Posts | Comments | E-mail /

د پوهنې وزارت پر وروستۍ اعلاميه څو ټكي

Posted by on Dec 19th, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د پوهنې وزارت پرون د يوې اعلاميې په خپرولو د «افغان تحليلګرانو شبكې» هغه راپور په كلكه رد كړ چې ادعا پكې شوې وه چې د ښوونځيو پرانيستلو په اړه د حكومت او طالبانو ترمنځ معامله شوې ده.

زموږ د تپل شوي غير طبيعي نظام تر ټولو ستره نيمګړتيا همدغه ده چې په ډيره بده او مغرضانه بڼه دلته له ځينو شعارونو څخه ځانګړې ډلې او افراد كار اخلي، په هيواد كې اور بل دى ددې اور د ژبغړاندو ساتلو لپاره هڅې  كيږي، كه  يې  د مړ كولو لپاره كوم مسؤولانه غږ اوچت شي په ډير مهارت يې د بدنامولو هڅې كيږي.

ظاهراً د بشر د حقوقو،د بيان د آزادۍ او ولسواكۍ شعارونه اوچت دي، خو عملاً له تيرو اوو كلونو راهيسې د هيواد په يوه لويه برخه كې اور بل دى، مرګونه كيږي، بمبارۍ كيږي، پر كورونو د شپې چاپې لويږي، د ښوونځيو د سوځولو او د ښوونكو، علماؤ او قومي مشرانو د وژلو بهير روان دى، خو په كابل كې ناست د بشر د حقوقو كاذبو علمبردارانو او د مدني ټولنې د دروغجنو غړيو ضمير پر دې بې عدالتۍ، وحشت، جهالت او توره لوبه ونه لړزيد. يوه ورځ له كومې خولې داسې مسؤولانه غږ اوچت نه شو چې دغه يولوى سمت له هراته تر كونړه پروت ولس ولې په داسې لوى ناورين كې پروت دى چې د څو ولايتونو د دوولسمو ټولګيو فارغان يې يوازې د غزني د جاغوريو د ولسوالۍ تر فارغانو لږ دي، ولې ددې لوى ملي ناورين دختمولو لپاره لاس په كار نه شوو چې دا به ټول ولس سبا ته په نويو ماتمونو واړوي،

متاسفانه نه يوازې دغسې ويښ ضمير په پاس يادو شويو پاړكيو كې پيدا نه شو بلكې د هغې لويې توطيې پلويان پكې پيدا شول چې په پوهنې وزارت كې دومره احساس پيدا شو چې تړل شوي ښوونځي پرانيزي د هغو پرخلاف يې پوچو تبليغاتو ته مخه كړه، چې يوه ډله د ولس خواخوږي راپورته شول د ولس د تيارې راتلونكې په اړه يې چارواكيو ته ځولۍ وغوړولې، هغوى په سمت او قوم پالنه تورن شول.

موږ داسې ويدو او د پرديو تر دم لاندې ضميرونو ته حيران يوو چې زموږ د ولس د يوې لويې برخې دغه ستر محروميت او بدمرغيو ته يې هيڅ پام نه دى يا يې سترګې پرې پټې كړې دي..

دا چې د پوهنې وزارت په نوښت دسلګونو تړل شويو ښوونځيو دروازې بيرته پرانيستل شوې، معنا دا چې د جهالت، بدمرغيو او وحشت همدومره دروازې وتړل شوې، نور نو كه شپه تياره ده مڼې په شمار دي، اړوند وزارت او يا نور چارواكي هيڅكله هم په خپلو چارو كې اصول او ملي مصالح تر پښو لاندې كولاى نشي، دا جرئت يوازې هغه ياران لري چې د بشر د حقوقو، او مدني ټولنې د بنسټونو تر نامه لاندې د تور وحشت د ډرامې دوام غواړي.

كه د جعل او دروغو دروازې پرانيستې وي او دولس رښتيني خواخوږي دولس ريښتيني هيلې، غوښتنې او لومړيتوبونه راپورته نه كړي، او كه په هيواد كې د احساس او درك خاوندان په يوه محور را ټول نشي د پرديو د كاذبو شعاربازانو په وړاندې ونه دريږي همدغسې به خداى مه كړه د ولس د وينو لښتي روان وي او د ګوتو په شمير پردي پال به په كابل او ځينو لويو ښارونو كې پرې د خرمستيو محفلونه تاوده ساتي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars