Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزي ترکيې ته روان شو

Posted by on Oct 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر د خبر پاڼې پر اساس جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې مخکې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبول د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به د افغانستان په اړه د استانبول په کنفرانس کې چې د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړشوی دی، د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه وینا وکړي.

همدا راز حامد کرزی به د سې شنبې په ورځ د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه شپږمه غونډه کې چې د سیمه ییزو سیاسي، امنیتي او انکشافي همکاریو د پراختیا په باب به په کې خبرېاترې وشي، ګډون وکړي.
دغه راز حامدکرزی  به د استانبول په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ  د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره  هم وګوري.

له جمهور رئیس حامدکرزي سره ترکیې ته په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، دملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا،د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ، دکورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، د کانونو وزیر وحیدالله شهراني، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین جاوید لودین، لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم او د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضی ملګرتیا کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد