Posts | Comments | E-mail /

سروې: د افغانانو د عمر منځنۍ کچه لوړه شوې

Posted by on Dec 1st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل (: د يوې نوې سروې له مخې، د تېرو لسو کلونو په پرتله په منځنۍ توګه د افغانستان د خلکو د عمر کچه لوړه شوې او همدارنګه د تېرو لسو کلونو په پرتله د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شوې ده.

دغه سروې د عامې روغتيا وزارت او د مرکزي احصايې د ادارې له خوا د نړيوال روغتيايي سازمان، يونيسف او د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې په مرسته د هيواد په ٣٤ ولايتونو کې ترسره شوې ده.

دغه سروې، چې د ١٣٩٠ کال د غويي په مياشت کې پيل او د ليندۍ په مياشته کې بشپړه شوې، نن (د ليندۍ ٩مه) د عامې روغتيا وزارت د سرپرستې ډاکټر ثريا دليل له خوا په يوې خبري ناسته کې اعلان شوه.

د نوموړې په وينا، په دغې سروې کې د ميندو، ماشومانو او زيات عمر لرونکو کسان د مړينې شمېرې، د مړينې لاملونه، د امېدوارۍ کچه، پوهه او همدارنګه د کورنۍ د سمون له روشونو څخه ګټه اخيستنه، له زېږون مخکې، د زېږون پر مهال او تر زېږون وروسته د مراقبتونو له خدمتونو څخه ګټه اخيستنه شامل دي.

 نوموړې وايي چې د سروې پايلې ښيي، چې په تېرو لسو کلونو کې د ميندو د مړينې کچه راټيټه شوې ده، چې اوس مهال د زېږون پر مهال له هرو سل زرو ميندو څخه ٣٢٧ تنې مري؛ خو په داسې حال کې چې د يوې سروې له مخکې چې لس کاله مخکې ترسره شوې وه، د زېږون پر مهال له هرو سل زرو ميندو څخه ١٦٠٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

 دليل وايي چې سروې ښيي، چې په افغانستان کې له زېږون مخکې او د زېږون پر مهال مراقبتونه او همدارنګه د زېږونونو تر منځ د واټن رامنځ ته کېدل د تېرو کلونو په پرتله زياتوالى موندلى دى.

 د نوموړې په وينا، ٦٠ سلنه ښځې له زېږون مخکې مراقبتونه د ولادي ماهر له لارې ترلاسه کوي او همدارنګه ٢١ سلنه مېرمنې د زېږونونو تر منځه واټن رامنځ ته کوي، چې دا د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې د کچې په راټيټيدو کې مهم رول لري.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نوې سروې له مخې، له دوو کلونو څخه کم عمره له هرو زرو ماشومانو څخه ٧٧ تنه او همدارنګه له پنځو کلونو څخه کم عمره له هرو زرو ماشومانو څخه ٩٧ تنه مري.

 نوموړې وويل، په داسې حال کې چې مخکې له دوو کلونو څخه کم عمره له هرو زرو ماشومانو څخه ١١١ تنه او له پنځو کلونو څخه کم عمره له هرو زرو ماشومانو څخه ١٢٩ تنو خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

 دليل وايي چې د نوې سروې له مخې، په افغانستان کې د عمر منځنۍ کچه لوړه شوې او اوس مهال په منځنۍ توګه د نارينه وو د عمر کچه ٦٢،٣ او همدارنګه د ښځو د عمر کچه ٦١،٥ کاله ده؛ په داسې حال کې چې مخکې د نارينه وو د عمر کچه ٤٣ کاله او د ښځو د عمر کچه ٤١ کاله وه.

 د دليل د معلوماتو له مخې، په دغې سروې کې له ٢٢زرو کورنيو څخه ٤٧زره مېرمنې تر پوښښ لاندې نيول شوي دي.

 نوموړې وايي چې د امنيتي ستونزو له مخې د کندهار، هلمند او زابل ولايتونو لرې پرتې سيمې د دغې سروې تر پوښښ لاندې نه دي راغلي؛ خو د دغو ولايتونو ښاري سيمې په سروې کې شامل دي.

 د عامې روغتيا وزارت د سرپرستې په وينا، په ټوليزه توګه دغې سروې د هېواد ٨٧ سلنه وګړي تر پوښښ لاندې راوستي دي، چې په کې ٩٨ سلنه ښاري وګړي او ٨٤ سلنه کليوال سروې شوي دي.

 دغه سروې د افغانستان د عامې روغتيا د ملي انسټيټيوت، د عامې روغتيا وزارت او د مرکزي احصايې د ادارې له خوا د روغتيا د نړيوال سازمان، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او د يو شمېر نورو نړيوالو موسسو په تخنيکي او مالي مرسته په هېواد کې ترسره شوې ده.

   په دغې سروې کې په ټوليزه توګه ٣٢ ډلو ګډون درلود، چې په ترڅ کې يې ١٠٢ نارينه سروې کوونکي او ٨٢ ښځينه سروې کوونکې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې معلومات راټول کړي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افشا گر اطلاعات محرمانهٔ اردوی امریکا تقاضای تغییر جنسیت کرد
    • طالبان پاکستان از پيشنهاد مذاکرات صلح با دولت این کشور استقبال کردند
    • باز داشت قوماندان امنیه ولایت نیمروز به اتهام قاچاق مواد مخدر
    • باميانو کې تښتول شوي بهرنيان راخوشي شول
    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه