Posts | Comments | E-mail /

په سيمه کې دامريکې نوې درې اړخيزه تګلاره

Posted by on Oct 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

اداره

تېره اوونۍ دامريکې بهرنيو چارو وزيرې هېلرې کلنټن پاکستان ته سفر وکړ.  نوموړې   په دغه سفر کې د پاکستاني ملکي او پوځي جګپوړو چارواکوسره  جدي خبرې وکړې . هغې د پاکستاني چارواکو ته په جدي لهجه وويل، چې  په هغه هېواد کې د القاعدې ،طالبانو،اود حقاني شبکې پرضد غوڅ پوځي عمليات تر سره کړي، ځکه القاعده، طالبان او په ځانګړې توګه د حقاني شبکه په پاکستان کې پټ روزنځايونه او دپوځي  زده کړې په موخه امکانات لري. اوله هغه ځايه په افغانستان کې په  افغان او امريکايي ځواکونو باندې ترهګريز برېدونه کوي ، او بېرته  پاکستان ته اوړي  او هلته پټيږي. په دې لړکې همدا دوه ورځې وړاندې  يو ويډيو يي فلم هم د نړيوالو رسنيو له خوا خپور شو، چې په هغه کې  پاکستاني پوځيان افغان طالبانو ته پوځي زده کړه ورکوي .  که چېرې  دافغان دولت تېرې يوې لسيزې واکمنۍ ته وکتل شي، نو زموږ ګاونډيانو يې په څرګنده ملاتړ کړى، خو د پردې شاته يې افغان دولت  مخالفين په خپلو هېوادونو کې ساتلي او له هغو ځايونو څخه يې  د افغان دولت پرضد د تخريبي او ورانکارو عملياتو په موخه رااستولي، چې له امله يې دا لس کاله کېږي، په افغانستان کې دانسان  وژنې او افغان وژنې خونړۍ او کور ګډي غميزه روانه او هره ورځ په دغه خونړي ناتار کې په منځنۍ کچه (١٥٠ ) تنه بې ګناه افغانان وژل کېږي ، او دغه لړۍ له يوې ورځې  څخه بلې ته  پراخيږي او نوي سيمه ييزاو نړيوال اړخونه ځان ته غوره کوي او لا خونړۍ کېږي .

دافغان ځورېدلي او کړېدلي ولس ددغه خونړي ناورين پړه تر ډېره د بهرنيو ځواکونو او زموږ دګاونډيانو پرغاړه ده .  همدا چاره ددې لامل شوه، چې دامريکې د بهرنيو چارو  وزيره ديوۀ جګپوړي پلاوي په ملتيا، چې په هغه کې دسي ، آى، اې مشر ډېوېډپيټرايس، د پوځ  لوى درستيز شامل وو، پاکستان ته سفر وکړ ، او له هغه هېواد څخه په جدي توګه غوښتنه وکړه، څود هغو ترهګرو، چې له پولې اوړي او په افغانستان کې پرايتلافي ځواکونو بريدونه کوي، په کلکه او ټينګه مخنيوى وکړي . خو ښکاري داسې، چې  پاکستاني ملکي او پوځي چارواکي دهېلري کلنټن وروستنۍ اخطار يه وزمه  غوښتنې  ته بيا هم پام نه کوي  او په افغانستان کې د پخوا په شان جګړه جاري ساتي، چې تر شايې پاکستان استخباراتي شبکه  آى ، اېس ، آى  ولاړه ده. همدا چاره ددې لامل شوې، څو امريکه په افغانستان او سيمه کې  پرخپله  باندېنۍ تګلاره له سره کتنه وکړي او يوه نوې  ستراتېژي، چې  سوله، جګړه او بيارغونه ده، همدا اوس اوس  دامريکې د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلنټن دهغه  هېواد  دکانګرېس دبهرنيو اړيکو دپلټنې او مطالعې څانګې ته په يوه استماعيه غونډه کې  اعلام کړه . هېلري کلنټن په زغرده وويل، چې  په لومړي سرکې به  موږدافغان شخړې دسياسي حل په لړکې د سولې  او مذاکراتو لړۍ ته ترجيح ورکوو ، او که دا ونه شوه ، بيا نو مجبوريو ، جګړې ته مخه کړو او په دې ترڅ کې د بيا رغونې پروسه هم په چټکۍ سره پيل او عملي کړو .

اوس، چې  په افغانستان کې  خونړۍ  جګړه روانه ده، نو بايد امريکه خپله درې بُعدي نوې تګلاره دځنډ او خنډ پرته  په بېړنۍ  توګه عملي کاندي ، ځکه له دې زيات بايد دافغان معصوم  او مظلوم  ولس  وينه په وړيا توګه توى نشي ، امريکه  بايد افغان ولسمشر حامد کرزي لس کلنه ناره  او ويلا واوري، چې،  وايي،د ترهګرو روزنځايونه او پټنځايونه په افغانستان کې نه، بلکې  دپولې  هاخوا ته دي. نو بايد نړيواله ټولنه او ايتلافي ځواکونه  د پولې  هاخوا ته ورشي ، او هلته يې وځپي . نو پرهمدې اساس بايد امريکه، بريتانيه  او ناټو له  دې وروسته  له افغانستان سره کړې ژمنې په رښتنې توګه  عملي  او پلى کړي . او د سيمه ييزې او نړيوالې ترهګرۍ  ريښې په هغه ځاى کې، چې  چېرته شتون لري، وچې کړي . ترهغو، چې د ترهګرۍ ناسور بنسټيزه چاره له افغانستان څخه بهرونشي، نوښايي، چې امريکه او ټلواله يې په افغان خاوره کې بريالي شي.

                                                                                                       اداره 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود
    • ناټو: د امنيتي تړون لاسليکول د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه اړيکه ده
    • سیلابونو په پکتيکا ولایت کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي