Posts | Comments | E-mail /

په کلتوري اډانه کې غوره بدلون

Posted by on Oct 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سباوون  باور

پښتانه متل کوي (چې سل دې ومره يو دې مه مره ) دغه متل دکاڼي کرښه ده، ډيره پخه او له  تجربو څخه ډکه خبره ده، د ځينو اشخاصوپه مړينه کور ، کلی ، قوم او هيواد ړنګيږي . او ددوی نه شتون غټه ضايع بلل کيږي .نو پښتنو دغه متل پدې خاطر کړی ، چې خپل ميړني يې پيژندلي اود دوی شجاعت اوميړانې  ته يې په درنه سترګه کتلي، ولې متاسفانه چې ددغه متل دتحقق لپاره يې څه نه دي کړي. اوهغه اشخاص چې اتلولۍ لاس ته راوړي دهغوی قدريې په ژوند نه دی کړی، خو دمرګ وروسته يې ددوی په وير کې اوښکې څاڅولي دي .موږ په ملي او نړيواله کچه ډير لويې هستۍ لرو، چې ډيره اتلولۍ او وياړونه يې دغې خاورې او ملت ته ور په برخه کړيدي . خو په تاسف سره بايد وويل شي ، چې افغانانو او په تېره بيا پښتون قوم داډول نامتو شخصيتونو قدر د دوی په ژوند  نه دی کړی او ددوی د خدمتونو او ابتکاراتو قدرداني يې نه ده کړې ، چې دا کار دافغان ملت دکلتوريوه بده برخه بايد وبولو. ځکه موږ په دوديزه توګه ديو اتل ، کارپوه او خدمتګار دمړينې په تلين باندې دياد غونډې جوړې کړې، هيڅکله مو ددوی په ژوندباندې لمانځنه نه ده کړې ،اوس له نيکه مرغه بايد ووايو، چې پښتون قوم په خپله کلتوري اډانه کې يوغوره بدلون راوستی هغه دا چې ،چې دهيواد په يو شمير ولايتونو لکه ننګرهار، کندهار اونورو ولايتونو کې دنامتو شخصيتونو په ژوند لمانځغونډې جوړې شوي او ددوی قدرداني په ژوند شوې ده . ددوی په ابتکاراتو باندې علمي سېمينارجوړ شوى دى ،چې داکار دپښتون قوم له لورې يو غوره ګام دی، چې دخپلو شخصيتونو دلمانځنې په نيت يې پورته کړ ، څو ورځې دمخه خوست ولايت ته   دحماسو او غورځنګونو شاعر اوليکوال عبدالباري جهاني تشريف راوړ ، چې دخوست فرهنګپال او استعداد پالونکي والي عبدالجبار نعيمي په نوښت  دجرګو په انګړ د ده دقدر دانۍ او ستاينې په خاطر يوه لويه لمانځغونډه اومشاعره جوړه شوې وه ،پدې لمانځغونډه کې نه يوازې  خوستيو فرهنګيانو، شاعرانو، بلکې دولتي چارواکو او دشيخ زايد پوهنتون لسګونو محصلينو ګډون کړی و.

خوست والي په خپلو خبرو کې وويل : موږ بايد دخپلو نامتو شخصيتونو په ژوند باندې لمانځنه وکړو هغه که شاعر وي او يا په بله برخه کې يې ابتکارات دغه هيواد ورپه برخه کړي وي . ده زياته کړه زه پدې وياړم چې خوستوال دخپلو ملي شخصيتونو په لمانځغونډه کې په دومره لويه کچه برخه اخلي او ددوی ستاينه کوي . په دغه لمانځغونډه کې په واقعي مانا دلوی شاعر عبدالباري جهاني هغه قدر او احترام چې لازم و، ترډيره ترسره شو او دده شاعرانه او فرهنګي خدمتونه، چې دخپل فرهنګ دبډاينې لپاره يې سرته رسولي، په شاعرانه ولولو سره بدرګه اودخوستيو شاعرانو له لورې  يې مننه او قدرداني وشوه ، دلته بايد مونږ ددې خبرې يادونه ضرور وبولو، چې داډول مثبتو خوځښتونو او ابتکاراتو درامنځته کيدو لپاره دکوم فکر او نظر خاوند لاره هواره وي  او په کلتوري اډانه کې ځای ورکوي . خوشبختانه بايد ووايو چې موږ ډير دښې مفکورې خاوندان لرو دبيلګې په توګه بايد ووايو چې په خوست کې دخوست والي په ځانګړو هڅو او ابتکار سره د وتلي شاعر اوليکوال عبدالباري جهاني دهنر او ترسره کړيو چارو دلمانځنې لپاره يوه ښه زمينه برابره کړې وه، چې داکار په خپل ذات کې يو لوی نو ښت بللی شو ځکه دحکومت يوداسې لوړ پوړى  چارواکی چې په ډيرو ستونزمنو حالاتو کې په داسې وخت  کې حاکميت کوي، چې په هره برخه کې دستونزو سره مخامخ وي بياهم دډيرو سياسي او ټولنيزو بوختياوو ترڅنګ دخپل کلتور، ادب او دخپلو نامتو شخصيتونو دلمانځنې لپاره سلګونو فرهنګپالو ته موقع ورکوي ،چې په يوه  غولي سره راټول شي او دخپلو نامتو شخصيتونو په ژوندباندې لمانځنه وکړي . ترڅو په راتلونکي کې هغه پديده ،چې موږ دخپلو شخصيتونودمړينې تلين لمانځو تردې وړاندې بايد  په ژوند ددوی  دکړيو خدمتونو يادونه اومننه وکړو، نو لازمه ده چې د چارواکو دا ډول اقدامات وستايل شي دښو پلانونو او طرحو څخه يې کلکه ننګه او ملاتړ په ډاګه ش

.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد