Posts | Comments | E-mail /

دطالبانو پلار وايي چې دسولې په تامينولو کې به همکاري وکړي

Posted by on Nov 2nd, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

پيښور:- مولانا سميع الحق وايي چې په افغانستان کې دسولې په تامينولو کې همکاري کوي .

داسوشيتد پرس خبري اژانس  د خبر پر اساس، دجمعيت علماى اسلامي مشر مولانا سميع الحق چې دطالبانو دپلار په نامه هم شهرت لري او تراوسه پوري تر خپلې اداري لاندې مدرسو طالبانو ته لارښوونه کوي چې په افغانستان کې وجنګيږي دغه اژانس ته ويلي دي چمتو دى په افغانستان کې دسولې په تامينولو کې مرسته وکړي . دده له خولې دوينې تويول دحل لاره نه ده بايد دامريکايي ځواکونو وتلو ته لاره پيدا شي .

خو دهمدي خبري اژانس دخبر له مخې مولانا سميع الحق په دې وروستيو وختو کې تر خپلې اداري لاندې دپنځه سوه تنو طالبانو دفراغت په مراسمو کې هغوى ته وويل چې په افغانستان کې جهاد ته چمتو شي . دامريکا متحده ايالاتو په دې وروستيو وختو کې داى اس اى په نامه دپاکستان دجاسوسي له سازمان څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې دسولې په تامينولو کې همکاري وکړي .

که څه هم پخوا دغه سازمان دحقاني دشبکي ښه همکار بلل کيده . دپاکستان صدراعظم رضا ګيلاني پرون رسنيو ته وويل هيواد يې دامريکا نږدي ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ويلي دي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې