Posts | Comments | E-mail /

د بن دوهم كنفرانس د غوغاؤ پيل كه پاى؟

Posted by on Dec 5th, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

نن به دبن كنفرانس چې د بن دوهم كنفرانس په نامه مشهور شوى د يوې ګډې اعلاميې له خپراوي سره پاى ته ورسيږي، خو دا لا معلومه نه ده چې د تيرو څو مياشتو غوغاوې به ورسره پاى ته رسيږي كه به نوې غوغاوې راپورته كړي.

ځكه چې د بن د اصلي كنفرانس په څنډو كې د بيلا بيلو ډلو او افرادو غومبر جوړ كړاى شو په داسې بڼه چې د دوى د خبرونو له خپريدو مخكې ددې ډلو پر بلل كيدو نه افغانان خبر وو او نه عام نړيوال، د دغو ډلو او افرادو د غوښتلو موخه څه وه او ولې داسې پټ په پټه ور وبلل شول، د څه لپاره؟ ددغو پوښتنو ځوابونه به د بن كنفرانس راتلونكې ټاكي.

په هر صورت د بن دوهم كنفرانس ته چې افغان ولس په لومړيو كې څومره هيلې درلودې، هغه له دغسې غير شفافو او مرموزو مانورو سره تر ډيره حده په نهيلۍ بدلې شوې، را ځو دې ته چې په ګډه اعلاميه كې به خامخا هغه دوه اړخيزه ژمنې شاملې وي چې افغان حكومت او نړيواله ټولنه يې يو بل ته وركوي.

په دې كې د افغان لوري د غه غوښتنې چې د يوناما پر ماموريت له سره غور وشي او د نړيوالې ټولنې متوازي ادارې ختمې شي او نورې دې ته ورته غوښتنې واقعاٌ ي ځانګړى ارزښت لري.

خو ددې اعلاميې د عملي كيدو په باب به لا هم د افغانانو پر اذهانو د شك وريځې خپرې وي، ځكه چې عملاً ويني چې نړيوال ورسره په چل كې دي. د مدني ټولنې دغوړيدا خبره كوي خو موخه يې ځانګړي افراد وي، ولسواكي او ديموكراسي د نظام ا رزښت بولي خو دوى بيا تر همدې نامه لاندې پر افغانانو د استبدادي نظرياتو طرحو او افرادو د تپلو هڅې كوي.

د بن د غونډې په څنډو كې د بيلا بيلو ډلو او افرادو وربلل، د مدني ټولنې له آدرسه د سولې پر خلاف او دجګړې د دوام پيغام وركول له دې پرته بل څه مفهوم درلوداى شي چې نړيواله ټولنه لا هم په افغانستان كې د بحران د پاى ته رسولو لپاره تصميم نه لري.

په هر صورت اوس دې ته اړتيا ده چې پخپله افغان ولس راويښ شي، پر نړيوالو دومره تكيه ونكړي چې هرځل له نهيليو سره مخ شي، د نړيوالې ټولنې په تيره د لويو او پر مختلليو هيوادونو مرستې او ملاتړ زموږ دولس لپاره واقعاً ارزښتمن دى، خو د ولس اصلي برخليك پخپله زموږ دنده او فريضه ده، افغانان دخپلو ګټو، ارزښتونو او هويت دخونديتابه مسؤوليت لري، ځكه خود نړيوالې ټولنې د مرستو تر څنګ د هغو كارول هم بايد په داسې بڼه وي چې زموږ رښتيني اړتياوې، ارزښتونه او لومړيتوبونه پكې رعايت او تضمين شوي وي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بانک روسیه 'حسابهای کارمندان سفارت ایران را مسدود می کند

    March 2nd, 2012

    مسکو:- سفیر ایران در روسیه گفته است که بانک محل نگهداری �[...]

    په خوست کې شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي اېښودل کېږي

    March 2nd, 2012

    خوست ښار : د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا پنځه �[...]

    دملي دفاع وزیردتیښتې نوښت دناټودمشرانو هم خوښ شو

    March 2nd, 2012

    لیکوال: ابراهیم نعیمی زمادلاندې لیکنې ددوهمې برخې بڼه [...]

    ته ولې خفه يې؟!

    March 2nd, 2012

    لنډه کيسه           رفيع الله روشن نن يې دخبرو پيل په �[...]

    اسير شوى قلم

    March 2nd, 2012

    ادبي ټوټه::::رفيع الله روشن دورځې نهه بجې وې چې دڅلورو د�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars