Posts | Comments | E-mail /

دكندهار محبس پخواني مدير محکمې ته راوستل شو

Posted by on Nov 2nd, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

اسدالله زړه سواند

کندهار ښار:-  بريد جنرال غلام دستګير مايار چي تر دې مخكي دكندهار محبس مدير وو او د مديريت پر مهال يې دمحبس څخه څلورسوه اته اتيا تنه سياسي بنديان د يوه تونل د لاري وتښتېدل د وطن سره د خيانت په موخه علني ابتدائيه محكمي  ته دخپل پرسونل د يوشمېر غړو سره راوستل سو.

علني ابتدائيه محکمه د ښاري محكمي د رئيس قاضي محمد ګل وقار په رهبري ددې محكمي داعضاو ،ولايتي شورا د استازي او عامو خلګو په مخ كي ترسره سوه
دقران كريم تر تلاوت وروسته دښاري محكمې رئيس قاضي محمد ګل وقار د منشي  څخه دصورت دعوي د لوستلو غوښتنه وكړه او دمنشي لخوا هم دصورت دعوې تر لوستلو وروسته قاضي څارنوال څخه د دلائيلو غوښتنه وكړه او تر هغه وروسته د تورونوو كسانو ته وخت وركړل سو چي دخپلي دفاع لپاره  خپله دفاع كوي ،وكيل نسي او كه خاموشي نيسي.

چي د كندهار محبس د پخواني مدير بريدجنرال غلام دستګير لخوا وكيل جلسې ته معرفي سوو.

په دې جلسه كي څارنوال بريد جنرال غلام دستګير مايار د كندهار محبس پخواني مدير ډګروال شاولي خان صنعتي امرسمونوال بصير احمد د زده كړي او تربيي  امر دوطن سره د خيانت په موخه د اعدام  يا دوام لرونكي بند او ضبط دشتمني  غوښتنه كول او همدارنګه يې  امر  فضل رحيم امنتي مرستيال زيارخان دكشف امر   سمونوال محمد كاظيم دكدر او پرسونل امر   لالاجان د دلګي قوماندان، محمد اعظيم دښځينه دفتر امر ، وليد حق دنوكريوالي امر ،ساتنمن عين الدين دتخنيك معتميد، سمونمل سيدعبدالشاه دتخنيك امر محمد عيسي ، عبدالحي او  محمد ساتونكي  په دنده كي دغفلت په موخه د بيلابيلو كلونو د بند غوښتنه كول.

په جلسه كي يوازي دريو تنو له ځان د دفاع په موخه خبري وكړې ولي د وخت د كمښت په خاطر د قاضي لخوا پرېكړه وسوه چي تر دې وړاندي يې يوه جلسه كړې او دايې دوهمه جلسه ده نو د ښو څېړونو او موضوع د لا روښانتيا په خاطر محاكمي جلسه دريمې جلسې ته وځنډول سوه.

او په دريمه جلسه كي به ياد كسان له ځان څخه دفاع كوي چي وروسته به د شواهدو او بياناتو په اورېدو لو سره قاضي ديادو كسانو د برخليك پرېكړه كوي.

پاته دي نه وي چي د روان كار د ثور په مياشت كي دكندهار محبس سياسي او جنايي بلاګ ته يو تونل كيندل سوي وو چي له لاري يې څلورسوه اته اتيا بنديان وتښتېدل.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نمونه های ازمنابع آزادی، حاکمیت قانون ودیموکراسی واقعی!
    • په خداى که خو دې بچى بچى رانه خالص شي
    • پاکستان در مذاکرات پروژه تاپی اشتراک نخواهد کرد
    • پردى غم د كلي منځ
    • زور وهل كه سوله؟
    • له فساد سره مبارزه ولې نه بریالۍ کیږي؟؟
    • په خوست ولایت کې د ولسواکۍ د پياوړتيا په موخه غونډه
    • زاخیلوال پر ځينو مسايلو د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړ
    • د ولسمشر شلمه تګ، ناکام دي
    • اسلام آباد فردا میزبان کرزی خواهد بود