Posts | Comments | E-mail /

د اداري فساد مخنيوى د چا مسؤوليت دى؟

Posted by on Dec 12th, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

پرون په كابل كې د  اداري فساد په وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په اړه يوه غونډه جوړه شوې وه چې ولسمشر حامد كرزي په دې اړه په زړه پورې خبرې وكړي او يو لړ واقعيتونو ته يې اشارې هم وكړې او هغه كسان يې چې په فساد كې د ككړتيا له لارې د لوړپوړو ودانيو او سوداګريزو مركزونو خاوندان شوي دي د طنز په ژبه وغندل او دغسې يې بهرنيانو ته هم اشارې وكړې چې په فساد كې لاس لري او دا يې هم وويل چې همدې اداري فساد د افغان دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ باور ته هم زيان رسولى دى. دا ترخه واقعيتونه دي چې بايد پرې اعتراف وشي:

- زموږ په هيواد كې اداري فساد اوج ته رسيدلى او د افغانستان نړيوال پرستيژ ته يې زيان رسولى دى.

- پخپله افغانان هم په پراخه پيمانه په اداري فساد كې لاس لري او بهرنيان هم چې په ډيري مواردو كې يو بل ته د مرستې لاس هم وركوي.

خو آيا د دولت مسؤوليت پر دې رفع كيږي چې يوازې واقعيتونو ته ګوته ونيسي؟

تر اوسه پورې دولت د فساد په مخنيوي كې څومره خپل مسؤوليت ترسره كړى؟

آيا دولت په دې فكر كړى چې د اداري فساد د زياتوالي علت څه دى؟

د فساد د قوت موندنې اصلي علت دا دى چې تر اوسه پورې هيڅوك په دې جرم د قانون منګولو ته ونه سپارل شو، ولسمشر پخپلو خبرو كې د مجرمينو د خلاصولو لپاره دواسطو خبره هم وكړه؛ خوولې دغسې وشي.

دغه سيئه سنت بايد له منځه ولاړ شي، د قانون د حاكميت لپاره بايد لاره پرانيستل شي، په كومه ټولنه كې بايد عدالت پلى شي او بايد د زر و زور زړو كيسو ته د پاى ټكى كيښودل شي، په ټولنه كې چې قانون حاكم نه وى هلته هم زر خپل جادويي اغيز لرلاى شي او هم زور، هلته به دغريب حق پايماليږي، زورور به دخلكووينې څښي اودهرې ورځي په تيرېدو سره به لا پسې چاغيږي.

د قانون حاكمول پخپله نه كيږي، قانون بۀ څوك واكمنوي او هغه څوك دولت دى. دولت بايد په ځان كې دا جرئت پيدا كړي چې ټولنه د ځنګله د قانون له حالته راوباسي، قوانين اصلاً د عدالت د تامين او جرايمو د مخنيوي لپاره دي، كه نه د جرايمو مخه ونيول شي او نه عدالت پلى شي، بيا نو د قانون معنا څه ده. هسې د دفترونو په ميزونو كې دقانون مسودې او كتابچې ايښودل هيڅ ستونزه نه شي اوارولاى.

زموږ وړانديز دا دى چې له افغانستانه د اداري فساد  جرړي ايستل يو جرئتمندانه اقدام غواړي او يوازي غونډې بيانيي، ګردي ميزونه، مطبوعاتي كنفرانسونه او دې ته و رته حركتونه د ټولنې لمنې د فساد له تور داغ نه نشي پاكولاى او نه د دولت مسؤوليت پر دې خبرو تر سره كيږي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بانک روسیه 'حسابهای کارمندان سفارت ایران را مسدود می کند

    March 2nd, 2012

    مسکو:- سفیر ایران در روسیه گفته است که بانک محل نگهداری �[...]

    په خوست کې شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي اېښودل کېږي

    March 2nd, 2012

    خوست ښار : د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا پنځه �[...]

    دملي دفاع وزیردتیښتې نوښت دناټودمشرانو هم خوښ شو

    March 2nd, 2012

    لیکوال: ابراهیم نعیمی زمادلاندې لیکنې ددوهمې برخې بڼه [...]

    ته ولې خفه يې؟!

    March 2nd, 2012

    لنډه کيسه           رفيع الله روشن نن يې دخبرو پيل په �[...]

    اسير شوى قلم

    March 2nd, 2012

    ادبي ټوټه::::رفيع الله روشن دورځې نهه بجې وې چې دڅلورو د�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars