Posts | Comments | E-mail /

ترکي چارواکو د ولسمشر کرزي تود هرکلى وکړ

Posted by on Nov 1st, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

استانبول (پژواک): ولسمشر کرزي ته د ترکيې د استانبول ښار په اتاترک هوايي ډګر کې ګڼو ترکي چارواکو هرکلى وايه.

 په هرکلي ويونکو کې د استانبول والي، د ګارنيزيون قوماندان، د استانبول ښاروال، د ترکيې د بهرنيو چار وزارت د تشريفاتو رييس، په کابل کې د ترکيې سفير او په انقره کې د افغانستان سفير شامل وو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو مشر حميد صديق د لړم په نهمه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چي ولسمشر حامد کرزى به د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل سره له ليدنې وروسته، د هغه په بلنه په مېلمستيا کې هم ګډون وکړي.

دغه راز سرچينې وويل، چې په پام کې ده ولسمشر کرزى د لړم په لسمه، د افغانستان، ترکيې او پاکستان شپږمې درې اړخيزې غونډې څخه مخکې په خپل استوګنځي کې د انډپنډنټ انګليسي ورځپاڼې له مشر لبيدوف سره هم وګوري.

هغه زياته کړه، لبيدوف غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، نو ځکه يې غوښتي چې له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه ورسره خبرې وکړي.

صديق وويل، چې د درې اړخيزې غونډې له پيل څخه مخکې به د افغانستان، ترکيې او پاکستان لوى درستيزان او ورپسې د کورنيو چارو وزيران هم وګوري.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، سبا به د افغانستان پرمهال څلور بجې د افغانستان، ترکيې او پاکستان د مشرانو په ګډون درې اړخيزه غونډه پيل شي، چې پرانېستونکې وينا به د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل وکړي؛ خو رسنۍ به په کې برخه ونه لري.

صديق وويل، چې په دې غونډه کې به د سيمې پر امنيتي همکاريو خبرې وشي او په کې به د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير احمد داوود اغلو، د کورنيو چارو وزير ادريس نعيم او لوى درستيز جنرال نکدت اوزيل له خوا برابرې شوې ويناوې وړاندې شي.

د هغه په وينا، دغه راز د سيمې د اقتصادي همکاريو د پراختيا په برخه کې به د ترکيې د سوداګريو او صنايعو خونې او څېړنيز بنسټ او د افغان سوداګرو او خصوصي سکټور چارواکي هم خبرې وکړي.

صديق زياته کړه، چې د سبا ورځې درې اړخيزې غونډې په پاى کې به ولسمشر حامد کرزى او د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل يو سند لاسليک کړي؛ خو هغه ونه ويل چې دغه سند به د څه شي په اړه وي.

دغه راز سرچينې وويل، چې په پام کې ده ولسمشر حامد کرزى د درې اړخيزې غونډې ترڅنګ سبا د جرمني د بهرنيو چارو له وزير سره هم وګوري.

د نوموړي په وينا، د لړم په ١١مه به د استانبول کنفرانس رسمًا پيل شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • به احتمال قوی فردا پنجشنبه حمله بر سوریه صورت خواهد ګرفت
    • په خوست ولایت کې د قانون ماتوونکو او جګړه مارو افرادو د نيولو په هکله جدي پریکړې
    • کشته و زخمی شدن ۵۹ نفر در حمله بر مرکز پی آر تی در ولایت غزنی
    • د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې ټول ملت ورباندې راټول شي: کرزی
    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد