Posts | Comments | E-mail /

امريكا ته د دوديزې دلويې جرګې شرطونه څومره د منلو وړ دي؟

Posted by on Nov 21st, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لویه جرګه پاى ته ورسيده له امريكا سره د ستراتيژيكو اړيكو لپاره يې يوه مشورتي پريكړه حكومت ته وړاندې كړه، كه څه هم دغه پرېكړه په ۷۶ مادو كې اوږده شوې خو د ګوتو په شمار مادې پكې تكرار شوې دي.

كه داسې وګڼو چې له افغان لوري په دې اړه دا وروستۍ خبره ده، آيا له امريكا سره د ستراتيژيكو اړيكو په باب ستونزې حل دي او آيا امريكا دې ته چمتو ده چې د افغان لوري دغه غوښتنې او شرطونه ومني؟

دوهم دا چې كه امريكا ته فرضاً دغه شرطونه د منلو وړ نه وي افغان حكومت او چارواكيو ته څه په كار دي؟

تر كومه چې د شرطونو په باب د امريكا خبره ده ښايي منلو ته يې چمتو نشي، كه څه هم دا داسې شرطونه نه دي چې امريكا يې په منلو زيان مومي، يوازې يو شرط دا چې امريكا به له افغانستان څخه د ګاونډيو هيوادونو پر خلاف څه اقدم نه كوي داسې دى چې ښايي امريكا ته يې منل ناشوني وي، ځكه چې بيا ددې پوځي اډو جوړول څه معنا او په افغانستان كې امريكا اوږدمهاله پوځي حضور د څه لپاره غواړي؟

امريكا چې په سيمه او افغانستان كې د پوځونو ځاى پر ځاى كول غواړي له هغو څخه په څه موخې او اهداف غواړي، كه د سيمې څارنه او پوځي تحركات ونكړاى شي او دا د يوه شرط په توګه پرې منل كيږي نو د امريكايانو مازغه خو خراب نه دي چې دلته دې په زرګونو پوځونه وغورځوي، په مليونونو ډالر دې پرې ولګوي  هغه هم د هيڅ لپاره.

په هر صورت په افغانستان كې دننه چې ددوى د ستراتيژيكو اړيكو د لاسليك لپاره كومې غوښـتنې شوې هغه يوازې د امريكا لپاره د منلو وړ نه دي، په دې كې تر ټولو زياته دوى ته د نه منلو خبره ښايي دا وي چې بايد ددوى پوځي مركزونه د افغانستان د ځمكې لاندې طبيعي زيرمو له حدودو لرې وي، په داسې حال كې چې همدا ا وس ددوى پوځي پراخې اډې او مركزونه په هلمند، كندهار او بګرام كې  په همدغسې سيمو كې دي چې جيولوجيستان پكې د لويو كاني زيرمو او مهمو فلزاتو زيرمې په ګوته كوي، په تيرو لسو كلونو كې په دې مركزونو كي چې څومره تاسيسات جوړ شوي دي، افغان بدمرغه ولس ترې خبر نه دى، كه همدا اوس هم له دغو سيمو څخه كانونه را ايستل شوي او راايستل يې دوام لري موږ افغانان پرې خبر نه يوو.

امريكا ته ددې اډو او مركزونو د ساتلو پلمه همدغه ده چې دلته يې زيات تاسيسات جوړ كړي دي چې پريښودل او بل ځاى ته ليږدول يې  ناشوني دي، نور شرطونه د ساري په توګه د كورونو پلټل، د زندانونو نه جوړول او د افغانستان ملي حاكميت او اساسي قانون ته درناوى يوازې همدغه يوه ستونزه لري چې امريكايي نظام د كوم هيواد او ولس په اړه د داسې اصولو او پابنديو د منلو او زغملو سابقه او تجربه نه لري، دوى ته به دا د افغانانو له لوري يوه لويه ناروا او ګستاخي ښكاري چې ولې داسې شرطونه پرې ږدي.

په هر صورت ډير امكان دى امريكا د افغان لوري دغه شرطونه چې د لويې جرګې له لوري مطرح شوي دي رد كړي، ولسمشر چې د  لويې جرګې په وروستۍ ورځ د پريكړه ليك او شرطونو له اوريدو وروسته په خپله وينا كې كومه ژمنه وكړه بايد تر سره يې كړي په دې كې يې هم د ولس خير دى او هم دده خپل، ډير امكان دى چې امريكا د ستراتيژيكو اړيكو دسند د لاسليك په اړه تر يو لړ فشارونو وروسته دا غوره وګڼي چې د ولسمشرۍ راتلونكې دورې ته خبره ټال كړي، له امريكا سره د ۲۰۰۱ كال په څير د غلامۍ سند زموږ ولس ته ګټه نه لري، كه دغه په ګوته شوي زياتره شرطونه امريكا ته د منلو وړ نه وي افغانانو ته هيڅكله بايد له داسې شرطونو پرته پردي ځواكونه په خپل خاوره كې د زغم وړ نه وي.

كه په دې شرطونو چنې وهل كيږي چې خامخا به پرې ووهل شي زموږ ملي حاكميت او د ولس ژوند مو هيڅكله هم بايد په داسې تشو ژمنو او مادي امتيازاتو قربان نشي چې د عملي كيدو او دوام تضمين هم نه لري.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars