پرون د عاشورا د نمانځنې پر غونډه ځانمرګى بريد چې څومره د ستر وحشت ښكارندوى دى ښايي ساري يې ډېر لږ وليدل شي، دا زموږ د هېواد په تاريخ كې لويه غميزه ده چې په مذهبي مراسمو دې بريد شوى وي، تر دې وړاندې يوازې په تخار كې د كندز د والي انجنير عمر د وژلو پېښه داسې وه چې د جمعې د لمانځه پر مهال په جامع جومات كې بريد شوى ؤ. پرونۍ پېښه چې څومره وغندل شي پرې لږ ده، د عاشورا د ورځې پر مراسمو ځانمرګي بريد نه يوازې دا چې درنه مرګ ژوبله درلوده او زموږ زياتې كورنۍ يې په وير كښېنولې بلكې د يوې نوې فتنې د راپورته كولو هڅه ښكاري چې تر اوسه پورې زموږ ولس ترې خوندي ؤ. زموږ په ولس كې سياسي مخالفتونه، د نظريو ټكر او مخالفتونه معمول وو چې په هره ټولنه كې معمول دي، خو سره له دې چې يو شمير سياسي څېرو هڅې وكړې چې زموږ په ولس كې مذهبې فتنې راپورته كړي او يا ولس په قومي شخړو كې سره ښكيل كړي تر اوسه پورې د لوى خداى په فضل دغه رنځ يوازې د سياست او يا روښانفكرۍ په څو ككړو مغزونو كې ايسار پاتې دى، پرون د مردا خانيو پر ماتمي غونډه ځانمرګى بريد، د همدغسې فتنې د راپورته كولو يوه بله هڅه ده چې خداى دې وكړي زموږ ولس او د ولس هغه با درده مشران او چارواكي ورته پام وكړي. ښايي پر پرونۍ پېښه كې ډېرى او يا ټول قربانيان او ټپيان زموږ شيعه وروڼه وي خو دوى بايد دې ته پام وكړي چې ترهګري نه مذهب لري او نه هويت. هغوى د تالقانو په جومات كې د جمعې د لمانځه په لمونځ كوونكيو هم رحم نه لري اود مراد خانيو د عاشورا په غونډه هم. كه خداى مه كړه موږ په دغسې پېښو كې د مذهبي اختلاف خبره كوو معنا دا چې د دښمن توطيه بريالۍ شوه هغوى همدغه غواړي چې هم زموږ په ولس كې د ژبې، قوم، سمت، مذهب او خېل په نامه فتنو ته لمن ووهي اوهم مو له هر لوري ووژني. واقعيت دا دى چې د پرونۍ پېښې په څېر غميزې اصلاً دا روښانوي چې زموږ ولس له يوه ډېر خطرناك دښمن سره لاس او ګريوان دى، داسې دښمن چې د عصر تر ټولو سترې خطرناكې جاسوسي شبكې ورسره ملګرې دي، له دې دښمن سره يوازې د ملي يووالي په جذبه او احساس مقابله كيداى شي او له دې ستر ناورين څخه زموږ د نجات او ژغورنې يوازينۍ لاره همدغه ده چې د توطيو ښكار نه شو خپل ماتم په ګډه وژاړو تر څو خپل وياړونه په ګډه ونمانځلۍ شو.