې وتوانېده ،چې دسياليو اتلولي راخپله کړي .   يادو سياليوپنځه ورځې دوام وکړ ،چې په پايله کې خوست لومړى مقام ، غزني دويم مقام ، لوګر دريم مقام او پکتيا څلورم مقام  راخپل کړ. دلوبې په وروستۍ ورځ خوست او پکتيا په خپلو کې لوبه وکړه ،چې په زرګونو مينه والو يې ننداره کوله . ددغه لوبې نندارې ته خوست والي ښاغلى عبدالجبارنعيمي اويوشميرنور مسوولين هم ورغلي وو ، ترڅو دا په زړه پورې لوبه له نږدې څخه وګوري . لوبه ،چې دتقريباً نوي دقيقې روانه وه ،په لومړي سرکې دپکتيا لوبغاړو دخوست په لوبډله ګول ووهلو، خو دلوبې په دويم پړاو کې دخوست لوبډله په دې وتوانيده، ترڅو دپکتيا لوبغاړو ورکړى ګول  ور وګرځوي . لوبه په ډېره ښکلې او دوستانه فضاء کې پاى ته ورسيده .وروسته خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دلوبې په زرګونو مينه والوته ويناوکړه ،نوموړي وويل :ډير دخوښۍ اوخوشحالۍ ځاى دى ،چې نن ورځ خوست ولايت ته دنورو ولايتونوڅخه ځوانان راغلي اوپه دې ځاى کې دخوست له ځوانانوسره په نوي لوبغالي کې دسيالۍ په ډګرکې لوبې کوي ،ځوانان غواړي په دې سره هم په ملي کچه اوهم په نړيواله کچه ټولوته دسولې ،امن ،ترقۍ ،ملي يووالي ،اسلامي ورورولۍ ،مينې اودوستۍ پيغامونه واستوي ،ده زياتوله ،چې سالمې لوبې ،سالم صحت جوړوي ،اوسالم صحت سالم فکرجوړوي چې دسالم فکرپربنسټ يوځواکمن او واکمن افغانستان جوړيږي ،همداشان خوست والي وويل :چې دوه کاله وړاندې په خوست ولايت کې ددې زمينه مساعده نه وه ،چې په زرګونو ځوانان دې ديوې لوبې نندارې اويادنورو ولايتونوڅخه خوست ته دلوبولپاره لوبغاړي راشي ،مګرنن ورځ دولايتي ادارې په زياتوهڅو ،کوښښونو اواغيزمنوکړنوسره ددې زمينه مساعده شوې ،چې دغه ولايت دځوانانودسالموسياليوپه سالم ډګربدل شي .خوست والي دې ته هم اشاره وکړه ،چې دا وخت هم راتلونکى دى ،چې په دغه ولايت کې به په نړيواله کچه لوبې ترسره شي ،نوموړي په دې ولايت کې دکرکټ دلوبې يادونه هم وکړه ،چې په دې وروستيوکې دخوست ټيم  دميرلې ټيم ته ماتې ورکړه ،اوپه کرکټ  کې يې هم برياليتوب ترلاسه کړ.نورو مسوولينوهم څرګندونې وکړې .ټولو خوښي وښوده چې په خوست کې دداسې لوبو دجوړيدولپاره ښه زمينه مساعده شوې .واقعيت هم دادى که چيرې دخوست ولايت اوسنيو حالاتوته پاملرنه وشي ،داجوتوي چې خوست اوس مهال دپرمختګ اوترقۍ په حال کې دى ،دولسونو اودولت ترمنځ واټن کم شوى ،دسولې دټينګښت لپاره زمينه برابره شوې ،دامنيتي ځواکونوپه منځ کې همغږي په داسې کچه پياوړې شوې ،چې نه له پخواني حالت سره دپرتلې وړده اونه يې په نورو ولايتونوکې سارۍ ليدل کيږي .ځکه چې داديو  ډاډمن حالت  يوڅرګندثبوت دى ،چې ديوې لوبې دنندارې لپاره دټول خوست په تاريخ کې په زرګونو مينه وال راټوليږي ،دخوښۍ اوخوشحالۍ په فضاء کې دخپلو ځوانانو دسالموسياليوڅخه ننداره کوي .چې ديادې فضاء درامنځته کيدو وياړ دخوست دولايتي ادارې ،ولسونو اوپه دغه ولايت کې دټولو امنيتي ځواکونودى .

 

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “خوست دځوانانودسالموسياليوپه ډګربدل شوى”

  1. +1 Vote -1 Vote +1جمال جمالي says:

    ښاغلی ارمان تڼيوال!
    داچې تا د يو داسې راپورلاندې خپل نظر ورکړی چې نالوستی به پرې همداء خنداوکړي، نه یوازې دا چې خلکو ته دې ځان بې سواده او بې عقله خودلی ځکه چې راپور د صحت په اړه دی، داسې راپور دی، چې په خوست کې د ترسره شويو لوبو په اړه چمتوشوی وه، مګر تا پسې څه ليکلي، دا چې په افغانستان او په ځانګړي ډول خوست په شان يو سرحدي ولايت ته چا کار کړی، څوک ورته کار کوي او څوک داسې پلان لري، چې په آينده کې هم ورته کاروکړي، چې پدې خبره د خوست شریف خلک ښه پوهېږي، ځکه نه یوازې په خوست کې تلويزيونونه شته بلکه به لسګونه راډيوګانې، مجلې او نور مطبوعات هم فعاليت کوي، دا چې تا په خپله تبصره (لیکنه) کې د انګليسي لغات استعمال کړي، داسې معلومېږي، چې پخپله د ISI کارمندیي، او يا داچې درته په داشان کړنو پيسې درکوي، ښاغلی نعيمي هغه فعال شخص دی، چې کارونه يې ټولو خوستمېشتو ليدلي، او قانع هم دې پرې، په مستعر نوم لیکنه کول کمال نه دی، بلکه د دې ښکارندوینه کوي، چې د ځيني استخباراتي کړيو لپاره په ځانګړي ډول همدې کارونو د ترسره کولو لپاره ګمارل شوی يي، ځکه خو نه غواړې خپل اصلي نوم روښانه کړې.
    داچې په خپله وايي ارمان يې، دا به زه هم درسره ومنم چې ارمان يې خو د پيسو ارمانجن، د قدرت ارمانجن او د داسې مقام ارمانجن چې هېڅکله يې ترلاسه کولی نشې، ستا د شوې ليکنې مې معلومه کړه، چې په خپله خو دخوست نه يې مګر دهرځای چې يې خو بیا هم غواړم يوه نېکه مشوره درکړم ښاغلی ارمان!!! زه په هندوستان هېواد کې د کمپيوټرساينس برخه کې خپلې لوړې زده کړې پرمخ وړم، او غواړم ستا ارمانجن ارمان دې ټکې ته واړوم، چې زه په ډېره اسانۍ کولی شم، د ارمان تڼيوال رېښتوني څهره ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول دخوست قدرمن والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ته د خپل ايماني، افغاني او پښتونوالۍ احساس له مخې وښايم، ځکه چې ما نورې هم داسې ليکنې لوستي، چې همدې ليکنې ته ډېرې نږدې وې، چې ډېرو هغه اشخاصو پسې شوي، چې د زړه له کومې غواړي افغان جنګځپلي هېواد ته د خدمت جوګه شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي، مګر ستا په شان ځيني اشخاص چې په مستعر نوم ليکنې کوي غواړي چې زړونه يې مات کړې.
    ارمان صاحب نه یوازې داچې زه کولای شم تاسو ډېر په اسانۍ پيدا کړم، بلکه غواړم ستاسو توجهه يوې بلې خبرې ته هم واړوم چې تخنیک تر دې پرمختګ کړی، چې فکر هم نه شې کولای، که څوک وغواړي تا تعقیب کړي، تليفون، ايميل، مستعر نوم لا پرځای پرېږده، کولای شي ستا نږدې ماحول چې دفتر او ستا د اوسېدو ځای دی هم تعقيب کړي، چې تاسو به خبر هم نه یاست، خو هيله ده چې نور د داسې ليکنو لاس واخلئ او هغه اشخاص پرېږدئ چې غواړي خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده