Posts | Comments | E-mail /

پيغور كه فرمان؟

Posted by on Dec 17th, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

شف شف

هغه بله ورځ له فساد سره د مبارزې په ملي كنفرانس كې ولسمشر كرزي  عجيبه خبره وكړه، هغه يوه ترخه خبره په خواږه طنز كې وپيچله ويې ويل  چې كه غلاوې او درغلۍ كوئ خير دى خو دوبۍ ته يې مه وړئ، زه ددې پلوى يم چې جګپوړې ماڼۍ پرې جوړې كړئ.

د ولسمشر خبره عجيبه وه خو تر دې عجيب بيا په تالار كې د ناستو يارانو غبرګون ؤ، چې پر خولو يې خنداوې وغوړيدې له ځايه جګ شول او دولسمشر خبره يې د يوه «فرمان» په څير په چكچكو بدرګه كړه.

ما ته له دې سره څو كاله پخوا زما د انډيوال (حميد ناصري) خبره سترګو ته ودريده، هغه ويل دا د فساد ډير غندنه مه كوئ، په خداى چې كابل په  فساد ښكلى شوى دى، تاسو دا جګپوړې ماڼۍ او لوكس كورونه وګورئ چې فساد نه واى دا به مو په خوب نه وو ليدلي.

لكه چې ولسمشرهم له ناصري صيب سره همنظره وي چې فساد كوئ خو كابل پرې ښكلى كړئ،  له ولسمشر سره د «منلي صيب» انديښنه هم خامخا شته، ما د ناصري مقوله هغه مهال منلي صيب ته واوروله، خو هغه راته وويل چې اوس متاسفانه فساد د كابل له سويې لوړ شوى دى، دوبۍ پرې آباده شوې، اوس د فساد زياتې پيسې دوبۍ ته روانې دي.

ماته د ولسمشر له خبرې سره دغه پخواني يادونه سترګو ته ودريدل، او په تالار كې مې چې د موسكاو په بدرګه دلاسونو پړكول ليدل داسې ښكاريدله لكه چې يارانو د ولسمشر پر دغه خبره د «فرمان» ګومان كړى وي، دوى به دا ګڼلې وي چې فساد ته هرڅومره زور وكړي خو دوبۍ ته يې دې نه وړي همدلته دې پرې ماڼۍ جوړوي.

زموږ انديښنه دا ده چې متاسفانه «طنز» او يو تريخ پيغور ډيرو يارانو د خپل ولسمشر د امر او حكم په څير بدرګه كړ، كه همدغسې وي موږ چې سږ كال له  فساد سره د مبارزي د درېيم كنفرانس شاهدان وو خداى خبر دى چې تر بل كنفرانس پورې به دغه ولس او دغه نظام پاتې شي كه نه؟

دا چې د فساد په غندلو كې خبره تر د ې رسيدلې چې د كابل او دوبۍ رنګ او رڼا پرې جوړه ده، اوس چې ياران په هرڅه كې لاس خلاص ويني نو كوم توپان به راالوزي؟

د پاكستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو د حكومت پر مهال هغې يوې غونډې ته په وينا كې ويلي وو چې موږ تصميم نيولى چې غريبي به له هيواده وركوو، ددې پر دې خبره يوه ليكوال په طنز ليكلي وو چې بې نظير بوټو رښتيا وايي ددوى د حكومت كړنلاره دغريبانو له منځه وړل دي، چې غريبان ختم شي غريبي به هم ورسره ختمه شي!

اوس هم كه دا فسادي ياران فكر وكړي چي ولسمشر اجازه راكړه چې فساد وكړئ خو په كابل كې جګپوړې ماڼۍ پرې جوړې كړئ، معنا د ا چې كابل به همدې څو د جګپوړيو ماڼيو خاوندانو او لويو كاروباري يارانو ته ورپاته وي عام ولس به دومره فساد ځپلى وي چې نور به له اخ او ټوخه لويدلى وي.

خداى دې افغان ولس ته خير پيښوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه