Posts | Comments | E-mail /

دوديزه لويه جرګه د يوه ستر ازميښټ پر درشل

Posted by on Nov 1st, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

فدا محمد فايض

په افغانستان كې د افغان مجاهدينو په لاسو دروسانو ماتيدلو، نړۍ پر يوه بل ناورين واړوله چې ددې ناورين خون هم بې له شكه د روسانو پر غاړه دى، روسانو پر خپل يوه داسې ګاونډې بلوسه وكړه چې په هيڅ ډول ورته ګواښ نه و. افغانستان يو غريب او بيوزلى هيواد و، د افغانستان اردو، اقتصاد، لوړې زده كړې او نور تر ډيره پر پخواني شوروي اتحاد متكي وې، د داوود خان د عظمى صدارت د دورې د لويې جرګې را په دې خوا چې سردار داوود خان ور څخه يو بې حدو حصره واك واخيست نو له پاكستان سره د خپلې سيالۍ د پاللو په خاطر يې پخواني شوروي ته مخه كړه؛ خو روسانو هيڅكله هم له افغانستان سره صادقانه دوستي ونه پاللـه، په افغانستان كې يې جاسوسان وروزل چې هغوى په مستعارو نومونو د كا جې بي له پاره جاسوسي كوله، او د ډير لږ مزد په وړاندې يې دا ذليله دنده سرته رسولوه، چې له ښه شامته د كا جې بي د آرشيف د برخې مسؤول واسيلي متروخين ددغو جاسوسانو له مخه پرده پورته كړه او  رسوا يې كړل. د هغه كتاب زموږ په دواړو ملي او رسمي ژبو پښتو او دري ترجمه او چاپ شوي دي، چې هيوادوال كولاى شي نوموړى كتاب ته مراجعه وكړي او ځان له حقايقو خبر كړي.

د روسانو ماتې او د پخواني شوروي اتحاد ړنګيدو نړۍ يو قطبې كړه، او امريكا دا مجال پيدا كړ  پرته له دې چې په مخ كې يې كوم مقاومت وجود ولري هم په يورپ او هم په آسيا كې په ارت مټ خپل پلانونه عملي كړي، په اروپا كې يوګوسلاويا د امريكا په سترګو كې داغزي حيثيت درلود. كه څه هم د سوسيالستي يوګوسلاويا بنسټګر مارشال تيتو د پخواني شوروي په وړاندي هم خپل استقلال وساته او په وارسا تړون كې شريك نه شو او ددې ترڅنګ يې د ناپيليو هيوادونو د غورځنګ په رامنځته كولو كې  نقش درلود خو بيا هم د يورپ په زړه كې يو داسې هيواد و چې دا مريكا او ناټو د استعماري ګټو له مداره وتلى وي، امريكا ته دمنلو نه و، همغه و چې د يوګوسلاويا د دكتاتور سلوبودان ملاسوويچ ظالمانه او دكتاتورانه حركتونه يې بهانه كړل او پر يوګوسلاويا يې بريد وكړ او هغه هيواد يې له پښو وغورځاوه او تجزيه يې كړ، د ويتنام تر ماتې وروسته دا د امريكا له پاره يو مهم ماموريت و چې بريالى ترې راووته؛ خو په بالكان كې د امريكا بريا، د امريكايي ښكيلاك سترګې لا پسې سرې كړې. امريكا په عربي نړۍ كې هم يو لړ برياوې تر لاسه كړې وي.

امريكا د ۲۰۰۱ كال د اكتوبر پر اوومه پر افغانستان هم خپل هوايي او توغندويي بريدونه پيل كړل او هغه طالبان يې چې په تشكيل كې يې له پاكستان سره مرسته كړې وه له واكه وغورځول، طالبان پر دې ګنهګار وپيژندل شول چې د القاعده مشر اسامه بن لادن ته يې پناه وركړې وه او دې ته چمتو نه شول چې يا هغه امريكايانو ته وسپاري او يا يې لږ تر لږه له افغانستانه وباسي، دا سهې وه چې طالبان د پاكستان له خوا پالل كيدل؛ خو طالب يو د غسې سياسي حركت نه و چې خپلې هيوادنۍ ګټې وپيژني او د هغو ساتلو ته ژمن وي يا لږ تر لږه دخپلې بقا هنر يې زده وي، همغه و چې د طالب چرګ پر يوه پښه ودريد، لږ تر لږه يې اسامه ته ونه ويل چې موږ اوس د ځنكندن په حال كې يو، نو ته چې چيرته تلى شي هلته ولاړ شه.

امريكا افغانستان ته راغله، د طالب راپرځول امريكا ته په يوه ضرورت بدل شوى و ځكه كه طالب په واك كې پاتې كيداى خو بيا پر افغانستان د حملې له پاره ورته جواز هم په لاس نه ورته او له بلې خوا ورته د امريكا په مزاج برابر يو نظام د جوړولو امكانات هم په لاس نه ورتلل.

ما داخبره څو ځلې ليكلې چې افغانانو ته اوس دا پكار دي چې ځانونه پر دې پوه كړي چې امريكا د كوم هدف له پاره افغانستان ته راغلې! كله چې پر دې هدف پوه شول، نو پردې به هم ورسره پوه شي، چې امريكا په افغانستان كې څه كول او د څومره وخت له پاره پاتې كيدل غواړي او وروستى قدمونه به يې څه وي.

له افغانستانه پر امريكايي مزاج برابر د يوه ستراتيژيك تړون غوښتنه او جدي غوښتنه له دې سره ډيره مرسته كولاى شي چې افغانان ځانونه د امريكايانو پر اهدافو پوه كړي. دا غوښتنه دا خبره په ډيره ښه توګه جوتوي چې طالب او القاعده بهانه وه او اصلي اهداف خو نور دي چې تر دې وروسته به يې له مخه ورو ورو پرده پورته كيږي. دا نو د يوې ورځې، يوې مياشتې او يوه كا ل خبرې نه دي، دا مسايل ښايي لسګونه كاله ونيسي، چې زموږ د اوسني نسل ډيره برخه به د مرګ په اوږده خوب ويده شوې وي.

افغان ولسمشر چې له امريكايانو سره په دې اړه څومره پهلوانۍ وكړې هغه يې وكړې، خو حقيقت دا دى چې نن سبا په درېيمه نړۍ كې يو قيادت هم ښايي دغومره زور ونه لري چې د امريكايي اهدافو په مخ كې د خنډ كيدو جرات وكړي په تيره بيا اسلامي نړۍ چې ډيره سره ويشلې ده. تاسې يوازې عربي نړۍ وګورئ چې دهغوى د بي اتفاقۍ په وجه اسرائيل كومې خرمستۍ كوي او امريكا او ناټو كومې لوبې رااخيستې دي.

افغان ولسمشر خپل يو شمير معقولې غوښتنې امريكايانو ته وړاندې كړې، خو امريكايان وايي چې نه؛ ستراتيژيك پلان به هم راسره لاسليكوئ او ديوې نامعلومې مودې له پاره به په افغانستان كې زموږ شتون هم منئ؛ خو تاسې به راباندې هيڅ شرايط نه ږدئ. افغان ولسمشر بالاخره دې ته اړ شو چې لويه جرګه راوغواړي، كه څه هم دا لويه جرګه كه يې نوم دوديزه لويه جرګه كښيږدي او يا بل هرڅه له اساسي قانون سره په ښكاره ټكر كې ده؛ خو كه هرڅه وي، هغه څوك چې په دې جرګه كې راټوليږي افغانان دي، مسلمانان دي او ددې خاورې بچيان دي، ښايي داسي كسان هم په دې لويه جرګه كې راغوښتل شوي وي، چې د هيواد له ملي ګټو نه زيات، د امريكا ګټو ته ژمن وي، خو دا ډول خلك به محدود وي، په ځانګړې توګه د مشرانو جرګې او ولسې جرګې كوم غړي چې په دې لويه جرګه كې ګډون كوي، بايد متوجه واوسي چې كه د مشورې خبره وي او كه د پريكړې، خو داسې ګام پورته نه كړي چې سبا هم خداى )ج( ته مسؤول وي  او هم ملت ته. امير محمد يعقوب خان چې په ډيره ذليلانه توګه يې له انګريزانو سره د ګندمك تړون لاسليك كړ او خسر يې سردار يحيي خان او زامنو يې سردار يوسف  او سردار آصف د هغه په هڅونه كې كوم نقش ولوباوه، نن هغوى نشته، خو له اخروي مسؤوليته چې اوس به يې خوند څكي ور اخوا د تاريخ پاڼې هم پرې لعنت وايي، محمود طرزي په خپلو خاطراتو كې كاږي چي كله يعقوب خان د ګندمك تړون لاسليك كړ په ډير وياړ سره به يې ويل چې ما له انګريزانو سره داسې تړون لاسليك كړ چې زما يو څادرهم وي حكومت به كوي؛ خو كله چې انګريز سفير كيوناري او د هغه ورسره كسان د يو شمير قهريدلو افغان عسكرو له خوا ووژل شول، انګريزانو يعقوب خان ونيو او له كور سره يې هندوستان ته تبعيد كړ چې بالاخره هملته ومړ او هملته ښخ كړاى شو، همدارنګه امير عبدالرحمن خان چې د ډيورنډ كرښې په لاسليك كې كوم دنيوي او اخروي مسؤوليت وګاټه، په آخرت كې خو به خداى (ج) ورسره حساب كوي، خو تر دا ننه چې د ډيورنډ كرښې پر سر د اختلاف په وجه په افغانستان كې كومې وينې بهول كيږي دا هم دده په سيئاتو كې حسابيږي، چې د آخرت بار يې لا درنوي او له دنيوي پلوه يې هم مسؤوليت پر اوږو دى.

زه اوسنۍ دايريدونكې لويې جرګې ته وايم چې ولسمشر خو د « الا بلا بګردن ملا» په مصداق دا مسؤوليت ستاسې پر غاړه دراچوي خوتر كومه چې په تاسې پورې اړه لري هغه د رحمان بابا د شعر په مصداق چې «نن دې وار دى كه دروغ كړې كه رښتيا»

د لويې جرګې غړي بايد پر دې پوه شي چې كه يې خپل اسلامي او ملي مسؤوليت درك نه كړ، يا تطميع شول يا ترسياسي فشار لاندې راغلل، دوى خو لاڅه چې لمسيان او كړوسيان به يې هم له دې پيغوره نه خلاصيږي، خو تر ټولو زيات بايد هر يو د يوه مسلمان په حيث هم خپل دنيوي او هم اخروي مسؤوليت ته متوجه وي.

وما علينا الاالبلاغ

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “دوديزه لويه جرګه د يوه ستر ازميښټ پر درشل”

  1. Vote -1 Vote +1امان الله عمر says:

    د ښاغلی فایض مقاله د ګلبیدین حکتیار د ګوند نظریه دی

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور