Posts | Comments | E-mail /

افغان ولس هره ورځ دقربانۍ پر ډګر

Posted by on Nov 3rd, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

دا دى لوى اختر په رارسيدو دى، ددې اختر په رارسيدو سره له يوې خوا د اسلامي امت هغه حاجيان چې د حج سعادت يې په برخه شوى د اسلام يوه ستره فريضه سرته رسوي او له بلې خوا د ابراهيمي (ع) سنتو په پيروى شتمن خلك قرباني كوي.

حضرت ابراهيم عليه السلام د خپل زوى حضرت اسماعيل عليه السلام قربانولو ته چمتو شو چې بيا د لوى خداى په فضل سره دغه قرباني له جنته د راوړي پسه په قربانۍ بدله شوه خو دادى د افغانستان مظلوم ولس د ابراهيمي سنتو په پيروۍ، له څه دپاسه ديرشو كالو د قربانۍ پر ډګر ولاړ دى. په دې كې ډيرې دردوونكې قربانۍ هغه دي چې د اسلام د ستر پيغمبر صلي الله عليه وسلم د يوه مبارك حديث په مصداق، قاتل پر دې نه پوهيږي چې دا مقتول مې ولي وواژه او مقتول پر دې نه پوهيږي چې په كومه ګناه ووژل شو.

زموږ ولس په عجيب حالت كې راګير دى، له يوې خوا يې ائتلافي ځواكونه وژني، كورونه يې نړوي، بې ګناه يې زندانونو ته اچوي او له بلې خوا يې هغه كسان وژني چې ادعا لري د اسلام په ننګه راپاڅيدلي ، په داسې حال كې چې دې ملت يوازې د روسي وحشي پوځونو پر وړاندې د  اسلام په خاطر له يو نيم نه تر دوه مليونه شيهدان وركړل او دا نن هم په هر افغان د ترهګر ګومان كيږي. زموږ دولس له هر وګړي نه د قربانۍ ګډورى جوړ دى. نر هغه چې راڅملوي يې او چاړه پرې راكاږي، په داسې حال كې چې نه محاكمه شته، نه اثبات شته نه ثبوت . هغه چې ځانونه د دموكراسۍ علمبرداران بولي، د بشر د حقونو چغې وهي، د مساوات او عدالت ادعاوې كوي هم زموږ پر بې ګناه خلكو زړونه يخوي او هغه چې ځانونه د اسلامي نظام د جوړولو او كلمة الله د اعلا ادعا كوي هم، نه قاضي لري، نه څارنوال، نه اثبات او ثبوت ته اړتيا شته او ډيره عجيبه دا ده چې داسې موارد هم ليدل شوي چې يو بې ګناه كس يې وژلى ورته يې ويلي دي چې ورځه ته به شهيد شي او زه غازي. له دې نه معلوميږي چې دغه ډول كسان د اسلام په باب ډير ابتدايي معلومات هم نه لري، نو بيا اسلامي نظام به پر چا جوړوي.

په هر حال دغه دواړه لوري بايد په  خپلو سياستونو كې بيا كتنه وكړي او د افغانستان پر مظلوم ولس ورحميږي، افغان دولت هم په دې برخه كې ستر مسؤوليت لري او زموږ علما هم ستر مسؤوليت لري، دوى هم بايد خپل مسؤوليت وپيژني، دوى هم بايد دخپلو ډله ييزو فتواو له لارې دا په ګوته كړي، چې دا روان قتلونه كوم حكم لري. د بهرنيو پوځونو د راوستلو مسؤوليت د افغان ولس پر غاړه نه دى، بلكې دا د هغوى لويو استراتيژيكو اهدافو راوستي دي. هغه كسان او ډلې چې دې راتګ ته يې لاره اواره كړه، هم معلومې دي او مسؤوليت يې هم معلوم دى

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars