Posts | Comments | E-mail /

په قطر كې د طالبانو دفتر ولې او د څه لپاره؟

Posted by on Dec 17th, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په دې ورځو كې په قطر كې د طالبانو د يوه دفتر د پرانيستلو په اړه خبرې په رسنيو كې ډيرې زمزمه كيږي چې په قطر كې به پرانيستل كيږي او امريكا او جرمني له طالبانو سره په خبرو كې پر دې توافق كړى دى.

حكومت له قطر څخه خپل سفير راوباله، ظاهراً هغه د مشورې لپاره رابلل شوى، خو اصلاً ښكاري چې د حكومت دغه اقدام يو احتجاج دى چې ولې له دوى سره له مشورې او توافق پرته دداسې دفتر د پرانيستلو خبرې كيږي، همدغسې د ولسمشر د دفتر لخوا په دې اړه په خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي چې د طالبانو دفتر دې يا په تركيه او يا عربستان كې جوړ شي.

په هر صورت دا يوه پرمختيا ده چې يو پټ ځواك راڅرګند شي. آدرس پيدا كړي او د خبرو بهير ورسره پيل شي.

خو پوښتنه دا ده چې آيا په قطر كې د طالبانو د دفتر پرانيستل كيدل په همدې موخه دي كه نه دا د بحران د يوه بل پړاو او د يوې بلې توطيې پيلامه ده؟

كه موخه د بحران پاى ته رسول او ددغه اوږدې لانجې ختمول وي چې د افغانستان په شمول ټوله سيمه ورسره نا آرامه ده، بيا خو دې ته اړتيا ده چې په دې ستونزه كې ښكيل لوري ټول پر دې سره موافق وي چې د طالبانو لپاره څه ډول دفتر، چيرته او د كومو كومو موخو لپاره؟!

كه افغان حكومت او يا دسيمي په كچه په لانجه كې شامل لوري په دې  اړه توافق و نه لري او يا په دغسې مشوره كې شامل نه وي، معنا دا چې دا د امريكا او جرمني يوه مشتركه پروژه ده، موخه هم دا نه ده چې لانجه ختمه شي او سوله راشي، كومه بله نقشه ده چې د بحران د اوږدولو لپاره كارول كيږي، خداى دې وكړي چې داسې نه وي.

له دې نه انكار نشي كيداى چې د افغان حكومت وسله وال مخالفين په هيواد كې دننه نفوذ او پلويان لري، خو ددوى تر ټولو لوى ځواك په ګاونډيو هيوادونو كې د پټيدو مركزونه او د روزنې او اكمالاتو امكانات دي، همدغسې په افغانستان كې د لانجې او بحران د دوام سبب د افغانانو خپلمنځي لانجې دي چې له دې نه ګاونډيو او لويو ځواكونو ته بيا د لاسوهنو زمينه برابره شوې ده، ځكه خو ددې لانجې د دايمي او مناسب حل يوازينۍ لاره همدغه ده چې په بين الافغاني كچه ښكيل لوري يو له بل سره خبرو او تفاهم ته چمتو شي، نړيوال لورى ددوى د جوړجاړي او خبرو اترو ته د چمتو كيدو شرايط بايد برابر كړي.

كه فرض كړو چې يوازې امريكا، المان او يا په ټوله كې لويديزوال له طالبانو سره كوم توافق ته ورسيږي هغه به بيا هم په افغانستان كې د يوه نوي بحران د پيليدو په معنا وي، خداى دې وكړي چې د قطر دفتر او نمايندګۍ پرانيستل دداسې شومو موخو لپاره نه وي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars