کندهار ښار: د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې پر اساس، ددې ولايت د ارشاد، حج و اوقافو رئيس مولوي نور العزيز اغا نن د کندهار د ښوراندام په سميه کي د سړک غاړي ماين په چاودنه کي زخمي شوى او روغتون ته وړل شوى دى.
د هغه موټر نن غرمه يوولس نيمي بجې د ښوراندام په سيمه کي حاجي کيمپ سره نژدې د مخالفينو لخوا د سړک غاړه کي پر ښخ سوي ماين وختى او سطحي زخمي شو.
د هغه موټر هم په دې بريد کي خراب سو ى او پکښي کوم بل چاته ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.
د مولوي نور العزيز اغا زخمونه سطحي دي او تر لنډي درملني وروسته به له روغتونه رخصت سي.