Posts | Comments | E-mail /

د خوست هوايي ډګر سره مخالفت ملي خيانت دى!

Posted by on Oct 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

                                                                                                             فضل وزير هيله من 

په دې کې شک نشته، چې خوست په سيمه کې له خورا ژور او اغېز شيندونکي ستراتېژيک موقعيت څخه برخمن دى . د دغه ولايت سوله، امنيت، جګړه او نا آرامي نېغ په نېغه مرکزي دولت تر خپل سيوري لاندې راولي. له نن څخه لس کاله وړاندې په هېواد کې نوې واکمنۍ داسې مهال سياسي واک په لاس کې واخېست، چې د ګران، تاريخي او انقلابي افغانستان مادي او معنوي هستي او شتمني په چورلټ ډول سره لوټ او تالا ترغه شوې وه او په اصطلاح افغان اتل او مېړنى ولس د خپل سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند په هره برخه کې کچکول پرغاړه د سوالګرۍ او خيراتونو په ټولو بوخت ؤ. خولکه څرنګه، چې مقوله ده وايي: (په هرې تيارې پسې رڼا راځي!) نو د افغان  ملت په  بې خيرۍ کې خير په برخه شو. هو! د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر ١١ مې نېټې پېښې د نړۍ په سياسي تاريخ کې د نوي باب د پيلامې په توګه رادې بره شو. پرنوموړې نېټه د واشنګټن او نيويارک ښارونو پرتمينې ودانۍ او آسمان څکي برجونه د القاعدې ترهګرې شبکې د پلويانو په مټ لولپه او برلمبه شول، چې دغې چارې امريکې او د هغې بړېڅوته دا پلمه په لاس ورکړه، څو په افغانستان کې دطالبانو واکمني راوپرځوي. امريکې او لوېديځ د امنيت شورا د پرېکړې په رڼا کې په ټول پوځي زور او ځواک سره، چې ته وا، درېيمه نړيواله جګړه پيل شوې، پر افغان ټابوبي بريد وکړ او په څلورو اوونيو کې دننه يې د طالب واکمني ړنګه او پرځاى يې د خپلې خوښې وړ رژيم واکمن کړ. نوي نظام ترټولود مخه په هېواد کې د نوې دولتي ادارې د بنسټونو د جوړاوي او احياء په  موخه هېواد شموله هڅې پيل کړې، چې د لوى خداى(ج) په مرسته اوس افغانان ترډېره هرڅه لري.

دافغانانو د لاسه تللى حيثيت او پرستېژ بيا ترلاسه شوى،او افغانستان په نړيواله ټولنه کې ځانګړى مقام لري. خو له بده مرغه، چې لوېديځ د خپل ښکېلاکي شعار تر سيوري لاندې، چې وايي: ( بېل يې کړه،اېل يې کړه !)  )! يا ګډوډي واچوه، حکومت وکړه! افغانان په کورنۍ او بهرنۍ کچه له يو لړ جدي ننګونواوخنډونوسره مخ کړي، چې افغانستان په هېڅډول سره نشي کولاى، ترينه  راووځي. په کورنۍ کچه خونړۍ جګړه روانه ده، هره ورځ په اوسط ډول په هېواد کې (١٥٠) تنه افغانان وژل کېږي، چې نه يوازې په سيمه بلکې په ټوله نړۍ کې يې سارى او بېلګه نه لېدل کېږي. اداري فساد يوه بله طاعوني او سرطاني ستونزه ده، چې افغاني ټولنه يې په خپلوخونړيو او کرغېړنو منګولو کې ايساره کړې او د اختاپوت په څېريې وينه زبېښي. همدا اداري فساد دى، چې دافغان دولت په تشکيلاتي اډانه کې زورواکان، جنګي جنايتکارن، قوماندانان او مافيايي ډلې ټپلې را ټولې او د افغان اتل او باتورملت برخليک يې له ناڅرګند سياسي، اقتصادي او پوځي حالت سره مخ کړى دى،او دغه چاره او روان ترينګلي او خوړين حالت د ابدالي بابا تاريخي هېواد په نامعلوم لوري بيايي. په هېواد کې روان اداري فساد دومره پراخ ، ژور او هېواد شموله ګرځېدلى، چې نه يوازې پلازمېنه کابل يې اغېزمن کړى، بلکې ولايتونه خو يې لابدځپلي دي. له هغې ورځې را په دې خوا، چې افغان وطن دنوي نظام په ګاڼه سينګار او وپسولل شو، نو زموږ خوست هم د هېواد د نورو هغو ولايتونو په څېر دميږي په يون د ودې او پرمختګ لاره خپله کړه،او په دغه لس کلن بهير کې يې په سياسي، اقتصادي، کلتوري او دبيارغونې په ډګر کې  ډېر څه ترلاسه کړل، چې ددغې سيمې تاريخ  يې هډو مخينه نه لري . خو په دغه ولايت کې د هېواد د نورو ولايتونو په څېر يو شمېر فرصت غوښتونکي او ګټپالونکي کسان شته، چې په دغه سيمه کې يې په يو ډول نه يو ډول سيمه ييزه اداره دخپلو ناروا ګټو دحصول په موخه د يو لړ ننګونو او خنډونو سره مخ کړې ده او په لوى لاس يې اداري فساد ته زمينه برابره کړې ده .

بلې ! له هغې ورځې را په دې خوا، چې کله دغه ولايت ته  ښاغلي عبدالجبار نعيمي د والي په توګه تشريف راوړى، نو د هغو فاسدو او خاينو کسانو او اشخاصو، چې ترستوني پورې په اداري فساد او نورو ناوړه کارونو کې ښکېل وو، سپينې مړې شوې اولکه د موږکانو په شان د تېښې لار لټوي، ددوى شخصي ګټې له ګواښ سره مخ شوې، ځکه دغه مافيايي ډلې  د دولت له فاسدو او غلوچارواکواومامورينو سره نېږدې اړيکې لري. په دې کې شک  نشته، چې ښاغلي نعيمي په خوست کې يوه سالمه او کاري اداره رامنځ ته کړې، او په هغه کې د فساديانو او غلو لپاره هډوځاى شتون نه لري. نو ځکه خو هغه شوکمار او درغلکار فاسد اشخاص، چې لاسونه يې ترځنګلو پورې دملت په وينو ککړ دي، اوس يې د ملت ملي شتمنيو، دولتي ځمکو او بيت المال  چوراوتالان ته ملاتړلې. دغه خوست دښمنه مافيايي کړۍ د وروستنۍ حربې په توګه په دې هڅه کې دي،ترڅو د خوست نړيوال هوايي ډګر لويه اقتصادي، مالي ،تجارتي، کلتوري او حياتي پروژه شنډه او له منځه يوسي. هو! دخوست ولايت دنړيوال هوايي ډګر پروژه، چې د دولت له خوا د (٢) مېليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوې، ددغه ولايت د اسمعيل خېلو_مندوزيو او تڼيو په ولسواليو کې موقعيت لري. دغه فرصت طلب او رذيل کسان، چې يوازې دخپلو شخصي ګټوپه خاطر ددغه ولايت اوسيدونکو د اقتصادي ژونداو ژواک سره لوبې کوي،  غواړي، چې د خپلوګتو د خونديتوب په موخه دغه پروژه شنډه او له منځه يوسي. دا خاين او تورمخي لېواليان بايد د ولس ګټې ترخپلو شخصي ګټو لوړې وګڼي، ځکه که دوى وغواړي يا ونه غواړي، دا نړيوال هوايي ډګر به د لوى خداى (ج) په مرسته،ددې ولايت د مشرتابه په ټينګه اراده او د خوست مېشتوولسونو په ننګه او ملاتړ جوړيږي . اوس افغان ملت  راويښ شوى. ملت اوس ملي خاينان او ملي هېوادپال شخصيتونه پېژني. هغه د شخصي ګټو پلويانو، چې په خوست کې دملي ودې او پرمختګ په لار کې خنډونه را ولاړوي ، بايد په دې پوه شي، چې د دوى لپاره له دې وروسته په دغو ولايت کې ځاى  نشته. د هغوى هر راز خوست دښمنه پلانونه او دسيسې به ددغه ولايت دهېواد پال مشرتابه په کلک هوډ اود خوست اتل او مېړني ولس په ننګه او ملاتړ له ماتې سره مخيږي او دا نړيوال هوايي ډګر به ودانيږي، چې وياړ به يې د دغه ولايت سيمه ييزه ادارې، ولسونو اوقومونو په برخه وي. لکه څرنګه، چې د (٤٢٠) جريبه ځمکې د تبديلۍ ننداره پاى ته ورسېده، همدا شان به د هغو کسانو ډرامه هم پاى ته ورسيږي، چې غواړي،د خوست نړيوال هوايي ډګر دوه مېليونه ډالري حياتي پروژه له ناکامۍ سره مخ کاندي. دخوست نړيوال هوايي ډګر جوړېدا د وخت او زمان غو ښتنه ده، چې هېڅ يو د سليم عقل خاوند انسان يې له رښتينولۍ او اصالت څخه انکار نشي کولاى.

نو پرهمدې توسن هغه څو تنه ددغې مهمې او حياتي پروژې مخالفين بايد په دې پوه شي، چې تل  اقليت د اکثريت تابع وي. خوستي ولسي پرګنې او قومونه څه، چې لويه پکتيا او د ډيورنډکرښې ها خوا ولسونه هم همدا نړيوال هوايي ډګر غواړي، ځکه، چې ددغه هوايي ډګر پروژې په پلې کېداسره به نه يوازې دخوست بلکې دسيمې اوسيدونکو په ټولنيز ژوند کې هراړخيزاو ژور اقتصادي، کلتوري، تجارتي او امنيتي بدلونونه رادې بره شي. نو پرهمدې بنسټ بايد ددغه سيمه ييزه حياتي پروژې مخالفين دهغې دمخالفت پرځاى دهغې حمايت وکړي، څو په دې ډول سره ددې پروژې له فيض اوبرکت څخه په دغه جغرافيوي محدوده کې مېشت ځورېدلي او اسکېرلي پښتانه ولسونه او قومونه د هوسا، آرام او نېکمرغه  ژوند خاوندان شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد