Posts | Comments | E-mail /

دپیاوړي شاعرښاغلي عبدالباري جهاني دمرکې په اړوند

Posted by on Dec 3rd, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لیکوال ابراهیم نعیمي

 

هغه مرکه چې د

nahimi.dk/pashto

دچلوونکي لخوادښاغلي عبدالباری جهاني سره د۲۰۱۱ زکال په ۲۷ مه نیټه شوی ده ، په زړه پوري اودپاملرنې وړموضوعاتوته اشاره کړی ده چې زه به ددغې لیکنې په بهیرکې ورباندی مکث وکړم :
ـ ښاغلي عبدالباري جهاني دملي وحدت په اړوندپه ټولوهغوغونډوکې چې ګډون کړی وه ، اوږده بحثونه یي کړی ول . دنوموړی پیغام په لومړی سرکې پښتنوته داوه چې ددراني او غلجي ترمنځ اختلافونه لیري وغورځوي . دهزاره ، ازبکواونوروغیري پښتون دقومونواستازو سره یي په مجلسونوپیغام روښانه وه : ( که پښتون په هزاره اویابل غیري پښتون قوم سره دښمني کوي په حقیت کې دخپل پښتون قوم سره دښمني کول غواړي . اوکه برعکس تاجک او یابل غیري پښتون قوم ، پښتنوته ددښمن په سترګه ګوري ، په حقیقت کې خپل تاجک قوم ته په دښمنۍ کتل دي .»
په رښتیاهم داسې ده . ماڅوورځي وړاندي په دی اړوندپه دري ژبه ددی سرلیک لاندي (اختلافات دروني قومی ، موفقیت دشمنان راچندبرابرمیسازد) یوه لیکنه وکړه چې په یوه برخه کې داسي راغلي دي :
« برادران عزیز ، وطنداران ! خون اجدادهمه مابه خاطراستقلال کشوردرهمین مرزوبوم که به نام افغانستان یادمیګردد ، ریخته است . افتخارات مان درهمین کشوراست . ایران ، تاجکستان ، ازبکستان وغیره غیره کشورهای مان نیست ونه هم درآن کشورهاافتخارات مان نهفته است . اجدادوپدران مابرای انهاخون نه ریخته . کدام منطق حکم میکندکه هرسنګ کشورافغانستان به خون نیاکان مان اغوشته تااستقلال راازان خوسازد ، ولی ماامروزبه نفع دیګران این همه قربانی هافراموش کنیم ؟ باهوش باشید که هیچګاه تاجک دشمن هزاره ویاپشتون دشمن ازبک وغیره شده نمیتواندماتاریخ هزارها ساله راباهم داریم وقادرهستیم که مشکلات درونی خودرا باهم حل نمایم . ولي دشمن به هیله خوددوام داده تانام کشورافغانستان رادرنقشه جهان پاک کند. مګرمابامشت اهنین جواب همه قدرت هاراداده میتوانیم اګرهمه ملیت هابه یک اوازواراده مانند نیاکان خودبرای دفاع ازکشورخودبرزمند.»
زه دجهاني صاحب دویناپه تاییدوایم چې دقومونوپه اختلافاتوکې هیڅ قوم ته ګټه نه رسیږي بلکي زموږد ټولوافغانانودبشپړي نابودی لپاره زمینه برابریدلای شي . دښوونځي دوخت دهغه سپین ږیري کیسه رایادشوه چې خپل اولادونوته یي دلښتویوه لویه غونچه ورکړه چې ماته یي کړي خویوزوی یي هم په ماتولوبریالی نه شو. ولي سپین ږیری پلارهره لښته بیل بیل په ډیره اسانۍ سره ماته کړه . موږافغانان بیله دی چې قوم، ژبه ، سیمه اومذهب په نظرکې ونیسو،  د زرونو کلنوګډ اوږدتاریخ لرو. دحیرت ځای به وي چې دمزاری شریف څخه کندهارته یوافغان په ویزه ولاړشي . ښه به داوی چې خپل هیوادیوموټي وساتو، ددی پرځای چې خدای ناخواسته دنابودی کندی ته ټیل وهل شو.
دمرکې په یوه بله برخه کې ښاغلي جهاني په هیوادکې دیوزړه سواندي زعیم په اړوندهم د ځوانانواوولسونودناامیدي اواندیښني څخه وږغید. په رښتیاهم ملي وحدت هله ممکن دي چې هیواد زړه سواندۍ اودمعاصرې نړۍ دستونزوڅخه بشپړه خبرتیاولري اودهیوادګټې دټولو شخصي ګټونه په لومړی لیکه کې وګڼي . په دی اړوندیي دکابل په پوهنتون کې دیوځوان پوهیدونکې دردناکه کیسه وکړه چې تاسویي په مرکه کې ارویدلای شي .
دمرکې په بله برخه کې مهمه موضوع دعنعنوی جرګې اوستراتیژیک تړون په اړوندوه چې ښاغلي جهاني دموضوع ټول اړخونه په دلایلوسره داسي بیان کړل :
« امریکاافغانستان ته دراتلوپروخت دافغانستان دخلکوڅخه اجازه اخیستي نه ده ، دبن په غونډه کې هم هغه کسان چې دوی غوښتل ، دګډون لپاره وغوښتل شول ، دهیوادڅخه دپوځیانوپریکړه دوی خپله وکړه ، بیایی هم خپله وویل چې تروتلووروسته هم مرستوته دوام ورکوواواوس د ستراتیژیک تړون په اړوندهم دوی وړاندیزوکړ. افغانستان داقتصادي اوپوځي له پلوه دومره په امریکااولویدیزوهیوادونوپوري تړل شوی دي ، چې داوسني دولت چلول بیله ددوی دحضور څخه ممکنه چاره نه ده ، ترټولوخولابده داده چې دعسکري مکلفیت دوره یی په کارباندي واړول چې یوازي دکاله دپوځ ، پولیسواوامنیتي کارمندانوتجهیزاومعاشونه شپږمیلیارده ډالره کیږي چې افغانستان یي په ډیره اوږده موده کې ترعهده وتلای نه شي …»
درسنیودخبرتیاله مخي امریکاپه تیرولسوکلنوکې دپوځ پرتجهیزاومعاشونو ۱۴۴ میلیارده ډالره لګولي دي په داسې حال کې چې دافغانستان چارواکې ادعالری چې پوځ تراوسه هم په موډرنو وسلوسمبال شوی نه دي . اوس نوتاسې قضاوت وکړي چې دومره پیسي به افغانستان دکومه پیداکړي ؟
په هیوادکې دځوانانودښوونې اوروزنې په اړوندموهم ژوربحث وکړاودښوونځیودخوارحالت چې دښاغلي جهاني دسترګولیدلي حال وه ، بیان کړ. دپوهنتونونودشمیرې دزیاتوالي په اړوند موموبحث وکړ. مادپوهنتونونودشمیرې په اړوندمخکې لیکنه کړی وه چې دکمیت اوکیفیت تر مینځ نامناسبه انډول زماپه انددډیرې اندیښنې وړده چې ښاغلي جهاني هم زیاته اندیښنه ښکاره کړه .
په مرکه کې پرنورومهموموضوعاتوبحث وشوچې زماپه انددپاملرنې وړدي . پای

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    سخنگوی ریاست جمهوری پاکستان آوازه های استعفای آصف علی زرداری را رد کرد

    December 7th, 2011

    اسلام آباد:- سخنگوی ریاست جمهوری پاکستان این شایعه را ک�[...]

    د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری استعفا ته مجبور کړل شو

    December 7th, 2011

    انجنیر سید احمد شاه سادات اسلام آباد:- د میامی هیرلډ ا�[...]

    په پکتیا کې په لویه پیمانه نشه یې توکی و نیول شول

    December 7th, 2011

    کابل( روح الله سمون):- د یو لړ خاصو عملیاتو په ترڅ کی چی[...]

    د جلالکوټ ادبي خوځښت د ٥٦مې اونيزې غونډې رپوټ!

    December 7th, 2011

    د جلالکوټ ادبي خوځښت د ٥٦مې اونيزې غونډې رپوټ! جلال الد[...]

    د هلمند ولایت په ماین چاودنه کې ۲۴ تنو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

    December 7th, 2011

    لښکرګاه:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس د هلمند ولایت په ما[...]