Posts | Comments | E-mail /

کابل د آی اس آی په لاس دویمه کربلا

Posted by on Dec 9th, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

مجیب الرحمن ساپی

د روان کال د نومبر په پنځه ویشتمه نېټه د شپې له خوا ناټو ځواکونو چورلکو پر پاکستانۍ پوستې برید وکړ، چې له امله یې اته ویشت تنه پاکستاني پوځیان و وژل شول او دیارلس نو ټپیان شول.
دغه برید له ځانه سره بېلابېل غبرګونونه درلودل. پاکستاني چارواکو دغه برید د پاکستان پر خاروې د ناټو په ځانګړې توګه د امریکې له خوا یرغل وباله او له افغان دولت څخه یې غوښتنه وکړه، څو بهرنیو ته دې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو په ځانګړي توګه د پاکستان پر وړاندې ګټه پورته کړي.
د دغه غبرګون پر وړاندې د ناټو او افغان ځواکونو ځینو چارواکو وویل، چې لومړی برید د پاکستاني پوځیانو له لوری تر سره شوی دی او حتی ځینو رپوټونو داسې هم ویل، چې د پاکستاني پوځیانو دغه پوسته شاخوا اته څلوېښت کیلو متره د افغانستان په خاوره کې دننه جوړه شوې وه. ځینو رپوټونو؛ خو بیا ویل، چې په دغې پوستې کې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اس آی) لوړپوړي افسران مېشت وو او له همدې ځای څخه به یې افغانستان ته ترهګر او څارل به یې او حتی د ناټو او افغان ځواکونه به یې هم له همدې پوستې څخه څارل.
د دغه برید په غبرګون پاکستان د افغانستان په اړه نړۍ والې غونډې یعنې د بن په دویم کنفرانس کې له نه ګډون څخه وویلې او ټولو پاکستاني چارواکیو، سیاسي ګوندونو او د پاکستان پارلمان په یوه خوله وویل، چې د افغانستان په اړه په د بن په دویم کنفران کې به ګډون نه کوي. د افغان، آلمان، امریکا او ځینو نورو هېوادونو د حکومتونو لوړپوړو چارواکو هڅه وکړه، چې پاکستان دېته قانع کړي، څو په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي؛ خو مثبته پایله یې تر لاسه نه کړه.
افغان ولسمشر حامد کرزي د دویم بن نړۍ وال کنفرانس په درشل کې پاکستان تورن کړ، چې د افغانستان د سولې خبرې اترې سبوتاژ کوي او د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې په خبرو اترو کې خنډ رامنځ ته کوي، چې د ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې بیا هم د پاکستان له کلک غبرګون سره مخ شوې.
د افغان ولسمشر حامد کرزي له دغو څارګندونو څخه دوه ورځې وروسته په کابل، مزار شریف او کندهار کې د عاشورا پر ویرجنو ځانمرګي بریدونه تر سره شول، چې تر ټولو خونړۍ هغه یې د کابل په مراد خانۍ سیمه کې د ابوالفضل زیارت ته څېرمه برید وو.
د دغه برید له په لومړیو کې داسې انګېرل کېده، چې دغه برید به د وسله والو طالبانو له لوري تر سره شوی وي؛ خو وسله والو طالبانو له لوري دغه برید په کلکه وغندل شو او د کابل برید له تر سره کېدو څخه څو ساعته وروسته په پاکستان کې مېشته د جنګوي ډلې یوه ویاند رویټرز سره په خبرو کې وویل، چې د کابل برید د دوی له لوري تر سره شوی او موخه یې شیعه ګان وو.
لومړی به د جنګوي (جهنګوي) په هکله یوه اندازه معلومات وړاندې کړم.
د پاکستان سپاه صحابه په ۱۹۸۵ زېږدي کال کې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اس آی) له لوري د مولانا حق نواز جنګوي په مشرۍ رامنځ ته شوه، چې موخه یې د پاکستان ګټې په ځانګړې توګه د روسيې پر وړاندې چریکي او ترهګریز بریدونه وو.
هغه مهال، چې مولانا حق نواز جهنګوي د خپل وراره کې کې بیلي له لوري و وژل شو په ۱۹۹۲ زېږدي کال کې د جهنګوي ډله د پاکستان سپاه صحابه څخه جلا او ویل کېږي، چې د سپاه صحابه پوځي برخه و ټاکل شوه.
د جهنګوي له وژل کېدو څخه وروسته مولانا ضیا الرحمن فاروقي د جنګوي ډلې د مشر په توګه و ټاکل شو، چې د پاکستان په اتیلافي حکومت کې د پنجاب وزیر هم پاتې شوی دی. فاروقي هم په ۲۰۰۳ زېږدي کال کې ترور شو.
مولانا اسرار الحق د جنګوي ډلې له نوموتو غړو څخه وو، چې ډېره هڅه وکړه، څو د دغې ډلې د مشر په توګه وټاکل شي؛ خو ونه توانېد، څو د دغې ډلې مشرۍ ته ورسېږي.
له مولانا اسرار الحق له وژل کېدو څخه وروسته مولانا اعظم طارق د جنګوي ډلې مشر په توګه و ټاکل شو، چې وروسته دی هم د دغې ډلې نورو مشرانو په توګه ترور شو؛ خو د اعظم طارق د ترور پړه د پاکستان پر تحریک جعفریه، چې شیعه ډله ده واچول شوه البته له دې وړاندې د دغې ډلې او شیعه وو ترمنځ ستونزو شتون درلود؛ خو د نوموړي له ترور سرهد جنګوي او شیعه ډلو ترمنځ نښتې پیل شوې.
باید ووایم، چې جنګوي ډله اوس هم د پاکستان په پارلمان کې غړي لري او حتی د پاکستان په حکومت کې د پراخ نفوذ خاونده ده.
د بن په کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون دا په ډاګه کړه، چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي؛ خو دا هم په ډاګه شوه، چې د پاکستان او نورو ګاونډیو له مرستو او همکارۍ پرته هم شونې ده، چې افغانستان خپلې چارې پر مخ یوسي او هېڅ راز ستونزه په کې رامنځ ته نه شي.
د بن کنفرانس په دویمه ورځ په کابل کې برید وشو، چې دا خپله په ډاګه کوي، چې د دغه برید تر شا د پاکستان لاس دی او هغه هم د دې لپاره، چې پاکستان افغان حکومت ته وښایي، چې د افغانستان ستونزې غوټه یوازې د پاکستان په لاس خلاصېدلی شي او بس.
له دغه برید وروسته او کله، چې ولسمشر حامد کرزي د کابل پېښې ټپیانو سره له لیدنې وروسته وویل، چې د جنګوي ډله په پاکستان کې مېشته ده او دغه ډله به عدالت ته راکاږي او ویې ویل، چې د پاکستان له حکومت سره به په دې اړه خبرې وکړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې افغانستان دې د برید په اړه شواهد د پاکستان په واک کې ورکړي.
له یوه لوري دا د پاکستان حق دی، چې په اړه د شواهدو  غوښتنه وکړي؛ خو که چېرې ځیر شو نو و به لیدل شي، چې د شواهدو غوښتنه په دې معنی ده، چې برید د پاکستان له لوري تر سره شوی دی؛ خو اوس تاسو باید شواهد وړاندې کړئ.
په ۲۰۰۸ زېږدي کال کې هغه مهال، چې لشکر طیبه د هندوستان د ممبیي ښار په یوه هوټل برید وکړ، نو هندوستان کره شواهد پاکستان ته وړاندې کړل؛ خو پاکستان د لشکر طیبه پر وړاندې هېڅ راز اقدام ونه کړ؛ ولې هندوستان و کولای شوای، چې ثابته کړي د دغه برید تر شا د پاکستان څارګره اداره (آی اس آی) لاس لري.
اوس مهال هم افغان دولت ته لازمه ده، چې کره شواهد پاکستان او نړۍ والې ټولنې ته وړاندې کړي، څو وکولای شي دا ثابته کړي، چې دغه برید د پاکستان د څارګرې ادارې په ملاتړ تر سره شوی دی او له دې لارې پر پاکستان د نړۍ والې ټولنې فشارونه زیات کړي، څو په راتلونکې کې د داشان بریدونو مخنیوی وشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور
    • جنګسالاران دا ځل واك ته پارلماني پلمه كوي
    • وروستيو سيلابونو دګرديز اوخوست دلوى سرک ترټولو لوى پُل نړولى دى
    • بدون شرح
    • درگیری های شدید در سرحد هند و پاکستان
    • افغانستان به تاجکستان گاز صادر می کند
    • وقوع انفجار شدید در شاهراه کابل-مزارشریف
    • وزیر اطلاعات و کلتور تونس توسط یک هنرمند لت و کوب شد
    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى