Posts | Comments | E-mail /

د کندهار په برید کې د شپږمې امنیتی حوزې آمر ووژل شو

Posted by on Oct 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار : د رارسیدلو خبرونو پر اساس په کندهار ښار کې نن سهار د يوې موسسې پر ودانۍ د شويو ډله ييزو بريدونو له امله  د پوليسو د يوې حوزې د امر او د درېيو نيپاليانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

يوه ډله ځانمرګي بريد کوونکي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، نن (د لړم ٩مه) سهار شاوخوا شپږ بجې د کندهار ښار د دويمې ناحيې اړوند، د نوي ښار په سيمه کې د اي ار ډي په نوم د يوې موسسې پر ودانۍ بريد وکړ.

يوه بريدکوونکي لومړۍ له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته د يادې موسسې په دروازه کې چاودنه ورکړه او وروسته نور ودانۍ ته دننه شول او وسلواله نښته يې پيل کړه.

د کندهار د ولايت مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د کندهار ښار د شپږمې امنيتي حوزې امر، چې لومړى سخت ټپي شوى و، له دوو ملکي وګړو سره وژل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې په نښته کې يو نيپالى ساتونکى او درې عام وګړي ټپيان او د کندهار ميرويس روغتون ته وړل شوي دي.

خو په دغه ولايت کې يوې لوړ پوړې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوی وایی، چې په روانه نښته کې درې نيپالي ساتونکي هم وژل شوي دي..

د ميرويس په نوم يوه عيني شاهد  وایی، چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته د اى ار ډي موسسې په دروازه کې چاودنه ورکړه او نور بريد کوونکي دننه ننوتل او وسلواله نښته يې پيل کړې ده.

دغه جګړه تر اوسه، د سهار نهه بجې او ٤٥ دقيقو پورې ادامه لري او سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده شوې او په هوا کې د بهرنيو ځواکونو چورلکې هم ګرځي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په کندهار ښار کې د اى ار ډي په نوم يوې موسسې ته يې وسلوال دننه شوي او نښته يې پيل کړې ده.

د هغه په وينا، په دې نښته کې يې يو شمېر بهرنيان وژلي دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد