Posts | Comments | E-mail /

افغانانو ته ولې بخت شاه کړه!

Posted by on Oct 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

رفيع الله زيار

شاوخوا دېرش يا څلوېښت کاله وړاندې افغانستان هغه هېواد و، چې له ګاونډيو هېوادونو نه يې پوځ او اردو غښتلي وه، نوموړي هېواد يو پياوړى هوايي ځواک درلود، ده يوازې جنګي الوتکې له پنځو سوو څخه زياتې لرلې،د دغه هېواد د ننه په ځان کې زيات شمېر فابريکو توليد کاوه، همدارنګه يې نور داسې ډېر څه لرل، چې دغه ښکلى او ښايسته هېواد او ددې هېواد با شهامته او مېړنى ولس پرې هوسا او ارام وو. خو هلته په موږ کې بدبختۍ خپل ريښې په تېزۍ سره وغځولې، چې زموږ تر ګرېوانونو پورې د مکار او بنيادي دښمن زهرجن لاسونه راورسېدل،دوى په لومړي سر کې د يوې ځانګرې دسيسې له مخې د يو شمېر نا لوستو افغانانو پر ذهنونو په دې برخه کې کار وکړ، چې ګواکي علم او پوهه ګناه ده او موږ بايد خپل اولادونه له زده کړو څخه لرې وساتو، تر څو منافق او يا هغه د چا خبره بې لارې نه شي او بې غيرته نه شي.همداسې وشول او تر اوسه پورې موږ يو شمېر داسې خلک په لېرو پرتو سيمو کې لرو، چې پر هغه پخوانۍ خبره  باندې تر اوسه پورې ولاړ دي او خپل اولادونه اوس هم نه پرېږدي، چې په ښوونځيو کې خپلې زده کړې تر سره کړي.موږ که نورو هېوادونو ته پام وکړو، نو دوى په ډېر کم وخت کې زيات پرمختګ، زيات علم او پوهه تر لاسه کړه، ځکه دوى د خپلو خلکو پر ذهنونو او عامه پوهاوي په داسې حال کې زيات کار وکړ، چې په همدې وخت کې يې ورسره جوخت د افغانانو ملي يو والى او د دوى د زده کړو بهير سخت وځاپه.کله چې په لومړي سر کې زموږ د زده کړو د بهير مخه ډب شوه، نو له هغې وروسته زموږ هېواد بيا پر نورو ناروغيو اخته شو، چې په دې ناروغيو کې يوه هم خپل منځې څو کلنې جګړې وې، چې هېواد يې په لسګونو کلونو له پرمختګ څخه نور هم شاته پرېښود، ځکه زموږ هېواد او زموږ خلکو په دې څو کلنه جګړه کې له هرې برخې نه سخت او نه جبرانېدونکي زيات وليدل.

موږ په دې جګړه کې له ځنګلي حيواناتو رانيولې بيا تر ځنګلونو، اقتصادي فابريکو، پوځي وسايلو، بشپړه او منظمه اردو، قيمتي زېرمو، همداشان مو تاريخي څلي او تاريخي اثار له لاسه ورکړل.موږ افغانانو دا خپل ښه بخت هله بدبخته کړ، چې کله  مو په خپل منځ کې د ملي يو والى د لا ټينګولو پر ځاى پر جګړو او بې ځايه وژنو لاس پورې کړ او همدا لامل شو، چې دښمنانو زموږ له دې حالت څخه خپله ناوړه ګټه پورته کړه او موږ يې د وړيو له تول سره برابر کړو، چې اوس په نړۍ کې پر موږ هېڅ حساب او کتاب نه کيږي او په ټوله نړۍ کې به له افغانانو کمزوري خلک نه وي، ځکه دوى دېرش کلنې خپل منځۍ جګړې د هر چا له سيالۍ ويستل او وروسته د همدې دښمن له خوا د جنګياليو نوم هم ورکړل شو، چې په حقيقت کې داسې نه ده.خو برعکس موږ بايد څه وکړو، چې نور د بل له منګولو خپل ځانونه راوباسو او خپل ازاد ژوند اختيار کړو، تر څو نور د تل لپاره چاته دا موقع په لاس ورنه شي، چې زموږ په منځ کې بې ځايه مداخله وکړي او يا هم له دې وروسته له موږ څخه د خپل ځان په ګټه ناوړه استفاده وکړي.د ازادۍ لاسته راوړلو په برخه کې يو بهرنى ليکوال او د نظر خاوند ( امرسون ) وايي، چې:(( ازادي هېڅکله زموږ لپاره انتظار نه باسي، موږ بايد د ازادۍ د لاسته راوړلو له پاره د هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړو. لکه څنګه چې د تاريخ په هېڅ يوه ليکه کې نه شته، چې ازادي او دموکراسي دې وړيا تر لاسه شوې وي )). په يو بل ځاى کې يو بل د نظر خاوند( جرج ماکدوناله ) په خپل اثر کې داسې کاږي:(( ازادي داسې نه ده، چې د هر چا چې هر څه زړه غواړي ويې کړي، بلکې رښتيني ازادي هغه واک دى، چې انسانان د خپلو دندو تر سره کولو ته اړ باسي )).نو له  پورتنيو خبرو نه  په الهام اخيستو سره بايد موږ ټول د رښتيني ازادۍ تر لاسه کولو لپاره بايد ډېرې هلې ځلې وکړو، تر څو نور له دې بد او کرغېړن حالت څخه په ټوله مانا ځانونه راوباسو او په دې لار کې بايد له هېڅ ډول قربانۍ څخه درېغ ونه کړو، ځکه زموږ له قيد او په جنګ کې له ښکېلېدو څخه نور خلک يا په بله وينا مکارې ډلې خوندونه اخلي او خپلې شومې ګټې په کې پر مخ وړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود