Posts | Comments | E-mail /

د استانبول کنفرانس څخه هيلې او غوښتنې

Posted by on Nov 1st, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

اداره

ټاکل شوېده ،چې  د ترکيې په استانبول ښار کې د افغانستان په اړه يو کنفرانس پرانېستل شي ،چې د نړۍ د گڼو هېوادوننو استازي به برخه په کې واخلي . په دې کنفرانس کې د افغانستان په اړه يو شمېر عمده تصميمونه نيول کيږي ،چې افغان دولت بايد په ډېر وخت ورته ځير واوسي. د ا کنفرانس په داسې حال کې دايريږي ،چې افغانستان د خپل تاريخ د يو ډېر حساس پړاو څخه تيريږي . دوه اونۍ وړاندې افغانستان د هند سره يو ستراتيژيک  تړون لاسليک کړ. په دې پلان کې د افغانستان او هندوستان په اوږد مهاله ملګرتيا ټينګار شوى دى ،چې په دې سره يې د پاکستان غصه راپارولې ده . اودا هېواد د لاسليک شوي تړون په اړه اندېښنه لري . ټاکل شويده ،چې په نږدې ورځو کې افغانستان د فرانسې سره هم يو اوږد مهاله تړون لاسليک کړي ،چې هغه هېواد به د تړون له مخې ژمن وي تر دوه زره څوار لسم کال وروسته هم له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي .

ددې تړون څخه پنځه کاله وروسته به افغانستان د فرانسې سره يو بل  هر اړخيز ستراتيژيک تړون لاسليک کوي. داستانبول له کنفرانس وروسته افغان دولت عنعنوي لويه جرګه را غواړى ،چې د امريکا سره دستراتيژيک تړون په مختلفو اړخونو خبرې وکړي  او دروان کال په پاى کې د افغانستان په اړه بون دريم کنفرانس جوړيږي ،چې د تيرې يوې لسيزې ترسره شوې پرمختيا وې به په کې ارزول کيږي  اود راتلونکې لپاره به نوې ژمنې ترسره کيږي . دا ټول مسايل د افغانستان لپاره که له يوې خوا په حساس وخت کې ترسره کيږي نود بلې خوا د افغانستان او سيمې لپاره حياتي ارزښت هم لري. د استانبول کنفرانس يو ددې مهمو مسايلو څخه دى ،چې افغان دولت ته ددې موقع ورکوي ترڅو دخپلو ګاونډيانو او په ځانګړي ډول پاکستان سره د افغانستان او سيمې په حالاتو خبرې وکړي او هغه هېوادونوته قناعت  ورکړي ،چې دهند سره د افغانستان دا  اوسنى تړون د دوى په تاوان نه دى . همد اشان ايران هم د افغانستان او امريکا له ستراتيژيک تړون څخه په ويره کې دى اونه غواړي ،چې دا د دوه هېوادونه او ږده مهاله ملګرتيا ولري ، ځکه افغان دولت بايد په ډېر د قت او هوښيارۍ قدم پورته کړي . موږ بايد له دا ډول کنفرانسونو لوړه گټه پورته کړو .

افغانستان په داسې شرايطو کې دى ،چې نور نو بايد امنيتي مسوليتونه افغان ځواکونه ته انتقال شي. دولت بايدد سالمې حکومتدارۍ لپاره کلک ګامونه پورته کړي اوله افغانستان سره له اوږده مهاله همکاريو د تضمين لپاره دا ډول کنفرانسونه څخه استفاده وشي. د استانبول په کنفرانس کې په افغانستان کې دسولې په بهيرهم خبرې کيږي او افغان دولت بايد په هېواد کې د تل پاتې سولې د تامين لپاره يوه جامع طرحه وړاندې کړي اودنړيوالو په مرسته د پاکستان څخه وغواړي ،چې په هېواد کې د سولې بهيرکې داغيزمن رول لپاره را وړاندې شي او نړيوالو ته وښايي ،چې پاکستان په خپلو اعمالو کې صادق دى . افغان دولت د ترکيې د دې جوړونکي کنفرانس لپاره پوره تيارى ښودلى خو اميد دى ،چې د ا کنفرانس به په افغانستان کې د سراسري سولې او ملي اقتصاد د غوړيدا په لاره کې خپل رول پر ځاى کړي او د بون کنفرانس لپاره بل داسې يولړ مسايل په اجنډا کې برا بر کړي ،چې له مخې يې افغانستان نور له دې روان بحران څخه د تل لپاره خلاصون و مومي .

اداره

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars